غزل

 
يو کتار ګلونه ده پسې روان شي
چې روان شي زما زړه پسې روان شي
 
کړي په سترګو کې ورټولې خندا ګانې
ټول کاته کاږه واږه پسې روان شي
 
دغزل توري لفطونه ړانده مه شه
هسې نه په ديواله پسې روان شي
 
ما له داسې ميلمنو نه صدقه کړې
هر سهار چې کوربانه پسې روان شي
 
پاڅيدلى انګار سم له ځا يه نه وي
واړه ښکلي او خواږه پسې روان شي