
د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د۱۳۹۰ کال د سلواغې په ۱۸ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه د غونډې مشره آغلې دل افروز ځیرک او ویانده یې اوږۍ امیل وه.همداراز په یاده غونډه کې د( نیویارک تایمز) د مجلې ژورنالیسته آغلې( ایلیزه ګریسولد)له خپل کاري ټیم سره میلمنه او له غونډې څخه ریپوت اخیستونکې وه.
غونډه د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلو سره پيل شوه په کاري مسایلو له لنډو خبرو وروسته د استاد علم ګل سحر له خوا د( الهام په شعرکې) تر سرلیک لاندې لکچر وړاندې شو. له دې وروسته د کره کتنې په برخه کې د آغلې نویده خوشبو په کیسه د هغې له لوستلو وروسته کره کتنه وشوه چې لومړی نعیمې غني له خوا لیکلی نقد ولوستل شو ،او له هغه وروسته د بهیر ګډونوالو هر یوې آغلې توبا ندا ،ساهره شریف،تورپيکۍ مومند،دل افروزځیرک،زمزمه نیازۍ اونورو د کیسې په اړه خپل رغنده نظریات وړاندې کړل او لیکوالې ته یې سالمې لارښونې وکړې .
د نویدې خوشبو کیسه په لاندې ډول ده:
((د الله رضا وايي ځینې خلک له بد نصیب سره دې نړې ته راځې کیداې شي زه هم له هماغه شمیر خلکو څخه ووسم ، ځکه ما چې کله په دې نړۍ کې خپل لومړې ساه واخیسته نو د مور وروستې ساه مې شوه د روغتون په دهلیز کې مې پلار ولاړ وه کله چې د روغتون نرسې زه د پلار په غیږ کې ورکړم او ورته یې وویل چې میرمن دې د دې انجلې په زیږدو له دې نړۍ سترګې پټې کړې نو پلار مې د دۍ بد خبر په اوریدو هیڅ په ځان پوه نه شو پرته له دې چې زما څیره وګوري زه یې بیرته د نرسې په غیږ کې ورکړم او لاړ .او زه مې زما دوه ترورګانو له ځان سره خپل کور ته یوړم ، د په څلویښتې کې کله چې مې مشرې ترور زما پلار ولید نو ډیرې عذر او زارۍ یې ورته وکړي ورته یې وویل د الله رضا ده دومره خفګان مه کوه لور دې خپله کړه .، او په ژړا ژړا یې ورته وویل چې لور نه دې خو الله مور واخیسته ، د پلار سیورې ترې مه اخله .د پلار زړه مې ودردیده او زه یې له ځان سره خپل کور ته یوړم ، په کور کې مې نیا او پلار دواړه په ډیره مینه او ناز ساتلمه .تر دې چې زه ۷ کلنه شومه ، پلار مې یوه استاده کور کې ونیوله او ما ورنه د قران کریم تلاوت زده کړو . زه چې کله پنځلس کلنه وم نو یوه ورځ مې پلار وغوښتم او راته یې وویل چې لورې دا نړۍ فاني ده ، په هرکار کې به د الله رضا غواړې هیڅ کله نه ناامیده کیږې ، او تل به خپل پنځه وخته لمونځ کوې .په ما مې د پلار دې نصیحت ډیر اغیز وکړ ، او د هماغې ورځ نه را په دې خوا مې هیڅکله لمونځ قضا نه کړ ، د الله رضا وه کله چې په اتم ټولګي کې وم چې لومړې مې نیا او بیا مې پلار له دې نړۍ سترګې پټې کړې مور مې خو مې ډیر پخوا زه یواځې بریښې وم ، پلار او نیا مې هم زه یوازې پریښودم!د پلار د مړني وروسته مې مشره ترور راپه سې راغله او زه یې له ځان سره خپل کور ته یوړم .ترور ته به ما مور جانه ویلې او د مور سود مې په کاوه ، د ترور مې ډیر لوې او ښایسته کور وه ، ترور مې دوه زامن لرل ، نوید او روهید ،.ترور مې زه په ډیره مینه ساتلمه ، ما ته به یې له ناز نه ښاپيرې ویلې ....د ترور کور مې راته د جنت په څیر ښکاریدو ، کور یې ډیره ښکلې وه ، زما په پکې ډیر ساعت تیریدود ترور زامن مې هم ډیر ښه ول ، دواړه له ما نه مشران ول ، ماسره به یې د ښونځې په درسونو کې ډیرکوښښ کاوه .کله چې زه په لسم ټولګي کې شوم نو د ترور مشر زوې نوید د ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو .نوید به ماسره په درسونو کې ډیر زیار باسو ما هم ورسره په یو شمیر کارونو کې ډیره مرسته کوله ، زما او د نوید فکري عادتونه تقریبا یو ر نګ و، ډیر وخت به مو یوځاې تیرو ، کله چې به ما د هغه سترګو ته کتلې نو د هغه په سترګو کې به مینه ښکاریده
کله چې مې د دولسم ټولګې ازموینې پای ته ورسیدې نو کشرې ترور مې راپه سې خپله لور نسرین راوستوله او راته یې ترڅو ما له ځان سره خپل کور ته یوسي .ما مې د ترور لور ته وویلې چې لاړه شي د مشرې ترور لور نه مې اجازه واخلي ځکه ما ورته د مور په څیر درناوې لرو.نسرین لاړه د ترور نه مې یې راته اجازه واخیسته ، او ترور مې راته وویلې چې ډیر وخت به نه تیروې چې بیا مونږ درپسې خفه کیږو.زه لاړم چې جامې راواخلم او په بکسۍ کې یې کیدم، خو کله چې نوید زما د تګ نه خبر شو نو په غصه شو ، او راته وویل چې هیچرته به نه ځې ، ما ورته وویل د یو څو ورځو خبرو ده ، بیرته ژر راځم ، ویلې ، یوې ورځ ته هم مه ځه ، یوې شیبې ته هم چیرته مه ځه .په دې کې نسرین راغله او نوید سره په جنګ شوه ، چې ستا د ترور لور ده نو زمونږ هم ده ولې ورته د تګ اجازه نه ورکوې ، ستا په کې کار نه شته ما مې له ترور نه اجازه اخیستې . نوید بانه کوله چې که ښاپیرې لاړه شي نو زما کارونه به څوک کوي ، او نسرین ورته قناعت ورکو چې کور خو نور هم شته هغوې به یې درته کوي کنه .خو نوید کلک و چې ښاپیرې به نه ځې .... دوې خپلو کې جګړه کوله ، د لمونځ وخت و، زه لاړم جاې نماز مې راوخیست او په لمونځ ودریدم .او دوې خپلو کې لګیا وه ، ښاپیرې به ځې .... ښاپیرې به نه ځې !په دې کې نسرین نوید ته وویل چې یوه ورځ چې ښاپیرې د تل لپاره هلته لاړه شي ، بیا به څه کوې اوس یې یوه دوه ورځو ته نه پریدې ؟ترڅو چې مې لمونځ ختموو، نو مشرې ترور مې نوید ته قناعت ورکړې و، ما مې بکس راوخیست او د نسرین سره د هغوې کور ته روان شو .د کشرې ترور کره مې لا دریمه ورځ وه چې د مشرې ترور زنګ مې راغې ، په ټلیفون کې یې راته وویلې وجلې ته کله راځې ، د کله نه چې تللې یې نوید نه څه خوري نه څه څکي ، بس یو ځاې کې چیرته غلې ناست وي ، پوهنتون ته هم نه ځي .
ما چې دا خبره واوریده، نو نه پوهیږم څه راباندې وشو ، داسې فکر مې کاوه لکه څه چې رانه ورک شوي اوسي.ترور ته مې وویلې که تاسو ورته ووایې چې زه راشم نو ښه به وي کنه اوس به راته په غصه شي چې لا دوه ورځ د راتګ د نه کیږي او د تګ خبرې کوې .مشرې ترور مې روهید راپسې ولیږو ، روهید راغی چې ما له ځان سره بوځي نو کشرې ترور مې ډیره په غصه شوه ، او ویلې چې ولې دا زمونږ څه نه کیږي چې دومره ژر ورپسې راغلې ، کله بل کور ته واده شي بیا به څه کوې ؟روهید وویل هغه به بیا ګورو ، کیداشې هیڅکله زمونږ له کوره بل کور ته لاړه نه شي ... لنډه دا چې زه له روهید سره بیرته کور ته ستنه شوم .د کشرې ترور زوې حمید په امریکا کې سبق ویلو ته تللی و ، کله چې بیرته راستون شو ، نو کشرې خاله مې له خپلو ټولو بچو سره زمونږ کور ته راغله ، حمید له ډیر وخت وروسته زه ولیدلم ، چې څنګه یې راته وکتل ، همداسې هک پک پاتې شو . هر چیرته چې به تلم د ده سترګو به څارلم ، زه حیرانه وم ، یا الله چیرته لاړه شم ، څه وکړم .د حمید بې ځایه کتلو روهید او نوید هم شکمن کړل ، دواړه ډیر په غصه ول ، بیا به یې زه په زوره پخلنځي ته لیږلم ، خو هلته به هم ورنه نه خلاصیدم یو کنج کې به ولاړ و، او حیران حیران به یې کتلې .څو ورځې لا نوې تیرې چې کشرې ترور مې حمید ته په مرکه راغله ، ترور مې ورته وویلې چې زه په ښاپیرې زور زیاتې نه شم کولاې زه غواړم چې هغه خوشحاله ژوند ولري ، زه به له هغې پوښتنې کوم بیا به تاسو ته خپله خوښه وایم .کله چې ترور مې له مانه پوښتنه وکړه نو زه حیرانه پاتې وم چې څه و وایم ما ورته وویلې څه چې د الله رضا وي او ستاسو خوښه وي هماغه وکړې .ترور مې زما ښه ژوند غوښتنه هغه په دې خوشحاله وه چې کشرې ترور به مې په ما مهربانه وي ، او د پردیو نه به مې ښه ساتي ، ښه یې ورته وکړه ، هغوې هم ډیر خوشحاله شول ، په هماغه ورځ مې وکتل چې نوید په لمونځ کې سجدې ته پروت دی او په ژړغوني غږ یې ویلې ، یا الله هر کار کې چې ستا رضا وي هماغه وکړې ستا په رضا زه هم خوښ یم بس ښاپيرې خوشحاله ساته ، کله چې لمونځ خلاص کړ نو په سترګو کې یې اوښکې وې ، زما په لیدو یې سر ټیټ کړ او لاړ د هماغې شیبې نه وروسته زړه مې ډیر خفه وه په لامل یې نه پوهیدوم هیڅ څه راباندې ښه نه لګیدل. په سبا مې کشرې ترور له ټولو بچو او خپلوانو سره زمونږ کره د دستمال اخیسو ته راغلل ټولو خوشحالي کوله خو زه نه پوهیدم څه وکړم ، په دې کې نسرین له مانه وپوښتل ته خوشحاله یې ؟ما ورته وویل په څه کې چې دالله رضا وي زه ورباندې خوشحاله یم ، زما د دې خبرو په اوریدو سره روهید ماته ورخطا وکتل. د دې په کتو سره نسرین زما نه بیا پوښتنه وکړه .ستا څوک خوښ دی ؟(زما چې څوک خوښیږي هغه ډیر ښه دی او زه پوره باور لرم چې خداې به مې ورنه هیڅ کله نه جلا کوي ؟)روهید زما او د نوید د زړه په حال پوهیدو په وار وار یې له نوید نه غوښتي و ، چې مداخله وکړي خو د دې لپاره چې کوم جنجال جوړ نه شي نوید ورته رد ځواب ورکوو.نو بیا روهید خپله لاس په کار شو په هماغه شپه یې دنوید د چایو په پیاله کې د خوب ګولې واچولې کله چې نوید سترګې پټې شوې نو، روهید په زوره زوره چیغې کړې .نوید ځان وژنه وکړه ! ځان یې مړ یې کړو .... تاسو یې غږ وانه ورید اخر یې ځان مړ کړو ، ټول ورخطا شول د نوید په لور ورغلل مور یې ترور یې ټول په ژړا شول ، ژر یې ژر یې نوید روغتون ته ویوړو .ټول وارخطا او حیران ول چې ولې نوید ځان وژنه وکړي ؟مشرې ترور مې له روهیده نه پوښتنه وکړه چې ولی ؟ ولې نوید داسې وکړي ؟ما ورته ټوله کیسه وکړه چې نویده ته ښاپیره ګرانه ده ؟ او د زړه پاکه مینه ورسره لري ؟ خو تاسو ته یې ونشو ویلې ، له دې لپاره چې کشرې ترور مې خفه نه شي .کشرې ترور مې په ژړا وویلې چې وۍ کاشکې یې راته ویلې وې ، ولې یې ونه ویلې ، ټولو ویلې کاشکې یې ویلې وې .د معایناتو وروسته کله چې نوید په هوښ راغی نو ټول د الله شکرونه پر ځاې کړل . بیا مې مشرې ترور کشرې ترور ته و و یلې چې مونږ خو د خپلو اولادونو خوښي غواړو ، بیا یې زما د کشرې خاله نه وغوښته چې خفه نه شي . بیا نو چې کله بیرته کور ستنه شو ....د نوید او زما خبره پښه شوه .اوس شکر دې الله په رضا ، دوه ماشومان لرم ، او نوید سره ډیره خوشحاله یم .... رښتیا هم باید ټول مسلمانان په هر کار کې د الله رضا خپل خیر و غواړي ، ځکه الله تل ریښتوني بنده ګانو سره وي . دکیسې پای))
پر کیسه د نعیمې غني له خوا لیکل شوې کره کتنه:
کره کتنه
کیسه: ـ باور
لیکواله:- نویده (خوشبو)
د کره کتنې په اړه دا زما لومړۍ لیکلې تجربه ده خو زما په نظر د کیسې په کره کتنه کې دا خبرې له نورو ضروري دي .
اوهغه دا دری خبرې دي چې زه یې په دې کیسه کې څیړم.
کیسه چا لیکلې(لیکوال)
دڅه شي په وسیله یې لیکلې(د کیسه لیکلو افزار)
څه یې لیکلي(د کیسې فني اړخونه)
۱- دباور د کیسې لیکواله (نویده خوشبو)یوه نوې لیکواله ده ،نودهغه کیسه به دې ټکي ته په پام سره ارزؤ اوله هغې نه به د شهکار تمه نه لرو، دا د هغې له لومړیو هڅو نه یوه بریالۍ هڅه بللی شو.
۲- دکیسه لیکلو ابزارچې موږ ته راښیي چه لیکوال کیسه ځنګه لیکلې اوهغه عبارت دي له ،خیال،ژبه ،پیغام چې په هر یوه یې جلا،جلا خبرې کوو.
الف:- خیال:دباور په لیډه کیسه کې دلیکوالې خیال د پښتني ټولنې دهغه دود په خلاف چې په هغه کې نجلۍ ته په ډیره ښه سترګه نه کتل کیږي ،هغه پرته له خپلې خوښې ودیږي او چې یو ځل دچا په نامه شي نو بیا یې له هغه نه خلاصون نه وي.د کیسې اتلې (ښاپیرۍ)ته یو تقریباً نیکمرغه برخه لیک ورکړی.که ځه هم په ماشومتوب کې دمور او پلار له لاسه ورکول نیکمرغي نه ده خو له یتیمۍ نه وروسته داسې مساعد ژوند هم د هر چا په نصیب کې نه وي.او زما په اند دا ډول خیال دهرې نجلۍ هیله ده او درلودل به یې دامید یوه سپرغۍ وي چي هیله ده یوه ورځ به دا خیال ریښتیا شي.
لکه شاعر چې په بې وسۍ کې وایې:
مګر خدا ز رقیبان ترا جدا بکند عجب خیالې خوشې کرده ام خدا بکند
ب:- د کیسې په لیکلو کې دومره خوږه ژبه نده کارول شوې او په ځینې ځایونو کې سیمیزه لهجه او معیاري لهجه دواړه ګدې سره کارول شوې چې د کیسې بیانونکې (ښاپیرۍ)ته په پام سره چې یوه لوستې نجلۍ ده او ګواکي دا د هغې په خپل لاس لیکل شوې ژوند لیک دۍ نوباید په معیاري ژبه لیکل شوې وی اوبیاپه ډیالوګونو کې سیمیزه لهجه کارول شوې وای چې دې کار به د کیسې خوند لا زیات کړی وو.
ج:- پیغام:کیسه له ځان سره یو مثبت پیغام لري چې مخکې مو د خیال په برخه کې بیان کړ
۳- د کیسې فني یا هنري اړخونه :دکیسې هنري اړخونوچه عبارت دي له،انځور،احساس ،دکیسې د پیښو تر منځ تړون ،د کیسې جمله بندي،په کیسه کې خوند او کشش،د کیسې پیل اوپای،.............او داسې نور
چې په دې برخو کې ځینې ستونزې شتون لري،چې لیکواله به یې په خپلو راتلونکو لیکنو کې په پام کې ولري اود امکان تر حده به یې په دې کیسه کې اصلاح کړي.دلته یې څو مثاله را اخلو.
د کیسې په سر کې د د ې اصطلاح راوستل (د الله رضا وایي )لږ څه بې ربطه ده که. څه هم موږد فلکلور په برخه کې داسې اصطلاحات لرو چې د کیسې د پیل لپاره کارول کیږي،خو دا اصطلاح دومره جالبه نه ده. همدارازد کیسې په یوه برخه کې ښاپیرۍ ته له خپل احساس نه چې د نوید په ړاندې یې لري د خپلې ترور په وسیله پته لګي چې دا هم مناسبه خبره نه ده.یا په بل ځای کې دا جمله (نوید په لمونځ کې سجدې ته پروت دی)چه که لیکل شوې وی(نوید وروسته له لمانځه په سجده پروت دی) ځکه دعا وروسته له لمونځ نه معمول ده،او کله خلک د سجده په بڼه دعا کوي .یا هم د پیښو تر مینځ په تړون کې لږ ځه له بیړه نه کار اخیستل شوې لکه دښاپيرۍ او نوید کوژده چې که د حمیدپه مداخله (چې په بهر کې یې زده کړې کړې او د دې ډول فکر درلودلو ته مناسب کس وو) ترسره شوې وی نو دا به یو وړ تړون وای. او ځینې نورې ووړې،وړې تیروتنې چې په دوهم ځل لیکلو کې داصلاح وړ دي او هر نوی لیکوال یې لري .خوله دې ټولو سره ،سره ښکلې کیسه ده چې لوستل یې خوندور او امید بښونکي دي .دلیکوالې دلا بریالیتوب په هیله.
دغونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه خو په دې توپیر سره چې په دې مشاعره کې د آغلې( ایلیزه ګریسولد) په غوښتنه لنډیو ته او په خاصه توګه هغه لنډیو ته چې په دا وروستیو کلونو کې د روانې جګړې په اړه ویل شوې وې ځای ورکړل شوی ووچې د بهیر د غړیوهر یوې زمزمه نیازۍ ،اوږۍ امیل ،تورپیکۍ مومند ، ساهره شریف،توبا ندا ،نویده خوشبو، مرضیې امین، عادله حصین، شکیلا، مستورې، دل افروزځیرک، لیمې نیازۍ، ګلالۍ عمرخیلې او نورو پکې ګډون کړی و.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به په لکچر سربیره د سیمین صدف پر شعر کره کتنه کیږي او آغلې زمزمه نیازۍ به پرې لیکلی نقد اوروي.