
په افغانستان کي دملګروملتونواستازي دفتریونامادتېرپه څېریوواربیاهڅه کړې چي په افغانستان کي یرغلګرځواکونه دامنیت ساتونکي !! اومجاهدین دجګړې اوناامنیودباعث په توګه معرفي کړي ،خوواقعیتونه ددوی دهڅوبرعکس انعکاس نړیوالوته وړاندي کوي .یوناماپه خپل وروستي راپورکي لیکي چي :په تېر۲۰۱۱ز،کال کي ۳۰۲۱تنه ملکي افغانان وژل شوي دي ،یونامادملکي تلفاتودیادي شوي شمیرې د۷۷سلني پړه پرمجاهدینووراچوي اولامل یې دمجاهدینوله لوري دیرغلګروپرضددپوځي ډګرنوښتونه اودتکتیکونوبدلون ګڼي ،خوپه پاته ۲۳سلني کي یې د۴۱۰تنوملکیانودوژلونسبت اشغالګرواودهغوی ګوډاګۍ ادارې ته کړی دی ، او۲۷۹تنه یې کوم طرفته نه دي منسوب کړي .دډیرتعجب وړداده چي یوناماپه دغه راپورکي په تېر۲۰۱۱ز،کي په ټول افغانستان کي دیرغلګرودشپنیوعملیاتوپه لړکي یوازي ۶۳تنه ملکي وګړي وژل شوي بولي !!. ملګروملتونودتیرولسوکلونوراهیسي په پرله پسې توګه کوښښ کړی اوکوي یې چي په افغانستان کي درواني جګړې اوبدمرغیوداصلي عاملینو (نیواکګروځواکونو)پربشرضدکړونوپرده واچوي اودهغوی ټولوجنایتونوته په یوډول یابل ډول قانوني رنګ ورکړي ،حال داچي هغوی دنړیوالوپه وړاندي دهمدې سازمان اونوروجوړښتونوچي دغړي توب ویاړ!!یې هم لري اصول اومقررات په څرګنده ترپښولاندي کوي ،خودوی یې په وړاندي په پټه خوله دتائیداقرارکوي .که ځیرشودیوناماپه همدې راپورکي دبشري خواخوږۍ په پرتله ډیره زیاته دیوسیاسي جهت دبرات هڅه شوې ده اوبده لاداچي په لوی لاس یرغلګروته لازړه ورکوي چي دملکي افغانانوپه عزت ،عفت ،سراومال لوبي وکړي .دافغانستان اسلامي امارت دملګروملتونوپرادارې ږغ کوي چي نوربایدخپل حیثیت دامریکادګټوقرباني نه کړئ، واقعیتونه بایدومنئ! پام مووي چي دافغانستان په هکله په ډیرومواردوکي ستاسي اوسپیني ماڼۍ ددریځ چنداني فرق نه کیږي حتي په ځینوپیښوکي خودملګروملتونودریځ دسپیني ماڼۍ دغبرګون کټ مټ تکراروي ،نوطبعاپه ذکرشووحالاتوکي به خلګ فکرکوي چي دملګروملتونوسازمان دامریکادبهرنۍ تګلاري یوه تایدونکي اداره ده !نه کوم خپلواک ارګان !.
دډيرتعجب ځای لاداده چې دملګرو ملتونو په راپورکې دکابل ادارې پورې تړي فعال واليان ،ولسوالان ،امنيه قومندانان او دګڼ شمير هغوڅير وژل هم په ملکي تلفاتو کې شميرل شوي چې دکابل ادارې فعال غړي او ديرغلګر و دکلکو مدافعينو په حيث رول ادا کوي او بيا دمجاهدينو لخوا په نښه شوي او قتل شوي دي ؛خودهغو مظلوموکسانو په وژنه بيا په لوی لاس سترګې پټې شوي چې هره شپه په امريکايي چاپواو نور وحشي بريدونوکې شهيدانيږي اوله کورنۍ سره له منځه وړل کيږي .
د«ټي ،ال» او«او،اس ،اف »مدني ټولنودیوڅیړنیزراپورپه اساس چي په ۲۰۱۱ز،کي خپورشوی دی :بهرني ځواکونه په افغانستان کي هره شپه ۱۲- ۲۰چاپې اویرغلونه کوي ،چي له امله یې ملکي هیوادوالوته ترهغوشمیروڅوچنده زیات چي ملګري ملتونه یې وړاندي کوي دسراومال زیانونه اوښتي دي . دیرغلګروله لوري دشپنیوعملیاتوپه لړکي د۲۰۱۱ز،کال په اوږدوکي دولسي وګړودمرګ ژوبلي څوبیلګه ییزمستندارقام دنموني په ډول دیونامادمشرتابه مخي ته ایږدواویادونه کووچي دا هغه ارقام دي کوم چي ازادورسنیو،غربي تړلیورسنیواودکابل اداري له لوري خپاره شوي یاتایدشوي دي خو په حقیقت کې دملکي تلفاتوشمیر له دي نه هم ډیر زیات ده .
دفبروري پر۲۰مه نیټه رسنیودکابل ادارې دکونړدوالي فضل الله واحیدي له خولې خبرورکړچي :د کونړولايت دغازي ابادولسوالۍ په ايګل، څوکۍ اوادره ګل سيموکي دامریکایې ځواکونوددرنوبمباریوروسته دلیږل شوي پلاوي دڅیړني په اساس په دغوبمباریوکي «څلورشپیته »تنه ولسي وګړي وژل سوي چي شل تني یې ښځي اونهه ویشت یې ماشومان دي .
دمارچ پرلومړۍ نیټه دکونړد ماڼوګي ولسوالۍ دننګلام تنګي څخه رسنیوخبرورکړچي دبهرنیوځواکونودبمباریوله امله « نهه »تنه ماشومان شهيدان سوي دي ..دمارچ پر۸مه نیټه رسنۍ خبرورکوي چي : دهلمندولايت دسنګين دجګړهځپلي ولسوالۍپه بېلابیلوسیموکې دیرغلګروځواکونوله خوادمارچ په لومړۍ اونۍ کي «دوه پنځوس »(۵۲)تنه ولسي وګړي شهیدان سوي دي . دمارچ پر۱۹مه نیټه دکونړولايت د شيګل ولسوالۍ دلاحسين سيمي په لاهوري کلي کي امريکايي عسکرودخلکوپه کورونوچاپه ووهله اوپه بې رحمانه توګه يې دخلکودکورونوتالاشي پيل کړه،چي په پایله کي یې «لس »تنه ولسي هیوادوال دښځواماشومانوپه شمول شهیدان او«پنځه »تنه ټپیان سوي دي .
داپریل پر۱۲مه نیته د بادغيس ولایت دغورماچ ولسوالۍ دتزناوه په سیمه کي امریکايی ځواکونودولسي خلکوپه کورونويرغل کړی چي په نتيجه کي يي «ديارلس» تنه ملکي هیوادوال شهيدان اوګڼ نورژوبل سوي دي .داپریل پر۱۲مه نیټه دمیدان وردګوولایت دسیدابادولسوالۍ دتنګي درې دګلابخېلوکلي ته پرغځیدلې لارامریکایانو«دوولس »تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي اوژوبل کړي دي .داپریل پر۱۳مه او۱۴مه نیټه دامریکاپه فلوریډاایالت کي دمتعصب اووحشي پادري ټیري جونزله لوري دقرآن عظیم الشان دسوځوني دغندني په موخه په ټول افغانستان په ځانګړې توګه دکندهارپه ښاراوولسوالیوکي داجیري اردوله لوري «شپاړل »تنه لاریون کونکي ملکي افغانان شهیدان اوتر«سل «تنه ډیرژوبل شوي دي . داپریل پر۲۰مه نیته نیواکګرودکونړولايت د دانګام ولسوالۍ په سابندۍ نومي سيمه کي بمباري کړې چي په ترڅ کي یې «نهه »تنه ولسي وګړي (دوې ښځي اووه ماشومان )شهیدان سوي دي .داپریل پر۲۱مه نیته امریکایې ځواکونولخواد هرات ولایت دکشک کهنه ولسوالۍدزمان کاريزپه سيمه کي «اته »تنه ولسي خلګ شهیدان شوي دي
دمئ پر۲مه یرغلګرودبادغیس ولایت دسنګ اتش ولسوالۍ دعمرزوپه کلي کي دیوې چاپې په ترڅ کي «یو»تن قومي مشرشهیدکړی او«دوه »نورقومی مشران یې بندیان کړي دي .دمئ پر۶مه نیواکګرودبادغیس مقرولسوالۍ دربوم په سیمه کي قومي مشرحاجي سخي دادبندي کړی او مشهور،روحاني شخصيت (سيدحاجي ګل جان آغا)چې په سيمه کي يي په زرګونومريدان اومخلصان درلودل له خپلي خانقاڅخه راایستلی اوبیایې په شهادت رسولی دی ، دمئ پر۱۸مه شپه یرغلګروځواکونود تخار ولايت دمرکزتالقان اړوندپه درې کيلومتري کي دآهن درې په سيمه کي«پنځه »تنه ملکي وګړي چي ښځي هم پکي شاملي دي شهيدان کړي دي . دپیښي په غبرګون ولسي خلګوپراخ لاریون پیل کړاودقاتلانودمحاکمې ،دبندیانودخوشي کیدوغوښتنه یې کوله خوپولیسودډیموکراسۍ ترسیوري لاندي هم دولس دحق غوښتلواوازونسوای زعملای اودخپلوټوپکوشپیلۍ یې پربرابري کړې چي په ترڅ کي یې «یوسل پنځه دیرش »تنه ملکي وګړي شهیدان اوټپیان شول . دمئ پر۲۵مه نیته اشغالګروځواکونود نورستان ولايت په دوآب ولسوالۍ کي وروسته له هغه درنې ړندې بمبارۍ وکړې چي دغه ولسوالي طالبانوولکه کړه ،په لومړۍ ورځ رسنیود«دیرشو»ملکي خلګودوژلوخبرورکړ،خووروسته دملکي تلفاتوشمېره آن ترسلګونوتنوورسیده ،په ولسي جرګه کي دنورستان ولایت استازووویل چي : «درې سوه »تنه په یادوبمباریوکي شهیدان اوټپیان سوي دي .
دجون د۲۷- ۳۰دکونړولايت د وټه پورولسوالۍ په مربوطاتوکي دمجاهدينواویرغلګروځواکونوترمنځ دڅلورورځنۍ جګړې په پای کي چي بهرنيو پوځیانو له سیمي پښې سپکولې نوپراخه بمباري یې پیل کړه چي په ترڅ کي یې دڅوتنومجاهدینوترڅنګ «درویشت »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي اوګڼ شمېرنورټپیان شوي دي .دجون پر۲۲مه نیټه رسنیود هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د اوسېدونکوپه حواله خبرورکړ چې نیواکګرو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کي پر ملکي خلکو بمباري کړې چي له کبله یې لږترلږه «شپږویشت »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .یرغلګرویاده پیښه تائیدکړې خوادعا یې کړي ده چي شپږتنه مخالفین (مجاهدین )یې شهیدان کړي دي ،مګرولسي وګړي بیاټینګارکوي چي وژل شوي کسان ټول ملکي خلګ دي .څه وخت مخکي هم بهرنیوعسکروپه یاده ولسوالي کي «څوارلس »تنه ملکي وګړي شهیدان کړل چي په غبرګون کي یې دکابل ادارې مشرکرزي یوه نمایشي ګوتڅنډنه هم وکړه چي :«که ایتلافي قواوي بیا داډول پیښه تکرارکړي نوافغانان به دیرغلګروپه سترګه ورته وګوري »دکرزي یادشوي خبرداري څخه وروسته هم اشغالګرودهیوادپه ګوټ ګوټ کي په لسهاووملکي هیوادوال شهیدان کړي اولاهم خپلوجنایاتوته دوام ورکوي .
دجولایې پر۶مه نیټه نیواکګروځواکونو دخو ست ددو مندو ولسوالۍپه سمجي سیمه کي پریوکوربمباري کړې چي په ترڅ کي یې «دیارلس »تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي .ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان حمیدالله هم یاده پیښه تائیدوي اوزیاتوي چي ناټوځواکونودغلطومعلوماتوپراساس دغه عملیات ترسره کړي دي چي په پایله کي یې دیوه کور«اته » ماشومان «دوې » میرمني او«درې »تنه نارینه وژل شوي دي . دجولایې پر۱۲مه نیته د لوګر د ازرې ولسوالۍ په تنګه دره کې دیرغلګرودبمباریوله امله «شپاړس »تنه ملکي هیوادوال چي زیاتره یې ماشومان دي شهیدان شو يدي ،ددغه ولایت ویانددین محمددرویش اودولایتي شوری رئیس یې ډاکټرعبدالولي وکیل هم مني چي ملکي خلګوته تلفات اوښتي دي .دجولایې پر۲۳مه نیته یرغلګروځواکونود وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شنيز درې په زرني سيمه کې وروسته له هغه چي موټریې دماین ښکارشوپرملکي خلګو ناتارډزي پیل کړې چي په ترڅ کي یې ډاکټره عاقله حکمت ،زوی اولیورزی یې «درې »واړه شهیدان اودکورنۍ «دوه »غړي یې ژوبل شوي دي .
داګست پر۴مه نیټه د پکتياولايت داحمدخيل اوځاځي اريوب ولسوالۍ په سلګونوخلکوديرغلګروپرضدوروسته له هغه یوه پراخه مظاهره پیل کړه ،چي دیادوشووځواکونوپه یوه راکټي بریدکي «دیارلس »تنه ولسي وګړي شهیدان اوټپیان شول .داګست پر۸مه نیټه رسنیودهلمندولایت دنادعلي ولسوالۍ داوسیدونکوپه حواله خبرورکړچي بهرنیوعسکروپرون په دغه سیمه کي یوکوربمبارکړی چي له امله یې دبمبارشوي کور«نهه »تنه غړي شهیدان شوي دي .دنادعلي ولسوال حبیب الله سمالاني هم دازادۍ راډیوسره په مرکه کي ددغي پیښي پخلی وکړ. دغه رنګه پرهمدې نیټه ددغه ولايت دسنګين ولسوالۍ دساروان کلادپليزوپه سيمه کي هم اشغالګروځواکونو«څلور»تنه نارینه د«یوې »ښځي په ګډون شهیدان کړي دي .
دسپټمبرپر۳مه نیته نیواکګرودجلال ابادپه انګورباغ سیمه کي دپخواني جهادي قوماندان حاجي صبرلعل پرکوریرغل کړی ،دنوموړی کوریې تلاشي کړی اوپه اخرکي یې حاجي صبرلعل او«دوه »تنه نورشهیدان کړي دي .دسپټمبرپر۴مه نیته امریکایې ځواکونودهلمندولايت دزمینداوردآذان ناوي په سیمه کي بمباري کړې چي په پایله کي یې «درې »تنه ولسي وګړي شهیدان شو يدي ..دسپتمبرپر۸مه نیټه نیواکګروځواکونودکونړولايت دسرکاڼوولسوالۍ دکنجکل پرکلي لومړی بمبارۍ کړي دي اوبیایې عسکرپه دغه سیمه کي پیاده کړي دي .دبهرنیوعسکرودډزواوبمبار له امله «دوولس »تنه ولسي وګړي په شهادت رسیدلي دي او«اته »کسه نوریې اسیران شوي دي ..دکونړاونورستان دقومي مشرانواوسپین روبوله قوله رسنیوخبرورکړچي دمئ ۱۹- ۲۱چي نیواکګرودنورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کي عملیات وکړل «نولس »تنه ملکي هیوادوال یې دښځواوماشومانواوقومي مشرحاجي جمعه ګل په ګډون شهیدان کړي دي . دسپټمبرپر۲۸مه نیټه دنیواکګروځواکونوله خواپه شپینوعملیاتوکي دننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په مامندرې سیمه کې «لس «تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او«شپږ»تنه هم همدې ځواکونواسیران کړي دي ..دسپټمبرپر۲۹مه نیته امریکایانودهلمندولایت دکريشک ولسوالۍ دحيدرآبادپه سیمه کي دولسي خلګوپرکورونوچاپه وهلې ده ،دشکمنوکسانودنیولوپه پلمه یې کورونه تلاشي کړي اوپه اخرکي یې «یو»تن ملکي وطنوال شهیدکړی او«پنځه »کسه (یوپلاراوڅلورزامن )یې بندیان کړي دي .
. داکتوبرپر۱۶مه نیته اشغالګروځواکونودشپنیوعملیاتوپه لړکي دميدان ودرګ ولايت دچک ولسوالۍ دګردن مسجدپرممدوکلي یرغل کړی دی ، دعملیاتوپه پای کي یې دمعلم نوراغاپه نوم یوتن هیوادوال چي دکلي په مکتب کي ښوونکی ؤ اودنوموړي «دوې »خویندي یې دده سره یوځای په شهادت رسولي دي او«دوه »کسه یې هم اسیران کړي دي ..داکتوبرپر۲۲مه نیټه رسنیوخبرورکړچي :دکونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کېدیرغلګروځواکونوپه بمباریوکي «دیارلس »تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي ،دکونړوالي فضل الله وحیدي پیښه تائیدوي اوزیاتوي چي :دنړیوالوځواکونوپه بمباریوکي «یوولس »تنه ماشومان ،ښځي اونارینه ژوبل شوي دي
په ډیسمبرکي دکابل ادارې له لوري یوپلاوی په کندهار،کاپیسااوپکتیاولایتونوکي دیرغلګروله خوادملکي تلفاتودڅیړني په موخه سیمي ته استول شو ی ؤ،د پلاوي مشري محمدطاهرساپي کوله ،نوموړی دډیسمبرپر۲۴مه نیټه دڅیړني ترسره کولووروسته رسنیوته وویل چي :په پکتیا،کاپیسااوکندهارکي دبهرینانوبه بمباریوکي وژل شوي کسان ټول ملکیان وو.دیادشو ي پلاوي دراپورله مخي دکندهارپه ژړۍ ولسوالۍ کي دناټوپه بمباریوکي «اووه ؛»تنه ملکي وګړي شهیدان اودوه یې ژوبل شو يدي .دغه رازدهمدې ولایت په میوندولسوالۍ کي دوه تنه ولسي خلګ شهیدان شوي دي . د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په بهادرخېلو کلي کې «اووه »کسه ملکیان شهیدان شوي اودوه یې ټپیان شو يدي .
اوس نوباید ازادي رسنئ ،بشري ټولني خپلواک حکومتونه اوسوله غوښتونکې اولسونه قضاوت وکړي چي ایا رښتیا لکه یوناما چي وایې داشغالګرودټول کال په شپنیوعملیاتو کې یوازي ۶۳ تنه په شهادت رسیدلي او که دومره کسان یوازي په یوه شپه کې تلف شوي .
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۳/۰۳/۱۴ هــق
2012/02/05 م