دحنارباني شوم قدم

\"\"
    طارق څار
 
 دافغانستان په اړه دپاکستان د بې حيا اودوه مخى سياست سره سره،دپاکستان بهرنيو چاروځوانه وزيره حنا رباني کهر په پلازمېنه کابل کي په داسي حال کي چي پردښمنه څېره يې غولونکى ماسک خپور و په پلازمېنه کابل کي خپل شوم قدم کښېښود او دافغانانو په کړېدلو ،ځورېدلو اومعصومو سترگو يې خپله له کرکي ډکه څېره وليدله.  داپه داسي حال کي ده چي څو مياشتي مخکي دسولي دعالي شورا مشر برهان الدين رباني وژل او پرافغان پوله بيا د ناټو ځواکونو له خوا  دشپږويشتو پاکستاني پوځيانو وژل،دپاکستان حکومت له خوا دافغان سوداگرو دمالونو اوکانټينرونو گرځول د کابل او اسلام اباد اړيکي ټيټي کچي ته رسولي وې.
دپام وړ دا وه چي پاکستان ديوه بادار په څېردوړانديزنو پر ځاى امرونو اوشرطونه وړاندي کړل اود حنا په امر دطالبانو سره دافغان دولت د خبرو نماينده گي بايد پخپله افغانان وکړي چي دې ورته وينا تېره ورځ روسي استازي زميرکابلوف هم وکړه داخبره په خپله دډيپلماټۍ او ديوهيواد له بهرني سياست له موقف سره په ټکر کي ده پر ځاى يې بايد ديوگاونډي هيواد دارزښتونو سره وړانديزونه کړي واى نه امرونه.
دحنا دراتگ سره جوخت بې بې سي د ناټوهغه پټ راپور هم خپور کړ چي پکښي تر اووه ويشت زرو پوري اسنادو ښودل شوي او په هغه کي له څلورو زرو طالب بنديانو سره مرکې شوي وې ، چي  طالبان لاهم د پاکستاني استخباراتو له خوا د ابزارو او وسيلې په توگه کارېږي.
چي ددې راپور ردول حنا د زړو شرابوپه بې خونده تشبه سره وکړ . پوښتنه دلته راولاړيږي چي پخوابه دطالبانو سره دخبرواو روغي لپاره تل افغان دولت اړ ؤ چي داسلام اباد او اى . ايس. اى پښې ښکل کړي او خبري ورسره وکړي خو دا ځل داسي ښکاري چي د طالبانو سره په خبرو کي چي امريکا يې مستًيم په راز کي ده او ځاى يې دقطر دوحه ښودل شوى  پاکستان سخت په عذاب دى  ،ځکه دپاکستان شوم اوکرغېړن نيت داوو چي امريکا به د طالبانو سره دروغي لپاره لومړى اسلام اباد ته سر ټيټ کړي او پاکستاني واکمنان به د پروژې په څېر يوځل بيا له دې لاري امتيازات لاس ته راوړي اوطالبان به ورباندي وپلوري ،داچي دوى يوه لسيزه ددې ورځي انتظار ايسته خو اوس دوى دسولي له دې روانوخبرو څخه داجاج اخلي چي هسي نه په دې سوليزه پروسه کي تش لاس پاته سي نو له دې وېري يې وغوښتل په دې  خبرو کي دورگډېدو لپاره د کابل له وره(دروازې) راودانگي او ځان پکښي د خپلو گټو په پار(خاطر) ښکيل کړي او يا هم دسولي دې پروسې ته دوايروس (ميکروب) په ډول ورننوځي ترڅو که يې گټه نه وي داپروسه گډه وډ ه کړي خوکابل ته په دې لوبه کي ډېر پام په کاردى .
داچي د طالبانو سره په خبرو کي لا پاکستان په لمنليکو کي پاته دى يو آر علت يې په ورستيوکي دامريکاسره دپاکستان دمناسباتوخربوالى اودپاکستان نه گډون د دوهم بن په غونډه کي او د بارک اوباما له خوا پر پاکستاني پوځ داتور چي گواکي دتروريزم سره په جگړه کي رښتينى چلند نه کوي؛ ښودل کيږي چي پاکستان  يوډېرشمېر مهم چانسونه له لاسه ورکړل اوبل يې ددنيا والوپه وړاندي نور هم حيثيت ټيټ شو.
که دپاکستان کورني او بهرني سياست ته ځېرنه وشي ددوى پاليسي مېکران په خپل ملت ډېر ملامت دي ځکه يو واکمن يې پرته له اى.ايس.اى څخه هيواد ته ژمن نه دي پاته سوي اوهر مشريې په بيلابيل بهرني اتخباراتو کي ثبت لرلى اوهيواد ته په درغلۍ تورن ختلي اويو يې هم پرڅوکۍ د وخت ترپايه نه دى پاته شوى، چي يو بېلگه يې د مشرف او همدا اوس يوسف رضاگيلاني ده چي د راتلونکي فبرورى پر ديارلسمه به دپاکستان ستري محکمې ته حاضريږي او که محکمې ته په سپکاوي تورن وپېژندل شو له څوکۍ به ليري او شپږ مياشتي به بندي شي .
اوبل داچي پاکستان خپل ټول وخت دافغانستان په خرابه اودهند سره په نامشروع سيالۍ تېر کړى دى ، هند خو په مادي او پوځي لحاظ ورڅخه مخکي شو اوس يې يوازي د ناروا سيالۍ لپاره افغانستان مخي ته دى، چي  دافغانستان دڅولسيزو د تباهۍ لامل همدا اسلام اباد اوکثيف اى .ايس.اى بلل کيږي.
نن هر افغان ماشوم په دې پوهيږي چي ددوى آر دښمن پاکستان او اى.ايس.اى دى ځکه هره ښوونځى چي په افغانستان کي سوځل سوې اويا يې اوس څوک سوځوي دهغه سره پاکستانى اورلگيت وي اوهرپل چي په بم الوزي پاکستاني بارود پکښې وي دپښتون او افغان مرگ خو چي په هر ډول وي اسلام اباد  رواکړى دى.
دپاکستاني واکمنو يوه ناولې پاليسي هم تل خپلوماشومانوته په ښوونځيو کي دا وي چي که مو افغانستان تباه کړ، پاکستان آباد دى . په اخر کي که د پاکستان نااهله اى.ايس.اى او دايران خامنيان  ړنگ او يا مهار نه شي.  دافغانستان د ستونزي دحل کيلي هم يوازي له طالبانو سره نه ده بلکي په سيمه کي ده او حل لاره يې هم بايد په سيميزه کچه وي  که نه ... که شل ځله حنا راشي او کرزى ورشي بيا هم ناشونې ده چي په افغانستان کي دي پوره  ټيکاو راشي .  پاى