
داچې پرون ناوخته امريکايي چارواکو درويټر په شمول يو شمير رسينو ته ويلې چې ګنې سپينې ماڼۍ ته تير ميلادي کال دعاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهدلخوا ليک استول شوی چې پکې دسولې ،بندیانواویوشمیرنوروموضوعاتو په اړه خبري شوي ، دافغانستان اسلامی امارت پورته ادعا چې تش يوه افواه ده په کلکو ټکوسره ردوي او ددښمن لخوا دبدبينۍ او تشويش اچونې دپخوانيو هڅو تسلسل يې بولي، دافغانستان داسلامي امارت تصاميم چاته په زاريو اوغوښتنو ولاړ ندې بلکې موږ دکامل ايمانې قوت ،اللهي نصرت اودمیړني اولس له پراخ ملاتړنه برخمن يو او لله الحمد دالس کاله مو داپه ښه توګه ثابته کړې چې موږ به کله هم دښمن ته سرټيټ نکړو بلکې په کامله زړور تيا او متانت سره به ددښمن هر عمل ته عکس العمل ولرو ، امريکايي چارواکي دداسې تشو او پوچو دروغو پرځای بايد دلته حقائق او ريښتوني حالت ومني او زموږ دملت قهرماني او په هره عرصه کې ثبات ته تسليم شي ، تشې ادعاوې دامريکا اوسنی درد نشي دوا کولای بلکې امريکايي يرغلګر له هرڅه مخکې بايد زموږ له هيواده پښې سپکې کړې او نورخپل ملت او خلک دجګړې له دروند پيټي وژغورې ، له افغانانو څخه دسرټيټۍ او تسليمۍ اميد هغه بې ځایه اونه پوره کیدونکی غیرمحقق هدف دی چې دالس کاله امریکا یانودخپلو ټولوپرمخ تللو وسلو او شیطاني چل ول په استعمال سره ترلاسه نه کړ،دامریکایانواوپه هغوی پوري دتړلورسنیو داسې بې مسئوليته ادعا وې بې له دې چې امريکايي چارواکي اوپه سرکې سپينه ماڼې دحالاتو په وړاندې وارخطا وښيي کومه بله لاسته راوړنه نه لري ، نړيوال او افغانان عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهداوس ښه پيژنې ،عزم او اراده يي هم دالس کاله وتلل شوه نور داسې افواهات پسې تړل دخپل ځان درسواکولو په معنی دي چې يواځې څو تنه امريکايي مامورین غولولی اوخوشبين کولای شي اوبس .
دافغانستان اسلامی امارت ويندوي
ذبیح الله مجاهد
۱۴۳۳/۰۳/۱۳ هــق
2012/02/04 م