
دکرنې اومالدارۍ وزارت چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت له سکتوري وزارتوڅخه يومهم وزارت دى چې دندې اومسووليتونه يې زمونږ په هېوادکې ترنورو وزارتونومهمې اودپام وړدي،ځکه چې زمونږ دهېوادتقريباً ٥٨سلنه وګړي په کرنيزو اودمالدارۍ په چاروباندې بوخت دي،اودهېوادملي اقتصادترډيره بريده په کرنه اومالدارۍ باندې ولاړدى ،خواوس مهال داسې ښکاري چې دکرنې اومالدارۍ وزارت په خپله دنده کې پاتې راغلى ان تردې چې ځينې ولايتونه يې په بشپړه توګه له پامه غورځولي دي ،دبېلګې په توګه دهمدې خبرې دثبوت لپاره خوست ولايت يادولى شو.
په دغه سرحدي ولايت کې ډيرى خلک دکرنې اومالدارۍ چارې مخ ته وړي،چې دغواګانو،وزو،پسونو،شاتومچيو،الوتونکومرغانوپه روزنه اوپالنه باندې باندې بوخت دي ،دکرنې په برخه کې ددغه ولايت مهمې مېوې توت،زردالو،ليمو،نارنج،انار،مڼې جلغوزه اوچارمغزدي چې اناراوتوت ددغه ولايت داسماعيل خيلومندوزيوپه ولسوالۍ اودځدراڼوپه المره سيه کې پيداکيږي،نارنج اوليمودعليشيرو په ولسوالۍ کې ،توت په صبريو اوځاځي ميدان ولسواليوکې شتون لري ،غنم ،جوار،وربشې ،مۍ او وريجې دخوست ولايت دمهمو کرنيزو حاصلاتوڅخه دي،دخوست ولايت ځمکه په ټوليزه توګه کرنيزه اودوه فصله ده چې ډيرى وګړې خپلې ورځنۍ چارې په پورته برخوکې دبوختياله امله مخ ته وړي څوک په مالدارۍ کې بوخت دي اوڅوک بيادکرنيزو چارو لګيادي.
په خوست کې دولايتي ادارې له لوري دکرنې اومالدارۍ په برخه کې ټولې شته ستونزې په ګوته شوې اودهواري په موخه دځانګړو وړانديزونوسره يوځاى دکرنۍ اومالدارۍ وزارت ته لېږل شوي دي ،خولاتراوسه پورې ديادوزارت لخوا مثبت غبرګون ندى ترلاسه شوى.همدا اوس مهال چې په خوست ولايت کې دکرنې رياست کومې ستونزې اونيمګړتياوې لرې بله اداره يې نه لري.دياد وزارت کوم لوړپوړي مسوولين چې خوست ته راغلي نوستونزوته په کتوسره يې ټينګې ژمنې کړې دي چې په خوست کې به خپله اداره په اساسي توګه پياوړې کوي،دخوست په مرکز اوولسواليو کې به ټول هغه پخواني اوتاريخي باغونه چې اوس دمنځه تلوپه حال کې دي هغه به په اساسي توګه رغوي ،نوي باغونه اوفارمونه به رامنځته کوي،له بزګرانو اوبڼوالوسره به داصلاح شويوتخمونومرسته کوي،دخپل رياست په واک کې به دکرنې دميکانيزه کولووسايل په اخيتارکې ورکوي،په مرکز اوولسواليوکې به حيواني کلنيکونه جوړوي ،بې وزله بزګرانو اوبڼوالوته به لنډمهاله او اوږدمهاله پورونه ورکوي ،ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې به ذخيروي بندونه ،کاريزونه اواستنادي ديوالونه رغوي ،اوتل يې ژمنه کړې چې په خوست کې به دخپلې ادارې دکارکوونکووړتياوې لوړه وي.خوداسې ښکاري چې دکرنې اومالدارۍ وزارت مسوولين يواځې په داډول ژمنواوخيالي کړنوسره دخوست ولايت له کرنيزپرمختګ ،بزګرانو،بڼوالوبلکې ټولو خوستوالوسره ظلم کوي اوپه خوست کې مېشت ولسونه ټول له خپلې ولايتي ادارې څخه داپوښتنه کوي چې ولې دکرنې اومالدارۍ وزارت خوست ته پام نه کوي؟
که دکرنې اومالدارۍ وزارت په رېښتنې توګه غواړي چې خوست ولايت په پام وکړې نولومړى دې په عاجله توګه په دغه ولايت کې خپله اړونده اداره په سمه توګه فعال،اکمال ،تجهيز،پياوړې اوځواکمنه کړې ،دويمه داچې دخوست له ولسونوسره شوې ژمنې دې ژر ترژره عملي کړي .ترڅوپه واقعي مانا دخوست خلک پوه شي چې دکرنې اومالدارۍ وزارت ددوى ستونزو،غوښتنواواړتياووته پاملرنه کوي.
واکمن
.