غزل

       په کندول سره راټول يو
مونږه ټول سره راټول يو
 
شنه سپرلي کې د يادونو
پر غاټول سره را ټول يو
 
په ملي اتڼ کې واړه
په يو ډول سره راټول يو
 
د باڼو غوندې له سترګو
لکه شپول سره راټول يو
 
لر و بر په خپله مېنه
يو کهول سره راټول يو