
له
ستورو نه مې ډير ليږلي تا ته سلامونه
ته
ليږې د يو چا په لاس بل چاته سلامونه
يادونه
ميلمانه دې زما زړه کې کوربانه شول
په
نيمو شپو را پا څي کوي ماته سلامونه
سپوږمۍ
د تورو غرونو له مزلونو ستړې راشي
ها
کړي رانه پناه د ديوال شاته سلامونه
که
رټ په زنځيرونو وي تړلى سړى بيا هم
په
ستر ګو کې ور وسپاري هوا ته سلامونه
لاسونه
پر تندي ساتي چي زر ويني او زور وي
څوک
نه کړي دې مالت کې تشې ساه ته سلامونه
کوي چې په بې فکره ولولو
پريکړې انګاره
کوي
هغوى د سرو لمبو ګډا ته سلامونه