
خبرتیا
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ټولوغړو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې د غونډې د کره کتنې لپاره دشاعرې او لیکوالې نویده خوشبو لنډه کیسه غوره شوی ده، چې لیکواله او شاعره نعیمه غني به پرې لیکلی نقد اوروي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړو په سالون کې جوړیږي ، دغه راز د غونډې په پیل کې په شعر کې د الهام په اړه لکچر هم وړاندې کیږي. د مازدیګرنۍ په ګډون د غونډې ټول انتظام د میرمن بهیر د کار ډلې له خوا کیږي.
دا رازپه غونډه کې په ځینونورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي . چې په پای کې به د ولایتونو له کلیو څخه د ټیلفون له لارې د شعرونو پر اوریدو سریبره ازاده مشاعره هم کیږي.
په درنښت
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
د تشکیلاتو څانګه
د کره کتنې لپاره د نویدې خوشبو لنډه کیسه:
نویده خوشبو
باور
د الله رضا وايي ځینې خلک له بد نصیب سره دې نړې ته راځې کیداې شي زه هم له هماغه شمیر خلکو څخه ووسم ، ځکه ما چې کله په دې نړۍ کې خپل لومړې ساه واخیسته نو د مور وروستې ساه مې شوه د روغتون په دهلیز کې مې پلار ولاړ وه کله چې د روغتون نرسې زه د پلار په غیږ کې ورکړم او ورته یې وویل چې میرمن دې د دې انجلې په زیږدو له دې نړۍ سترګې پټې کړې نو پلار مې د دۍ بد خبر په اوریدو هیڅ په ځان پوه نه شو پرته له دې چې زما څیره وګوري زه یې بیرته د نرسې په غیږ کې ورکړم او لاړ .او زه مې زما دوه ترورګانو له ځان سره خپل کور ته یوړم ، د په څلویښتې کې کله چې مې مشرې ترور زما پلار ولید نو ډیرې عذر او زارۍ یې ورته وکړي ورته یې وویل د الله رضا ده دومره خفګان مه کوه لور دې خپله کړه .، او په ژړا ژړا یې ورته وویل چې لور نه دې خو الله مور واخیسته ، د پلار سیورې ترې مه اخله .د پلار زړه مې ودردیده او زه یې له ځان سره خپل کور ته یوړم ، په کور کې مې نیا او پلار دواړه په ډیره
مینه او ناز ساتلمه .تر دې چې زه ۷ کلنه شومه ، پلار مې یوه استاده کور کې ونیوله او ما ورنه د قران کریم تلاوت زده کړو . زه چې کله پنځلس کلنه وم نو یوه ورځ مې پلار وغوښتم او راته یې وویل چې لورې دا نړۍ فاني ده ، په هرکار کې به د الله رضا غواړې هیڅ کله نه ناامیده کیږې ، او تل به خپل پنځه وخته لمونځ کوې .په ما مې د پلار دې نصیحت ډیر اغیز وکړ ، او د هماغې ورځ نه را په دې خوا مې هیڅکله لمونځ قضا نه کړ ، د الله رضا وه کله چې په اتم ټولګي کې وم چې لومړې مې نیا او بیا مې پلار له دې نړۍ سترګې پټې کړې مور مې خو مې ډیر پخوا زه یواځې بریښې وم ، پلار او نیا مې هم زه یوازې پریښودم!د پلار د مړني وروسته مې مشره ترور راپه سې راغله او زه یې له ځان سره خپل کور ته یوړم .ترور ته به ما مور جانه ویلې او د مور سود مې په کاوه ، د ترور مې ډیر لوې او ښایسته کور وه ، ترور مې دوه زامن لرل ، نوید او روهید ،.ترور مې زه په ډیره مینه ساتلمه ، ما ته به یې له ناز نه ښاپيرې ویلې ....د ترور کور مې راته د جنت په څیر ښکاریدو ، کور یې ډیره ښکلې وه ، زما په پکې ډیر ساعت تیریدود ترور زامن مې هم ډیر ښه ول ، دواړه له ما نه مشران ول ، ماسره به یې د ښونځې په درسونو کې ډیرکوښښ کاوه .کله چې زه په لسم ټولګي کې شوم نو د ترور مشر زوې نوید د ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو .نوید به ماسره په درسونو کې ډیر زیار باسو ما هم ورسره په یو شمیر کارونو کې ډیره مرسته کوله ، زما او د نوید فکري عادتونه تقریبا یو ر نګ و، ډیر وخت به مو یوځاې تیرو ، کله چې به ما د هغه سترګو ته کتلې نو د هغه په سترګو کې به مینه ښکاریده
کله چې مې د دولسم ټولګې ازموینې پای ته ورسیدې نو کشرې ترور مې راپه سې خپله لور نسرین راوستوله او راته یې ترڅو ما له ځان سره خپل کور ته یوسي .ما مې د ترور لور ته وویلې چې لاړه شي د مشرې ترور لور نه مې اجازه واخلي ځکه ما ورته د مور په څیر درناوې لرو.نسرین لاړه د ترور نه مې یې راته اجازه واخیسته ، او ترور مې راته وویلې چې ډیر وخت به نه تیروې چې بیا مونږ درپسې خفه کیږو.زه لاړم چې جامې راواخلم او په بکسۍ کې یې کیدم، خو کله چې نوید زما د تګ نه خبر شو نو په غصه شو ، او راته وویل چې هیچرته به نه ځې ، ما ورته وویل د یو څو ورځو خبرو ده ، بیرته ژر راځم ، ویلې ، یوې ورځ ته هم مه ځه ، یوې شیبې ته هم چیرته مه ځه .په دې کې نسرین راغله او نوید سره په جنګ شوه ، چې ستا د ترور لور ده نو زمونږ هم ده ولې ورته د تګ اجازه نه ورکوې ، ستا په کې کار نه شته ما مې له ترور نه اجازه اخیستې . نوید بانه کوله چې که ښاپیرې لاړه شي نو زما کارونه به څوک کوي ، او نسرین ورته قناعت ورکو چې کور خو نور هم شته هغوې به یې درته کوي کنه .خو نوید کلک و چې ښاپیرې به نه ځې .... دوې خپلو کې جګړه کوله ، د لمونځ وخت و، زه لاړم جاې نماز مې راوخیست او په لمونځ ودریدم .او دوې خپلو کې لګیا وه ، ښاپیرې به ځې .... ښاپیرې به نه ځې !په دې کې نسرین نوید ته وویل چې یوه ورځ چې ښاپیرې د تل لپاره هلته لاړه شي ، بیا به څه کوې اوس یې یوه دوه ورځو ته نه پریدې ؟ترڅو چې مې لمونځ ختموو، نو مشرې ترور مې نوید ته قناعت ورکړې و، ما مې بکس راوخیست او د نسرین سره د هغوې کور ته روان شو .د کشرې ترور کره مې لا دریمه ورځ وه چې د مشرې ترور زنګ مې راغې ، په ټلیفون کې یې راته وویلې وجلې ته کله راځې ، د کله نه چې تللې یې نوید نه څه خوري نه څه څکي ، بس یو ځاې کې چیرته غلې ناست وي ، پوهنتون ته هم نه ځي .
ما چې دا خبره واوریده، نو نه پوهیږم څه راباندې وشو ، داسې فکر مې کاوه لکه څه چې رانه ورک شوي اوسي.ترور ته مې وویلې که تاسو ورته ووایې چې زه راشم نو ښه به وي کنه اوس به راته په غصه شي چې لا دوه ورځ د راتګ د نه کیږي او د تګ خبرې کوې .مشرې ترور مې روهید راپسې ولیږو ، روهید راغی چې ما له ځان سره بوځي نو کشرې ترور مې ډیره په غصه شوه ، او ویلې چې ولې دا زمونږ څه نه کیږي چې دومره ژر ورپسې راغلې ، کله بل کور ته واده شي بیا به څه کوې ؟روهید وویل هغه به بیا ګورو ، کیداشې هیڅکله زمونږ له کوره بل کور ته لاړه نه شي ... لنډه دا چې زه له روهید سره بیرته کور ته ستنه شوم .د کشرې ترور زوې حمید په امریکا کې سبق ویلو ته تللی و ، کله چې بیرته راستون شو ، نو کشرې خاله مې له خپلو ټولو بچو سره زمونږ کور ته راغله ، حمید له ډیر وخت وروسته زه ولیدلم ، چې څنګه یې راته وکتل ، همداسې هک پک پاتې شو . هر چیرته چې به تلم د ده سترګو به څارلم ، زه حیرانه وم ، یا الله چیرته لاړه شم ، څه وکړم .د حمید بې ځایه کتلو روهید او نوید هم شکمن کړل ، دواړه ډیر په غصه ول ، بیا به یې زه په زوره پخلنځي ته لیږلم ، خو هلته به هم ورنه نه خلاصیدم یو کنج کې به ولاړ و، او حیران حیران به یې کتلې .څو ورځې لا نوې تیرې چې کشرې ترور مې حمید ته په مرکه راغله ، ترور مې ورته وویلې چې زه په ښاپیرې زور زیاتې نه شم کولاې زه غواړم چې هغه خوشحاله ژوند ولري ، زه به له هغې پوښتنې کوم بیا به تاسو ته خپله خوښه وایم .کله چې ترور مې له مانه پوښتنه وکړه نو زه حیرانه پاتې وم چې څه و وایم ما ورته وویلې څه چې د الله رضا وي او ستاسو خوښه وي هماغه وکړې .ترور مې زما ښه ژوند غوښتنه هغه په دې خوشحاله وه چې کشرې ترور به مې په ما مهربانه وي ، او د پردیو نه به مې ښه ساتي ، ښه یې ورته وکړه ، هغوې هم ډیر خوشحاله شول ، په هماغه ورځ مې وکتل چې نوید په لمونځ کې سجدې ته پروت دی او په ژړغوني غږ یې ویلې ، یا الله هر کار کې چې ستا رضا وي هماغه وکړې ستا په رضا زه هم خوښ یم بس ښاپيرې خوشحاله ساته ، کله چې لمونځ خلاص کړ نو په سترګو کې یې اوښکې وې ، زما په لیدو یې سر ټیټ کړ او لاړ د هماغې شیبې نه وروسته زړه مې ډیر خفه وه په لامل یې نه پوهیدوم هیڅ څه راباندې ښه نه لګیدل. په سبا مې کشرې ترور له ټولو بچو او خپلوانو سره زمونږ کره د دستمال اخیسو ته راغلل ټولو خوشحالي کوله خو زه نه پوهیدم څه وکړم ، په دې کې نسرین له مانه وپوښتل ته خوشحاله یې ؟ما ورته وویل په څه کې چې دالله رضا وي زه ورباندې خوشحاله یم ، زما د دې خبرو په اوریدو سره روهید ماته ورخطا وکتل. د دې په کتو سره نسرین زما نه بیا پوښتنه وکړه .ستا څوک خوښ دی ؟(زما چې څوک خوښیږي هغه ډیر ښه دی او زه پوره باور لرم چې خداې به مې ورنه هیڅ کله نه جلا کوي ؟)روهید زما او د نوید د زړه په حال پوهیدو په وار وار یې له نوید نه غوښتي و ، چې مداخله وکړي خو د دې لپاره چې کوم جنجال جوړ نه شي نوید ورته رد ځواب ورکوو.نو بیا روهید خپله لاس په کار شو په هماغه شپه یې دنوید د چایو په پیاله کې د خوب ګولې واچولې کله چې نوید سترګې پټې شوې نو، روهید په زوره زوره چیغې کړې .نوید ځان وژنه وکړه ! ځان یې مړ یې کړو .... تاسو یې غږ وانه ورید اخر یې ځان مړ کړو ، ټول ورخطا شول د نوید په لور ورغلل مور یې ترور یې ټول په ژړا شول ، ژر یې ژر یې نوید روغتون ته ویوړو .ټول وارخطا او حیران ول
چې ولې نوید ځان وژنه وکړي ؟مشرې ترور مې له روهیده نه پوښتنه وکړه چې ولی ؟ ولې نوید داسې وکړي ؟ما ورته ټوله کیسه وکړه چې نویده ته ښاپیره ګرانه ده ؟ او د زړه پاکه مینه ورسره لري ؟ خو تاسو ته یې ونشو ویلې ، له دې لپاره چې کشرې ترور مې خفه نه شي .کشرې ترور مې په ژړا وویلې چې وۍ کاشکې یې راته ویلې وې ، ولې یې ونه ویلې ، ټولو ویلې کاشکې یې ویلې وې .د معایناتو وروسته کله چې نوید په هوښ راغی نو ټول د الله شکرونه پر ځاې کړل . بیا مې مشرې ترور کشرې ترور ته و و یلې چې مونږ خو د خپلو اولادونو خوښي غواړو ، بیا یې زما د کشرې خاله نه وغوښته چې خفه نه شي . بیا نو چې کله بیرته کور ستنه شو ....د نوید او زما خبره پښه شوه .