
8/11/1390
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پوهنې ښاغلی وزیر فاروق وردک او ورسره ملګری هیأت د هرات لرغونی ولایت ته د خپل دری ورځنی سفر په بهیر کې د ښوونځیو او مدرسو د پرانیستلو برسیره د یوی شاندار غونډی په ترڅ کی د استوګنی په زرونو نمری ځمکی ښوونکو ته وویشلی او د انجیل، ګذری، رباط سنګی، غوریانو او زنده جان په ولسوالیو کې یی د ښوونکو لپاره ښارګوتی پرانستل.
په هغه غونډه کي چې لدی امله جوړه شوی وه د هیواد د پوهنې جلالتمآب وزیر په ټول هیواد کې د پوهنې د یو با انډوله پوهنیز نظام دودی او پراختیا په باب د پوهنې وزارت د رهبری د ګټورو هڅو یاودنه وکړه.
ورپسی د هغه ولایت والی ښاغلی داؤد صبا د هر اړخیزه رپوټ په وړاندی کولو سره څرګنده کړه چې همدا اوس د هرات په ولایت کې ۷۰۴۸۰۰ زده کوونکی چې به سلو کې ۴۸ یی نجونی دی په ۸۳۴ ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې زدکړی کوی او د ۱۵۵۲۵ تنو ښوونکو له خوا یی د زده کړیو چاری پرمخ بیول کیږی.
د لیک لوست په برخه کی هم د هرات په ټول ولایت کې ۳۷۵ کورسونه فعال دی چې ټول ۱۴۱۶۶ تنه د لیک لوست زده کوونکو ته د ۱۷۹ تنه ښوونکو لخوا درس ورکول کیږی.
د غونډی په پای کې د ځینو ښوونځیو ممتازه زده کوونکو ته د پوهنې د ښاغلی وزیر لخوا ډالی ورکړل شوی او وستایل شول.
دغه راز دغه عالی رتبه هیات د هرات په ولایت کې د خپلی استوګنی په بهیر کې د ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د یو جامع جومات د بنسټ ایښودلو او د ۱۲۰۰۰ کسانو د کانکور د ازموینی بهیر چې د هغه ولایت د لیسو د فارغانو لخوا پوهنتونونو او عالی او مسلکی تحصیلاتو مرکزونو کې ته د شامیلدو لپاره پیل شوی، وکوت او د هرات ولایت پوهنې ریاست د مسوولانو او کارکوونکو شکایتونه او وړاندیزونه یی واوریدل او د ولایتی شورا له غړو او دینی عالمانو سره یی هم لیدنه او کتنه وکړه.
په درناوی
د نشراتو او اطلاعاتو ریاست