
لېکوال : حضرت خان منګل
پرافغانستان دامریکایی یرغل یوه لسیزه تېره شوه ، ددې لسیزې هر اړخ ته کتنه په دې لنډه لیکنه کې نشي کېدای ، دغه لیکنه پردې ټکي څرخي چې ولې افغانان دیوې نسبی سولې څخه برخمن نه شول؟ څنګه دولسواکۍ ویی دزور واکانو شتون سره یوځای شو او مریکا دخپلې ولسواکۍ مخینه دڅوتنو زورواکانو لپاره له منځه یوړه ؟ ایا اصلي ستونزه په رښتیا طالبان دي او که دافغانستان لپاره دیو ناسم سوله ایز جوړښت رامنځ ته کول؟څنګه افغانانو دتور اوسپین نوی هویت خپل کړ؟ آیا نوی بهیر رښتیا هم
پراخ بنسټه وو؟ څنګه کېدلای شی چې سوله رامنځ ته شي؟
دغه لیکنه په تیوري او پراکتيکه توګه دې مسلې ته ځانګړې شوې .
تیوریکه کتنه ،
افغانستان کې لېبرال سوله ایز جوړښت پلي شو .لېبرال سوله او لېبرال سیاسي جوړښت یوازې په سیاسي سیستم ، ټاکنو ، ګوندونو ، او دټاکنوپه بهیر اوداسې نورو باندې راڅرخي، په دې ډول سیاسي جوړښت کې چې پروسیجر ډیموکراسي او ټاکنیزه ډیموکراسي هم یادیږي ، پروسیجر ډیموکراسۍ یانې چې په هغه پروسیجر باندې ټینګار کوي چې هغه دټاکنو ، ګوندونو ، پارلمان اوداسې نورو بنسټونو په پروسیجر راڅرخي ، او ټاکنیزه بیا په دې مانا چې چې لېبرال ډیموکراسي کې دټاکنو په بهیر تمرکز کېږي یانې
داچې ټاکنې ترسره شي او چارواکي دټاکنو له لارې وټاکل شي نو دا ډیموکراسي بلل کېږي .
دې ډول سوله ایز جوړښت ته لودیځ ډوله او په ځانګړې توګه امریکایی ډیموکراسي هم ویل کېږي داچې امریکا څنګه غواړي چې دخپلو ګټو لپاره دډیموکراسۍ سره جوخت آزاد بازار هم په هېوادونو ور و تپي
ترڅو لوی ښکېلاګر هېوادونو لپاره دنړۍ بازار ازاد اود دوی ګټې په کې خوندي شي . دوهم داچې لودیځ او په ځانګړي توګه امریکا دلېبرالي ارزښتونو څخه دنوي امپریالیزم لپاره کار اخلي ، اوس په سیاسي ډګر کې هم یوه عامه خبره راپیدا شوې وایی ، کله چې امریکا ځینې هېوادونه ګواښوي نو ورته وایی چې ځان زموږ غوښتنو سره برابر کړه که نه نو ډیموکراسي به مو په هېواد کې پلي کړم . نو په دې توګه دډیموکراسۍ اصلي مفهوم اوس له غربي ارزښتونو سره ګډ شوی چې ناوړه پایلې یی په زیاتره هېوادونو کې لېدل کېږي.
دسړې جګړې پای ،په نړیواله کچه دنښتې مفهوم مخ په پرمختګ هېوادونو کې بدل کړ.دلویدیځ او ختیځ دقدرت سیالي له منځه ولاړه او دنړیوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه دملګروملتونو مداخلې رول غښتلی شو.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې دنړیوالودمداخلې په لړکې دلېبرال سولې جوړښت (liberal peace building ) ماډل پکې پلي شو.
په تیوریکه توګه لېبرال سوله ، اصلي انګېرنې ټولې لېکنې مداخېلو او اودهغوی پلي کولو لپاره لاره هواروي او په غټ لاس لومړۍ پړاو چې سوله او ټیکاو رامنځ ته کول (Peace Making (اودمخالفتونو له منځه وړل دي له پامه غورځوي .
د ۱۹۹۰لسیزه دهمدې ډول سوله ایز جوړښت او آزاد بازار او لېبرال ولسواکۍ دپرمختګ لسیزه وه .
نوم چومسکي او هوفمن له نظره دلېبرال سولې ایز جوړښت له یوې خوا یوازې په سیاسي او ټاکنیز سیستم باندې څرخي او دوهم داچې داسوله ایز جوړښت یوازې دلویدیځ ګټو دخوندي کولو لپاره په دریمه نړۍ باندې تپل کېږي.
مک ګنټي په دې ډول سوله ایز جوړښت کې دری ستونزې په ګوته کوي ، دسیمه ایز څښتنتوب نه شتون، دکورنۍ ګټوپرځای بهرنۍ ګټو انعکاس،اودبهرني ملاتړ له لاسه ورکول.
زیاتره سیمه ایز سیاسي ډلې ، نه یوازې دا چې دنړیوالودنفوذ او لاس وهنو څخه سر ټکوي ، بلکې دخپل حقونو او په قدرت کې دهغوی له بې برخی توب څخه هم ناراضه وي او داسیستم دخپل ځان په ګټه نه بولي، نړیوال لوبغاړو زیات پام په خصوصي سکتورونو باندې څرخي اوغواړي دغه کار دخپل نظر لاندې دنړیوالو بېلابېلو بنسټونو له لوري لکه ملګري ملتونه ، نړیوال بانک،... له خواه پلي کړي.
په علمي ډګر کې په خپله لېبرالستان هم په دې اند دي چې لېبرال سوله ایز جوړښت اوس په خپله د الې ګولې یا بحران په حالت کې دی ، دشخړو له منځه وړل دازاد بازار ، لېبرالي کېدلو اولودیځ ډوله ډیموکراسۍ اودهغه زوړ سیاسي سیستم چې ددې پروسې لپاره خنډ ګرځي دهغه دله منځه وړلو لپاره دیوې وسېلې په توګه په کارېږي ، هغه څه چې دبشر دحقونو دخودندي کولو لپاره ترسره کېږی په زیاتره مواردو کې یی بر عکس ثابته شوې او دزیاتو انساني تلفاتو لامل ګرځېدلې چې اوسنۍ ښې او تازه بېلګې یی افغانستان او عراق یادولای شوچې په دواړو هېوادونو کې دنړیوالو له لوري لېبرال سوله ایز جوړښت دمداخېلې په ترڅ کې رامنځ ته شو .
زیاتره نقد چې په دې ډول جوړښت باندې کېږي په ډاګه کوي چې دغه سیستم کې سیاسي مخور په ظاهره غواړي چې دنوی سیستم په جوړولو کې ډېر ښه رول ادا کړي خو په اصل کې دخپلو ګټولپاره سیستم فاسدوي ، چې بیا هم دې علمي انګېرنې لپاره ښه بېلګه افغانستان دی.
دبشري امنیت او ټیکاو په اړه په دې ډول سوله ایز جوړښت کې یوازې دلاس وهنکو په ګټوباندې ټینګار کېږي ، دهغوی امپریالستیک او ښکېلاګر وضعیت په ټولو باندې پلي کېږي او نه غواړي چې هغوی امنیت اوبشري حقونو ته په رېښتوني توګه درناوی وکړي، دوی غواړي دبشري حقونو په نوم دهغوی هر هغه څه چې دوی ورته په ډېر درنه سترګه ګوري هغه هم واخلي، ان داچې دوی ځېنې هغه ارزښتونه چې دبشر حقونو سره په ټکر کې نه وي واقع خو دلویديځ ارزښتونه په کې په پام کې نه وي نېول شوې دهغوی په وړاندې اودرېږي چې پایله یی په زیاتره هېوادونو کې دشخړو بیا رامنځ ته کېدلو او دخلکو نه رضایت په ګوته کوي .
لېبرال سوله ایز جوړښت زیاتره په دې ټینګار کوي چې دنښتوڅخه وروسته هېوادونه ښکېلاک شوي ماشومان دي باید تر کنټرول لاندې راوستل شي او لېبرالي ارزښتونه هلته باید دپوخوالی تربریده ورسېږي ، دوی فکر کوي چې لېبرالي ارزښتونه نړیوال ارزښتونه دي ، زیاته اړتیا دېته نه لېدل کېږي چې سیمه ایز کولتوري ارزښتونه په پام کې ونېول شي، بلکې په داسې حالتونو کې باید دوګړي حقونو ته پام وکړل شي ، چې زیاتره غیر لودیځو هېوادونو کې دغه نظر ډېر غلط ثابت شوی ځکه چې دلته اوس هم کولتوري مسایل ډېر ژور عمل کوي.
داچې له نښتو څخه وروسته هېوادونوکې څه باید ترسره شي زیاتره سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې یو بدیله لار باید غوره شي ، دا باید په دې مانا نه وي چې ګنې بشري ارزښتونه او ځېنې نور نړیوال منل شوي ارزښتونه له پامه وغورځول شی ، بلکې مطلب دا دی چې سیمه ایز ظرفیتونه ، دین ، کولتور اوداسې نور...باید په پام کې ونېول شي .
یانې څنګه ډیموکراسي او نور لېبرال ارزښتونه دشخړو دله منځه وړلو لپاره وکاروو، نه داچې څنګه موږ په اصطلاح لېبرال(امریکایی ) ارزښتونه پیاوړي کړو .
په پایله کې ویلای شو چې یوازې په پروسیجر سوله ایز جوړښت او لېبرال ډیموکراسي دنښتو څخه وروسته هېوادونو لپاره کافي نه ده بلکې په دا ډول هېوادونو کې چې افغانستان یو له هغو څخه دی زیاته پاملرنه باید بنسټیزه ډیموکراسي(Substantial Democracy ) ته وشي ، چې په دې ډول ډیموکراسۍ کې یوازې په ټاکنو ، پروسیجر، آزاد مارکېټ باندې ټینګار نه کېږي بلکې داډیموکراسي چې دډیموکراسۍ اصلي مفهوم رسوي دبې وزلي ورکول ، په سیخه توګه په هوډنیونه کې ګډون او په ډیر عدالت سره دواګ ویش ته پکې پام کېږي. دداسې سوله ایز جوړښت په لرلوسره موږکولای شو چې دنښتو څخه وروسته هېوادونه په پښو ودرو او سوله په کې رامنځ ته کړو .
او س چې په تیوریکه توګه یوڅه وویل شول ،په دویمه برخه کې غواړم چې دافغانستان په اړه دبن له لومړۍ ناستې څخه تر دوهمې ناستې پورې چې یوه لسیزه یی ونیوله شننه وکړم او هغو مواردو ته نغوته وکړم چې څنګه افغانان بیا دیو سوله ایز جوړښت څخه برخمن نه شول او لا تراوسه کړېږي او دټیکاو نه شتون یواځینۍ څیز دی چې زموږ خلک سخت ځوروي.
نوی سیاسي جوړښت ،
افغانستان لپاره دنوي ساسي جوړښت چې په اصل کې لېبرال سیاسي جوړښت و، ۲۰۰۱د ډسمبر په ۵ ورځ جرمني دبن په ښارکې دنړیوالې ټولنې او دافغانستان څلورو سیاسي مخورو ډلګیو(شمالي ټلواله چې له جمعیت اسلامي ګوند سره یی تړاو درلود ،دروم ډلګۍ چې له ظاهرشاه سره یی تړاو وو، دپېښور ډلګۍ چې له ګېلاني سره یی تړاودرولود اود سایپروس ډله دهماوین جریر سره اړوند وه) رامنځ ته شو .
یاده دوي چې دې ناسته کې یوازې دواګ ویش، لویی جرګې جوړیدل ، نوی اساسي قانون رامنځ ته کول، لنډمهالۍ حکومت او دراتلونکو ټاکنو لپاره لار هوارول او ټاکنیز حکومت جوړولوباندې خبرې وشولې .
نوی سیاسي سیستم چې دافغانستان لپاره په پام کې ونیول شو دډیموکراسۍ ترعنوان لاندې یو غیر ډیموکراټیک اقدام و، چې په بهر کې ورته په پام کې ونیول شو او افغانانو دهغه سیستم ته درسېدلو لپاره یوازې هغه اړین ګامونه پورته کړل، په ډیموکراسۍ کې باید دیو هېواد خلک په خپله دخپلو کړنو او بنسټونو لپاره هوډ ونیسی او فکر وکړي چې څه ډول ډیموکراسي او څه ډول سیاسي نظام ورته پکار دی.
دبېلګې په توګه کله چې انګریزان له هندوستان څخه ووتل ، هغوی خپلې ټولنې ته په کتوسره سیاسي سیستم جوړ کړ اوس په سیاسي علمي ډګر کې دهندوستان ډیموکراسۍ ته هندي ماډل ډیموکراسي وایی او سیکولاریزم ته هندی ماډل سیکولاریزم وایی او همداډول فډرالیزم هم دهندي ماډل فډرالیزم په نامه یادیږي او داسې نور تول ارزښتونه یی دخپلې ټولنې سره سم رامنځ ته کړل ، اوس د نړۍ ترټولو بریالی او ترټولو لوی ولسواک هېواد دی.
داچې ولې افغانستان کې سوله رامنځ ته نه شوله به تیوریکه توګه مخکې ورته اشاره وشوله اوس غواړم هغه جیوپالېټیکو لاملونو ته نغوته وکړم چې دسولې پروړاندې خنډ شول او افغانستان ته اوس هم د نښتو کې ښکېل هېواد بڼه ورکوي نه له نښتوڅخه وروسته هېواد ، هغه لاملونه په لاندې توګه دي:
په افغانستان کې دنړیوالو مداخېله دملګروملتونو له هغه مداخېلې څخه توپیر لري چې دسړې جګړې څخه وروسته یی په هغو هېوادونو کې ترسره کړه چې له نښتې څخه وروسته هېوادونه بلل کېږي.
کله چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې لنډمهالۍ حکومت رامنځ ته شو نو په هغه وخت کې موږافغانستان ته له نښتو څخه وروسته هېواد نشو ویلای ، په بن کې سوله ایز جوړښت رامنځ ته شو په داسې حال کې چې جګړه عملا روانه وه او ان تر ننه افغانستان دPost conflict یا دنښتو څخه وروسته هېواد نه بلل کېږي.
دوهم داچې دافغانستان لپاره دغه سولې جوړونې پروسه یو بشرپلوه پروسه نه بلکې دا یو نظامي پروسه وه . دامریکا اصلي موخه خپل اوږدمهال اهداف اودالقاعدې پروړاندې جګړه وه نه دافغان دولت جوړونه .
دریم داچې په افغانستان کې درباني ترمشرۍ لاندې یوه اداره وه چې مخکې له نړیوالو لوري په رسمیت هم پېژندل شوې وه ، نو دلته یوازې دواک لېږد رامنځ ته شو .
دبن په لومړۍ ناسته کې بله تشه دا وه چې دغه تړون وروستۍ تړون نه وو، بلکې دغه دسولې لپاره په یوه تړون باندې بحث کول وو، او دتړون عملي کول بل پړاو یی وروسته بیا راتلونکی دوه کلنو ته پرېښود چې دلویی جرګې ، اساسي قانون او لنډمهال ولسمشر دټاکلو په لړکې به پرې پرېکړه کېدله. چې دا دملګروملتونو له خواه افغان سیاسي ډلوته دولس دحقونو په هکله لکه بشري حقوق ، انتقالي عدالت او دقانون پلي کولو امتیاز ورکول وو.
شرن تیمور چې دافغانستان په اړه یی دبن په کنفرانس وروستۍ لېکنه کړې وایی چې دشمالي ټلوالې استازي دبن په کنفرانس کې دبشر حقونوپه اړه چپ پاتې ول او دهر هغه میکانیزم چې دبشر حقونو لپاره باید په پام کې نیول شوي وای مخالفت یی کاوه .
دبن په ناسته کې بله موضوع چې دسولې لپاره اړینه وه په پام کې ونه نیول شوه لکه دځینو ډلو ټپلو خلع سلاح اودهغوی زور واکي ته دپاي ټکي اېښودل ، دنوی پوځ جوړول اوداسې نور ...دایوازې نړیوالو ته دیو نظارت لپاره رسمي قدرت په لاس ورکول و.
دبن په سیاسي ډلو کې بیا هم شمالی ټلواله ددې کار په اړه زیاته لېواله نه وه ځکه هغوی نه غوښتل چې خپلې سلاح ګانې له لاسه ورکړي.
د بن په لومړۍ ناسته کې دسیمه ایزو زورواکانوپه اړه هم کوم دریځ غوره نه شو د هېواد ګوټ ګوټ د زورواکانو له خواه کنټرولېده .
دکرزي واکمني یوازې کابل پورې محدوده وه ، اسماعیل خان دڅلورو لودیځو ولایتونو والي وو، کندهار دګل آغا شیرزي تر کنټرول لاندې و، دوستم او عطا محمد نور شمالی ولایتونو کنټرول په لاس کې نیولی وو.
امریکایانو یوازې غوښتل چې خپلو موخو ته ځان ورسوي او دالقاعدې پروړاندې مبارزه کې له دغو زورواکانو څخه ګټه واخلي. دملګروملتونو له لورې دغه مداخېله لو نورو مداخېلو څخه زیات توپیر لري ځکه دغه مداخېله د افغانستان لپاره دیو سوله ایز جوړښت لپاره نه وه، بلکې دامریکایی ګټو خوندي کولو لپاره وه ، دحیرانتیا خبره خو لاداده چې څنګه امریکایانو خپل هغه ارزښتونو ته بل رنګ ورکړ چې تل دوی پرې ویاړي او دخپل هېواد دجیوپالېټیکي لرلید اساس یی جوړوي لکه دبشر حقونه ، وګړنیزه آزادي ، دژوند کولو آزادي ، دښځو حقونه اوددوی دومره زیاته تکیه پر هغه زورواکانوچې دغه ارزښتونه یی په افغانستان کې په سخت ډول ترپښو لاندې کړي.
دافغانستان لپاره دبن لومړۍ ناسته کې دسوله ایز جوړښت په اړه سم ګامونه پورته نه شول ، سیاسي پوهان وایی چې دا یوازې سیاسي جوړښت وو نه په پنیادي توګه دسولې لپاره سم اساس، دسولې په اړه هغه لارې چارې په نظر کې ونه نیول شوې چې په کاردي. دغه ناستې دبېلابېلو سیاسي ډلو څخه چې مخکې ترې یادونه وشوه هغه څلور ډلې وې چې ځینې یی په کورنیو جګړوکې په سلهاووافغانان وژلي ول او ځینو نورو یی بیا دتل لپاره افغانستان څخه پام ګرځولای وو.
په زیاتره مواردو کې کله چې دبېلابېلو سیاسی ډلو ترمنځ جوړښت رامنځ ته کېږي ډېر لنډ مهالۍ وي او بیا دستونزو رامنځ ته کېدلو لامل کېږي ، کچېرې دیو سمې سولې لپاره چې په هغه کې دیو هېواد هر اړخیزه ستونزې په پام کې ونه نیول شي چې په نظر کې نېولو سره یی دایمي سوله رامنځ ته کېدلای شي دواک په ویش هېڅ هم نشی کېدلای. دبېلګې په توګه دافغانستان په اړه یوازې دڅلورو یادشویو ډلو ترمنځ دواک په ویش باندې خبرې وشولې نه داچې داسې یوسیاسي سیتسم افغانستان ته په پام کې نیول شي چې دافغانستان دحالاتو سره سم وای، دبې وزلۍ ورکېدل، دکار زمینه ، ټولو سیاسي ډلو ته بښنه او په واک کې شرکت ، جګړه یوازې دالقاعدې او بهرنیانو ترهګرو پروړاندې روانه شوې وای اوداسې نور هغه څه چې سولې ته لار هوارولای شوای په پام کې ونه نیول شول .
دسوله ایز جوړښت لپاره دیو دولت ماهیت اود واک ویش هم ډېر مهم دی خو دبن په ناسته کې دغه ویش په دېره ناسمه توګه ترسره شو چې ناوړه پایلې یی تراوسه ترسترګو کېږي او دسولې بهیر یی تراوسه ټکنۍ کړی او هېواد مو دټیکاو دنشتون سره مخ شو . سیاسي پوهان په دې اند دي چې یوازې دسولې په اړه سیاسي توافق کافي نه دی بلکې داسې میکانیزم ته اړتیا وي چې وکولای شي دجنګ لاملونه ورکړي.دبن په کنفرانس کې دافغانستان هغه لږکیوته واک ورکړل شو چې ټول جنګی مجرمین او دبشرحقونو په سرغړونه تورن دي اوسره له دې چې مجرمین دي دافغانستان په لږکیو پورې اړوند دي هغوی ته د۳۰ څوکیو څخه ۱۷ څوکۍ یوازې دوی ته ورکړل شوې چې مهم پستونه یی دفاع وزارت ، دکورنیوچارووزارت ، دبهرنیو چارووزارت ، دملي امنیت عمومي ریاست، دپلان وزارت او دسوداګرۍ وزارت وو. یوازې ریاست جمهوري او دمالیی وزارت دروم ډلګۍ ته ورکړل شول.چې داپخپله دشمالي ټلوالې څخه دنړیوالو پوره ملاتړ او دافغانستان لپاره دناسم اساس اېښودل وو. نورو ډلګۍ او قومونه له واکه لرې وساتل شول چې وروسته د حرکتونو رامنځ ته کېدلو لامل شول او تر اوسه موږ دسولې له خواږه نعمت څخه برخمن نه شولو. زما په اند امریکا دغه کار ددې لپاره ترسره کړ چې بحران دوام وکړي ځکه دامریکا بهرنۍ پالیسي دسړې جګړې څخه وروسته دبحران زېږول او بیا هلته مداخله کول دي چې دهانټینکټن لېکنې دغه ادعا ثابتوي. دوی غوښتل چې په دې توګه به په افغانستان کې بحران او جګړې دوام وکړي او دوی به خپل پوځي آزموینې او زده کړې پکې کوي او نړیوالوته دا په ګوته کړي چې ګنې په افغانستان کې اوس ترهګري او نورې ستونزې دي او ددوی شتون نو ډېر اړین
دی.
که نه نو شمالي ټلواله خو دومره قوي ډلګۍ نه وه چې امریکا پرې حساب کړی وای اویایی وکړي ،په ځانګړي توګه داحمدشاه مسعود له وژنې وروسته خو موږپه دې ډلګې هېڅ باید حساب ونه کړو البته منظور مې له پوځي قدرت څخه دی نه کومه بله توره چې احمدشاه مسعود به کولای شوه اودوی نه . همدغه شمالي ټلواله سره دټول انسجام طالبان چې ډېرعادي خلک وو، په یوه کوچنۍ دایره کې را حصار کړي وه.
داچې امریکا پرې باور وکړ او دافغانستان دثبات لپاره یی پردوی تکیه وکړه اوس هغه څه چې دوی کرلي هغه ریبي.
ګاډسن (Goodson) له نظره دبن لومړۍ ناستې اصلي ستونزه یوازې دا نه وه چې پښتانه یی په واک کې ګډ نه کړل بلکې دپښتنو هغه دقدرت بحراني حالت یی نور هم بحراني کړ.
له دې امله ویلای شو چې دبن ناستې په افغانستان کې حالت نور هم دبحران په لور رهبري کړ او دقومونو او ډلو ترمنځ یی بې اعتمادي او ستونزې نورې هم پسې زیاتې کړې.
دبن دوهمه ناسته په یوه ټکي کې را نغاړلای شو چې دغه ناسته یوازې دهغه ورځې لمانځل و ، هغه ستونزې چې موږ ورسره مخ وو ،او یا هغه لار چې دلومړي بن په ترڅ کې افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وه دهغې دسمون لپاره په کې په بنسټیزه توګه کوم کار ترسره نه شو.
هغه موخې چې په سرکې نړیوالو ددغه امریکایی نوي ښکېلاک لپاره دبهانې په توګه یادولې نه یوازې چې لاسته رانغلې بلکې نورې هم ستونزمنې شوې .
طالبان لاغښتلي شول او دامریکایانو ناوړه کړنو طالبانو ته دهېواد څخه ددفاع داتلانو بڼه ورکړه .
مخدره توکي په هېواد کې نور هم زیات شول او افغانستان یی دنړۍ دمخدره توکو ترټولو لوی تولیدونکی هېواد جوړ کړ.
دښځو حقونو خبره خو لاتردې ورسېده که طالبانو دښځو حجاب دبشر پرضد بلل کېده خو نن امریکایانو پرې زندانونه ډک کړل او اوسنیو واکدرانو خو دجنسي تیري ریکاډ جوړ کړ چې زیاتره بېلګې یی په شمالي ولایتونو کې ګورو چیرې چې زورواکان واکمن دي.
دبشر دحقونو موضوع خو لا تردې ورسېدله چې هغه جنګي مجرمين او دبشر حقونو څخه سخت سرغړونکي نن دامریکایانو نږدې ملګري بلل کېږي او په کلکه توګه یی ملاتړ کوي .
په داسې یو حالت کې دیو ښه باثباته او سوله ایز هېواد تمه څنګه کېدلای شي!؟
دافغانستان دجوړېدلو لار بنسټیزه ډیموکراسي او کلک اسلامي نظام چې دبې وزلۍ ورکول ، ټولې سیاسي ډلې او عام وګړي په یوه سترګه وکتل شي او یو نوی هېله اونوی بهیر رامنځ ته شي، او پدې نوی بهیر کې داسې نه چې دشمالي ټلوالې په څېر نوی سیاسي جوړښت رامنځ ته شي بلکې داوسني اساسي قانون په چوکاټ کې زیاته پاملرنه باید بنسټیزو کړنو او بنسټیزه ولسواکي باندې وي نه په اصطلاح لېبرل یا امریکایی ډیموکراسۍ باندې.
دافغانستان لپاره بله ترټولو غوره لار دډاکټر صیب اشرف غني احمدزي دحل لاره ده چې هغه په دې اند دی چې دافغانستان لپاره په ډېره زیاته کچه پانګونه کولای شي چې دغه هېواد له ټولو ستونزو راوباسي هغه په یوښه امنیتي سیستم باندې ټینګار کوي چې یوې ښې سالمې پانګونې ته لار هواره کړي ترڅو خلک وکولای شي کار پیدا کړي او بې وزلي ورکه شي په دې توګه نه ګاونډیان کولای شي چې زموږ ځوانان وغولوي او نه بل څوک .
دسولې اوسنۍ بهیر خوهسې ټوکې اوټکالې دي چې هم زموږ دولت او هم یی امریکایان ترې یادونه کوي کله چې دلندن په کنفرانس کې دسولې په اړه خبرې وشولې هند له یو خوا مرور و چې زموږ نفوذ کمېږي او بل لور هیلري کلنټن په خپله راډیوي وینا کې ملت ته وویل چې موږ له داسې کسانوسره لکه ملا عمر، روغه جوړه نه کوو نو اوس قضاوت دنړۍ خلک وکړي چې دا څه ډول ډرامه ده .
دسولې اوسنی بهیر چې په قطر کې ترسره کېږي هېڅوک ترې خبر نه دي او په ګونګه توګه پرمخ ځي او امریکا یوه بله ډرامه پیل کړې .
په پایله کې ویلای شو ،موږ باید دهېواد لپاره په څبله لار غوره کړو په هغه لار ټول ښه پوهېږي چې څنګه لار ده نه داسې چې له یو ټوپک سالار څخه اتل جوړ کړې او بل بیا ترهګر او په تور لست کې راولې او بیا نړۍ ته زارۍ کوې چې څه ډول سوله درته راولي ، پاکستان یی درته راولي او که امریکا! . ایران خفه نشي او روسه مروره نشي !او دپاکستان او هند دزور انډول په افغانستان کې په پام کې ونیول شي! دغه ټول هسې ډرامه ده چې روانه ده .
کرزی صیب باید نور په ملت تکیه وکړي او نور باید له کورنیو زورواکانو و اونه یی له بهرني ملاتړ کوونکو وډارشي ، که چېرې ځان کمزوری احساسوي نو په ملت دغږ وکړي نو بیا دوګوري چې څوک یی په خواه کې اودرېږي او که نه .
بل دا چې دهرې پرېکړې لپاره باید زموږسیاسي پوهان او استازان څخه نظر واخېستل شي نه داچې کرزی صیب دسولې دبهیر لپاره له هغه زورواکانو مشوره اخلي اوبیا هغوی دخپلو پرېکړو په وړاندې کله چې دارګ له ماڼۍ را ووځي اودریږي . موږښه استازان او پوهان لرو لکه ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی ، استاد ودیر صافی ، پوهاند دانش او ان بهرني استازان چې هغو په رښتیا پوهېږي چې څنګه دغه هېوا جوړشي او څنګه سیاسي سیستم ورته رامنځ ته شي . نو داسې خو نشي کېدای چې دهر سیاسي بهیر لپاره هغه نالوستي او بې سواده زورواکان ارګ ته دولسمشر له خواه راټول شي او له هغوی نظر واخېستل شي اودهرکمېسېون اوبهیر غړي ټاکل کېږي . دبېلګې په توګه محقق دسولې دعالي کمېسیون غړی هم دی او دطالبانوسره دسولې دبهیر کلک مخالف هم .
دیوبا ثباته او آباد او سرلوړي افغانستان په هېله
حضرت خان منګل ، کابل ۱۶ناحیه
دډسمبر ۱۶د۲۰۱۱ زېږیز کال