
۷۸۶
ښاغلی تواب غورځنګ
په وروستيو نهوكالونو كې ، دسولې يوه ټوليزبهيرته دافغانستان راګرځول، ددنيا دمهمو سياسي سټېجونو او ټربيونونو تودې خبرې دي.
له هغه ځايه چې پدې برخه كې د نيت او ارادې دناروښانتيا خبره ده، ښايي اوس هم دافغانستان پدې حال كې دنړيوالو لخوا داختياري لامل په توګه يادشي، ځينې وختونه زمامداران اونظامونه ديوشمېر مجهولو دلايلوله مخې ډېرعادي موارد دومره پېچلي ښيي چې فكركيږي ، په همدې سويه حسابي مشكلات دي، خوحقيقت ددې برعكس وي.
دافغانستان سوله، ديوه غېرې نارمل هېواد په توګه بايد كافي چلنجونه ولري، خوپه سياسي معضلو كې دهرډول شونيتاوو په اټكل، له بده مرغه ددې پروسې عمومي ماهيت لا دنړۍ دسياسي سليقه بازانو له څكې ندى تېرشوى، تاسو به اوريدلي وي چې همدا پرون دامريكې په پنټاګون دسمندري قول اردو قوماندان جمېزكانوې دسپينې ماڼۍ داوله درجه خلكو دا پرېكړه چې ، په ۲۰۱۱ كال كې به له افغانستان دسرتېرو ايستل پيلوي سمه ونه بلله، دده په وينا ددې تګلارې له اعلام وروسته په افغانستان كې دنظام غليمان زړور شوي او هره شېبه ددوى دوتلو لارڅاري، په همدې اساس يې دافغانستان په سويلي سيمو كې تر ۲۰۱۴ كال پورې دخپلولښكرو دپاتې كيدو احتمال رد نكړ.
ددې جنرال خبرې كه پرجنګي پاليسيو دامريكا دحكومت دپوځيانو او سياستوالو ترمنځ ستراتيژيكي يا سليقوي شخړې وي او يا دافغانستان دجګړې شكل همدومره ځانګړى وي چې آن ، دامريكا ريكارډ شوي سياسي اوپوځي يوالي ته هم زيان رسولى شي ، اغېزيې پرموږ همدومره بس دى ،چې هره ورځ بې هدفه وينې بهيږي او دپرديو حماسو لپاره افغانان لكه پسونه قربانيږي.
لدې لنډې يادونې موخه په وروستيو شپو ورځو كې ، دامريكا اوناټو لخوا دافغانستان دثبات په اړه دهغو هره ورځ نوي كيدونكو تګلارو او برنامو كاغذي او لفظي ثابتول دي، چې خپل او نور ولسونه يې همېشه له امله په تيارو كې ساتلي او ترممكنه حده يې، دسټېج ددې ټولو ټرمينالوژيو هاخوا، خپلو بدفرجامو هدفونو ته درسيدو كوښښ كړيدى.
هغسې چې دنړۍ مېډيا دخلكو ذهنيتونه جوړكړيدي ، دافغانستان دسولې په مخ كې پراته لاملونه دومره بغرنج ندي، چې له يوې مخې داپروسه ناممكنه كړي، دغه هېواد ددنيا ديوه مهم جيوپوليټيك موقعت او دخپل ځانګړي نيمه بومي وضيعت له كبله، له شك پرته دسولې پريوې بې خنډه خوا دسميدو لپاره ، خامخا دموانعوسره مواجه كيږي، خو دجهان، منطقې اوپخپله زموږ دتاريخ يوشمېرعملي هواري، مرسته كوي چې دافغانستان سوله لدې پېچلې منجامې رابهر كړي.
موږ پدې ليكنه كې هڅه كوو چې ،چې د افغانستان كې دسولې په پروسه كې ددخيلو عواملو ، ددې پروسې په وړاندې دپرتوخنډونو او دې ټولو ته دسيمې اونړۍ د تجربه شويو عملي حلونو په رڼا كې خپلې خبرې وغځوو.
دافغانستان په سوله كې حق په جانبې خواوې
۱: دكابل اداره ........ږيره زما واك يې دملا!
دبن ترفيصلو وروسته ددې بېچاره ګانو نارې سورې له اوله همدا وې ،چې موږ ديوه رهبري شوي جنګ سره ، نور داخته كيدو جوګه نه يو او كه نړۍ راسره ، طالبان دجوړې ديوه اړخ په توګه ومني، زموږ امنيت په لنډه موده كې تامينيداى شي، خو له بده بخته دنظام په دننه كې ديو شمېرمغرضو عناسرو شتون، ددې ساده افادې عملي كيدو ته موقع ورنكړه ، دپخوانۍ شمالي ټلوالې قوماندانانو ته داشونې نه وه، چې دقدرت دا اسماني ډالۍ (!) ، له هغه چاسره وېش كړي ، چې افغانستان يې دپنجشېر په دره كې پرې راتنګ كړى.
ددوى ددې كار ترشا دهند ، روسيې او ايران نامخامخ لاس ،هرڅه دامريكې په طبعه سم كړل، بيانو دكابل په اداره كې دهغه چا اواز كم ياهېڅ وانه اوريدل شو، چې دافغانانو ترمنځ خپلمنځي سوله يې ترامريكايي مهربانۍ ! وروسته يوه اسانه فرضيه بلله.
دستمي حلقو دې شعوري هڅې دكابل دنيم واكې ادارې آرمانونه هم واړول او كال يادوه وروسته خبره يوازې دمخالفينو پرځپلو راټوله شوه، ددې كارګته دا وه، چې په افغانستان كې ددوو يادرو پرځاى دناټو دټولو غړيو هېوادونو سرتيري ياپوځي ټيمونه ديوېشمتې پېړۍ دترټولو ستردښمن! دځپلو لپاره ځاى پرځاى او هرسرتېرى دافغانستان په جګړه دوسلوالې ونډې له امله په خپلو پروفايلونو او ريكارډونو كې يو يو پراګراف اضافه كړ.
خداى پوهېږي چې، كه په لومړيو كې دكابل دادارې په خوله ، دافغانانو خپلمنځي روغه شوې وه، اوس به حال څنګه واى؟ خوظاهرً بايد دجنګ سلسله ارامه شوې نه واى، دليل يې دادى چې پداسې مواردو كې جګړه كونكي قوتونه، هرشرته دخپل خېرلپاره لبيك وايي او دافغانستان سولې كولاى شول چې شول، چې په افغانستان كې دسولې ترراتګ پورې په افغانستان كې دنړيوالوځواكونود موقوت شتون په اړه دامريكې ولس ته دبوش ژمنه ورياده كړي اوكه له هغه ورسته يې نه باسي ښايي جمهوريت غوښتونكي په ټاكنو كې له نا اټكل شويو چلنجونو سره مخ شي او ترټولو مهمه دا چې دوى خو نو په افغانستان كې هركال ترسلوملياردو ډېره پوځي بوديجه ددې لپاره نه مصرفوي ،چې ستا كور دې كرار كړي اوپخپله دې هېڅ ترلاسه نكړي.
نيت به څه و؟ خوپه افغانستان كې دسولې لپاره دكابل دادارې غوغا وانه اوريدل شوه، دځينوحوالو له مخې په لومړيو كې دامريكې له ستراتيژي جوړونكو سره فكرداو ، چې دافغانستان جګړه په نهه څلوېښتو ورځو كې ګټل كېدونكې ده، خوښايي دې ته يې نه وي پام، چې ددې ناليدلي وطن هوا يوڅه بل ډول ده.
په هرحال دافغانستان دولت ددې پروسې ، اصلي طرف دى، هغه په تېرو څوكالونو كې دامن دسيمه ايزې جرګې او دسولې دمشورتي جرګې كوربه توب لدې امله وكړ، چې وښيي نور دموازي جنګ توانايي نه لري او كه نړۍ يې حيثيت ساتل غواړي، پكار ده چې له وسلوالو مخالفينوسره يې دخبرو دبهيرملاتړ وكړي.
سمدستي دافغان دولت په جوړښت كې هم هغه څېرې نشته چې داپروسه يې ننګولاى شوه، دكورنيو چارو او امنيت وزيران هم دموثقو رپورټونو له مخې ددې لپاره ګوښه شول ، چې دسولې دپروسې په اړه يې ځينې مخه نيونكي ملاحظات لرل، داچې ولې ددولت تصميم نيونكو ارګانونو خپل دوه مهم وزيران ددې پروسې په اهميت باوري نكړاى شول ياداچې ايا يوازې دهمدې دليل له
مخې دامنيتي سكتور په برخه كې دومره لوى بدلون توجيح كيداشي اوكنه جلابحث دى، خوپه سياسي تعاملاتو كې همېشه څېرې او رولونه يوشان نه وي.
لدې هاخوا، افغان دولت په ټول هېواد كې دامنيتي ستونزو سره مخ دى، دافغان پوځ دروزنې لپاره دناټو يوه قوماندان اردو دسرتېرو دتېښتې كچه په سلو كې شل او له پوليسو په سلو كې پنځلس ښوولې ده، عام خلك لدې امله چې پوليس په ګنو وسلوالو شوكو اويوشمېرنورناوړه كړنو كې لاس لري، لدې امله اوس ددولت پردغه ځواك هېڅ باور نه لري ، دپارلمان ټاكنوته ايله څواوونۍ پاتې دي او په عامه توګه دولتي واكمني دخپل نهه كلن تاريخ له ترټولو سختو شېبوسره مخ ده، نو بايد روغه جوړه ددوى ته لومړنى انتخاب وي اودهمدې كار دملي رواتوب لپاره دسولې مشورتي جرګې يوشمېر موارد هم مشخص كړل، چې پدې كارسره ددولت لاس نور هم خلاص شو.
دې ټولوته په كتوافغان دولت دسولې دپروسې دپيلولو لپاره ظاهرً چمتو اوښايي دمخالفينوسره ځينې هغه شرطونه هم ومني چې تردې مخكې يې نه منل.
۲: طالبان...... دپيريانو دښمني ګرانه وي !
دواكمنيو ترپرځيدو وروسته دجهان په سياسي تاريخ كې ترټولو ډېره تكرار شوې مشابه تجربه داده چې، پاتې شوني يې په يو ډول دروني سيكالوژيك كشمكش اخته كيږي، ددې رنځ پايله داوي چې ، دپرځول شويو حاكميتونو پاتې كسان، خپل بايلات ديوه داسې غچ په بيه مني، چې ممكن دټولنې هر اړخ زيانمن كړي اودتاريخ ديوې مهمې دورې داخلك شايد وروسته يوازې ترنقابونو دننه له خلكوسره مخ شي.
له بده مرغه په افغانستان كې دطالبانو دواكمنۍ ترپرځيدو وروسته لدوى سره هم همداسې وشول.
كه ښه وه يا بده، خوتريوې تاريخ سازې دورې وروسته طالبان او دهغوى ملاتړي اوس هغه خلك ندي چې، له امله يې دافغانستان په هره څنډه اوګوښه كې امنيت خوندي وو، ممكن ځينې خلك هغه حالت ته دهديرې چوپتياووايي، خوزه فكر كوم همدا اوس زموږ ډېرى خلك دامن دهغوشيبو ارمان مړه كړل.
ديوه بايللي اړخ په توګه به اووه ، اته كاله مخكې طالبانو ته نه وي شوني، چې دايډيولوژۍ په يوسلو اتيا درجو توپير، دامريكايانو ترنظارت لاندې ديوه كم واكي دولت سره روغه وكړي.
خو هوښيار ملتونه لدې هرڅه سره هم ملي ګټوته ګوري، كه هغه وخت دشمال ستمي حلقو دروغې لپاره دكرزي د ادارې ديوشمېر پوهو كسانو غوغا نه واى چپ كړې، يوې نتيجې ته رسيدل خامخا ممكن وو.
په هرحال طالبان تراووه كاله مخكې ويشلي اوپاشلي حالت اوس په ښه اوټاكونكي موقف كې دي، ددوى لدې حال سره ښايي پخپله دنړيوالو ځواكونو يوشمېرشعوري تېروتنو او دافغان دولت يوشمېر رهبري شويو بې نظميو هم مرسته كړې وي.
اوس طالبان افغان دولت ته ديوه سرخوږي جوړونكي قوت په توګه ددنياوالو ذهنيت هم منلې دي، شايد اوس دامريكې ددفاع يوپخوانى وزيرډونالد رمسفلډ هم پخپله هغه خبره پېښمان وي ، چې اته كاله مخكې يې ويلي وو:( دسمڅو او درو په منځ كې ددې
راكټي ليوانو دنابودۍ لپاره يوازې يوكال نور وخت راكړئ.......۱)
لدې يادونو هدف دادى چې ،وخت هغسې چې په هرڅه كې ټاكونكى دى ،دطالبانو په معضله كې هم رول ادا كړ او ديوې پرځول شوې واكمنۍ خواره واره داعيان، چې نابودي يې حتمي ګڼل كيده اوس دافغانستان په سياسي سټېج له سره مهم دي.1
دطالبانو په نوم يوشمېرهغو كارونو ،چې دافغانانو له سيكالوژۍ سره جوړندي دولس په منځ كې ددوى په اړه قاطع خبره سره ويشلې، ياداچې خلك په مخكنۍ ترېوه اسلامي بڼه ددوى دبيا راتګ په اړه يو ډول فكر نه كوي، خو په اوسني دولتي جوړښت كې ددوى ګډون هرچاته دمنلودى. خپله طالبان داسې ګډون ته مضطرب دي اوپه څرګنده خو ان دسولې دمشورتي جرګې پرېكړه ليك هم دامريكايانو په خوښه ليكل شوې نسخه بولي، خوپه دننه كې دوى هم زياتې ستونزې لري، ديوې موثقې مرجع دمعلوماتو له مخې دپاكستان دخفيه ادارو پرلپسې غوښتنو طالبان ترتورې مرۍ رسولي دي، پاكستان هره شيبه ددوى دهر مهم سړي پر سر نړيواله سودا كولاى شي او دا دملابردر اخوند ترشرمونكې سپارنې وروسته پوره روښانه شوه .
پاكستان له افغان طالبانو سره يوازې دګټې په بيه ملګرتيا كوي، پاكستان نه غواړي چې دطالبانو دداسې كوربه توب له امله چې دناټو له اوږدو تګلارو سره سم نه وي، دنړيوالې ټولنې له نېوكوسره مخ شي، خو داغواړي چې دافغان ادارې ديو شمېر نه ايليدونكو مقاماتو درام كولو او د نړۍ له يوشمېر كمپينو ددې خبرې دهېرولو لپاره چې پنځوس مليارده يې پور وړى دى ، طالبان لكه مهرې وكاروي.
ځينې خلك فكر كوي و چې طالبان له يوې مخې دپاكستان په خوښه عمل كوي، خو داسې نده، تاسو وګورئ ددوى دواكمنۍ پرمهال هم لاځينې ګنګوسې داوې چې دملا رباني مرموزه وژنه ديوې پلان شوې استخباراتي پروسې نتيجه وه، دملا رباني په اړه ويل كيږي چې دنجيب دوژنې په ګډون دپاكستان له ډېرو كړنو سره جوړ نه و.
په هر صورت منطقي خبره داده ، چې طالبان بايد دوخت او شرايطو له بدلونوسره هوښيار شوي وي او كه حوصله يې لكه دغره هم لوى وي ، ددومره غوښتنو او پوښتنو وروسته ديوه تحريك په توګه پدې اړ وځي چې له ځانه رهبرۍ او ارادې وړتيا وښيي.
طالبان اوس له خپل پخواني تريو اسلامي حالت راوتلي او دسياسي قدرت په يوه عادلانه ويش كې ګډون ته لېوال دي طالبان پدې هم پوهيږي چې دجنګ دوام ددوى په ګټه هم ندى اوكه پاكستان او دالقاعده نړيواله شبكه يې نن هم تحريم كړي، بې سيكه كيږي.
دې هرڅه ته په پام ښكاري چې دافغانستان دسولې دپروسې دواړه طرفونه كه خوښه يې نه وي هم ،مصالحې ته حمتو او اړدي، خو دلته دسيمې او دنيا ديوشمېر بلانسي نزاكتونو خبره ده ، چې كيداى شي دناتو ، روسيې ، ايران، هند او پاكستان په بنه كې ځان وښيي، لږپدې اړه هم غږيږو.
۳: ګاونديان .......
جانانه مرې كه پاتې كېږې – دامې عادت دى نرۍ سترګې تور ومه
1 : له سي اېن اېن سره درمسفېلډ ،ځانګړې مركه.
تر تېرو دريو كالونو پورې ناتو ته دا دمنلو نه وه، چې دافغانستان په مسئله كې دسيمې هيوادونو ته سهم وركړي، دوى فكر كاوه چې كه دي نو دوى دي ، دانور دچا زامن دي!
خو وروستيو شرايطو دناتو ستراتيژي جوړونكي هم پدې باوري كړل ، كه فرضاً هم افغانستان ددوى هرڅومره خپل شي، له سيمې بېل ندى او څو ورځې مخكې دروسيې جمهور ئيس ديمتري مېدوېدوف داخبره په څه كنايي انداز دتور سمندرګي په سرمشريزه كې ياده هم كړه.
دافغانستان په ګاونديانو كې دسولې له پروسې سره تر ټولو ډېر تړاو پاكستان لري، پاكستان له افغانستان سره دارضي ستونزې سربېره پدې هېواد كې دهند له مخ په زياتيدونكي نفوذ هم اندېښنه لري.
پاكستان غواړي چې افغان دولت دې ، د ډيورنډ كرښه ،چې تراوسه پدې هېواد كې دبې انصافۍ ديوې نمونې په توګه ياديږي په رسميت وپېژني.
افغان دولت هم په دننه كې دې پايلې ته رسيدلى ، چې د ډيورنډ داعيې په تاريخي لحاظ افغانستان ته ګته نده كړې او پخپله نننۍ وړتيا ان په نړيوالو سټېجونو كې دا خبره را ولاړولاى هم نه شي، دافغانستان په داخل كې له پښتنوپرته نور قومونه چې اوس په پوځ او دولت كې هم مهمه برخه لري لدې داعيې سره چندان علاقه نه لري.
هغه پښتانه چې د ډيورنډ كرښې له افغانستان بېل كړي او اوس دپاكستان په څلور ايالتونو كې دخيبرپښتونخوا په نوم جلا ايالت لري ، هم له افغانستان سره بېرته ګډيدل نه غواړي، دهغوى دژوند شرايط دافغانستان له پښتنو خورا بيل او تريوه حده مدني دي.
افغان دولت ځكه په وازكومي د ډيورنډ پرسر خبره نشي كولاى چې ، زياتره پښتانه اوس هم له دولتي واكمنۍ بنا په قومي او قبيلوي دلايلو ملاتړ كوي ، خودپښتون كرزي په مشرۍ افغان دولت دپښتنو اساسي ستونزو ته نه يوازې داچې پاملرنه ونه كړه بلكې ، په تېرو كالونو كې په ګڼو مواردو كې دپښتنومشكلات زيات هم شول.
نو كه دكرزي اداره د ډيورنډ دمسئلې په باره كې بې احتياطه خبرې وكړي ښايي ، دپښتنو مشروط ملاتړ له لاسه وركړي.
افغان دولت دهند دنقش مخه هم دپاكستان له خوښې سره سم نه شي نيولى، اول داچې هند تراوسه په څرګنده ،دافغانستان په چارو كې له ډيپلوماتيكو پولو هاخوا ندى ښكېل شوى، دوهم داچې دسيمي ديوه غوړيدونكي اقتصادي ځواك په توګه افغان دولت دخپلې بقا لپاره هم غواړي چې په دنورو په خوښه هندوستان له لاسه ورنكړي او دريم داچې، دافغانستان په حكومت كې دپخوانۍ شمالي ټلوالې غړي هېڅكله هم دپاكستان ددوستۍ په بدل كې له هند سره داړيكو خړپړتيا نه خوښوي .
كه څه هم تراوسه هندوستان ددې سپيناوى ندى كړى ، چې ايا ريښتيا هم دځينو ادعاوو له مخې دافغانستان په يوشمېر سيمو كې دبلوچ جنګياليو دروزلو كمپونه لري؟ خداى چې داخبره به څومره سمه وي، دځينو شفاهي معلوماتو له مخې دخوست ګردېز دلويې لارې قرار داد چې يوې هندي كمپنۍ كړى، كار يې له اتلسو مياشتو دريو كالونو ځكه ورسيدو، چې دهمدې لارې په اوږدو كې دپكتيا ولايت دشواك ولسوالۍ په يوشمېر درو كې بلوچ جنګيالي روزي.
همدا راز ولې په هغو ولايتونو كې قونسلګرۍ جوړوي چې هلته نه هندوستان ته ته دومره تګ راتګ لري ، چې دويزې ستونزې موجودې او نه اوله درجه ولايتونه دي؟
ترپاكستان وروسته ايران هم داندېښنې وړګاونډى دى، ددې هېواد حاكم اخوندان چې نه خويې تراوسه څوګ مړه كړل اونه يې په چا ځانونه مړه كړل، په افغانستان كې مذهبي او فرهنګي ليوالتياوې لري.
څه موده وروسته به په كابل كې دفارسي ژبوهېوادونو دوهمه سرمشريزه جوړه شي، په تېره هغه كې چې په پلازمېنه دوشنبه كې رابلل شوې وه، دكرزي په ګډون، دايران او تاجكستان ولسمشران هم شته وو، دهغې غونډې يوه مهمه فيصله داوه چې ددرې واړو هېوادونو لپاره به دفارسي ژبې نړيوال تلويوزيون جوړيږي.
په افغانستان كې پښتانه دې كارته په ښه سترګه نه ګوري، ددوى استدلال دادى چې اول خو افغانستان فارسي ژبى هېواد ندى، ځكه ددې هېواد شپيته په سلو كې خلك پښتانه دي ، بل ددې چينل جوړيدل به دپښتوژبې په نړيوال موقف چې لاهم دجهان په سياسي ډكشنريو كې دافغانستان دملي ژبې په توګه پېژندل شوې ناوړه تاثير وكړي.
ايران هڅه كوي ،چې په افغانستان كې دشيعه لږكيو له لارې دافغانستان په لوړو حكومتي پوړيو كې نفوذ زيات كړي او تريوه حده پدې كار بريالي شوي هم دي.
لدې سربېره دسلما دبند په اړه هم ملاحظات لري او دهلمند داوبو ويش هم منصفانه بولي، ددې ويش له امله دافغانستان دسلطنتي حكومت جنازه هم ، پخپله دسلطنتي خاندان يوه غړي واخيسته.
لدې سربېره په افغانستان كې دنړيوال ځواكونو شتون هم خپل ملي امنيت ته لوى ګواښ بولي او په ورستيو مياشتو كې دناتو لخوا دجنوب غرب لپاره دجلا قومانداۍ جوړولو خو دا اندېښنه څوچنده زياته كړه، لدې ټولو سره بايد دافغانستان دسولې په اړه ښه نظرونلري، خونه زه فكركوم سره ددې چې دواكمنۍ پروخت يې له طالبانو سره ښې اړيكې نه لرلې خو، هغه شواهد له مطبوعاتو پټ ندي وچې دطالبانو له وسلوالې مبارزې سره يې دايران پټه همكاري رسواكړه او له هرڅه سربېره هم ايران ديوه هوښيار اوباتدبيره ملك په توګه دافغانستان مصالحه سمدستي دځان په تاوان نه بولي ، دليل يې دادى چې كه فرضاً له طالبانو سره سوله وشوه او افغانستان با امنه شو، نوبيا په سيمه كې دنړيوالو لښكرو دپاتې كيدولپاره پلمه نه پيدا كيږي.
كه سازش ورسره ونشي، روسيه هم كولاى شي، چې دپخواني شوري اتحاد دځايناستي په توګه دافغانستان په مسئله كې ستونزې راولاړې كړي.
سمدستي روسيه له افغانستان دنشه ايزو توكو دقاچاق اودلته دنړيوالو ځواكونو دشتون په اړه زياتې پوښتنې لري، سره ددې چې دوروستۍ اندېښنې په اړه يې داوباما هغې تګلارې چې وايي، په ۲۰۱۱ كال كې به په افغانستان كې دلښكرو تدريجي كمول شروع كوي ، يوڅه ويره كمه كړه، خوديوه پخواني نړيوال بلاك په توګه اوس هم دځان توهين بولي ،چې دافغانستان له امله ناټو په ټوله مانا دومره ورلنډه شوې، چې له بالستيك پرته يې هم په نښه كولاى شي.
دا هېواد ، په پټه دشمال ټلوالې سره اوس هم انډيوالي كوي او له همدې امله خو له طالبانوسره دروغې په هېڅ مېكانېزم باور نه لري.
روسيه پخپلو مسلمان مېشتو جمهوريتونو كې اوس هم دطالبانو اودهغوى دنړيوالو ملګرو له تخريبونو په تنګ ده.
خو يومجبوريت هم لري او هغه دا دى، چې دوى غواړي دافغانستان له لارې پاكستان اوهند ته دغازو نل ليكه وغځوي او داكار يوازې په كرار په افغانستان كې شونى دى، كه طالبان په دولتي قدرت كې ګډ نه شي سوله نه راځي او ددوى يوه لويه اقتصادي پروژه ځنډيږي.
دروسيې صدر اعظم ولاديمير پوتين همېشه داقتصادي پرمختګ په اړه فكركوي او لدې پرته بل هرپرمختګ ناممكن بولي، نو دسولې له پروسې دزهرو ديوه ګوټ په څېر انكار نشي كولاى
ناټو.......كوټ ،كوټ مې دلته ، هګۍ مې هلته
كله كله خوسړى ، حيران شي ،چې موږ كم عقل يو كه دا هرې ورځې دستراتيژيو بدلونكي.
خداى چې اوباماته كله داڅرګنده شوه، چې په افغانستان كې دتل لپاره دلښكرو ساتل يونه ريښتيا كيدونكى خوب دى.
سياسي خلك همېشه دواقعتونو په منځ كې اوسيږي او له امكاناتوسره سم فكر كوي، دبوش دوخت ستراتيژستانو فكر كړى و، چې افغانستان يې دخپلو او پرديو په لاسو دومره تنګ كړى ، چې ښايي عسكريې په ګلونو بدرګه شي، خودې ته يې نه و، پام چې دا ډېرعجيب وګړي دي، دلته ددې وطن دجغرافيي جوړښت له امله همېشه استعماري قدرتونو سا راوړي او په ستړي حالت كې په ګونډوشويدي، ددې خلكودتحليل لپاره ددوى ماشينونه يا ډېرنوي او يا زاړه دي.
ريښتيا داده چې په لومړيو كې له ډېرو خلكوسره فكرهمدا و، چې كيداى په افغانستان كې نړيوال ځواكونه ډېر استقبال شي، خو داسې ونه شول، هوپه اولوشيبو كې افغانانو له دوى دومره بد نه راتلل ، خوكله چې پوه شول، دبوش هغه وينا چې ګنې افغانستان ته يې دنجات پريښتې ليږلې دي دروغ ده، نوددې مخه يې ونه نيول شوهو چې زړونه او ضميرونه يې بهرنۍ لښكرې ، نېواكګرې وبولي.
ناتو ژمنه كړې وه، په افغانستان كې به دطالبانو ترپرځولو وروسته ډېرپرمختيايي كارونه وكړي او كراري به نافذه كړي خوداسې ونه شول، اول دطالبانو په وركولو كې پاتې راغلل او دبې امنيتۍ مهم عامل يې ژوندى پرېښود، دوهم په هغه سويه چې توقع وه، نه يې پرمختيايي كارونه وكړل اونه يې په افغانستان كې ديوه بنسټيز اوپاك دولتي سيستم دجوړيدو لپاره زمينه مساعده كړه.
ويل كيږي چې امريكې دا هرڅه قصدً وكړل، كه طالبان يې ورك كړي واى په افغانستان كې ددوى دپاتې كيدو او دمنځنۍ اسيا دتورو طلاو ترلاسه كيدل به ناشوني شوي واى، كه دسم دولتي سيستم جوړيدو ته يې زمينه مساعده كړې واى ښايي لدوى سره يې په ګڼو كارونو كې حساب شوى واى.
موږ مخكې وويل چې په اولو وختونو كې دافغان دولت ديوشمېر چارواكو خولې له همدې امله بندې شوې چې دمصالحې په باره كې دامريكې دنظر خلاف خبرې كولې، خو زنده باد نړيوال اقتصادي بحران ...!
امريكې او دناتو نورو غړيوته له هغه وروسته دخپل وزن پته ولګيده چې دنړيوال اقتصادي بحران له يوې سپكې څپې سره مخ شول.
پدې كار كې به داوباما دادارې او دډيموكراتانو نظرياتي اختلاف هم دپام وړوي، خو په افغانستان كې ددوى په وړاندې مخ په زياتيدونكى مقاومت هم دناتو دغړيو هيوادونو په ولسونو كې ددې جنګ په اړه پوښتنې راولاړې كړې.
په هرحال اوس نړۍ په افغانستان كې له سولې او روغې پرته بل انتخاب نه لري، دبوش نظربه داو چې يوازې دجنګ او وسلې په زور به هرڅه دځان كړي، خو دډيموكرات ګوند مفكرين داسم كار نه بولي، ياداچې څه ناڅه زرنګي كوي.
دډيموكراتانو مفكرين پدې باور دي چې په افغانستان كې هرڅه په جنګ نه شي ترلاسه كيداى او دلته سړى هغه وخت موخې ته رسيږي چې لدې خلكوسره دبرخورد پرځاى سازش وكړي.
له همدې امله اوباما دافغانستان په اړه پخپله نوې ستراتيژۍ كې له افغانستان په ۲۰۱۱ يولسم كال كې دخپلو عسكرو تدريجي وتل حتمي وبلل.
لدې سربېره يې له طالبانو سره دافغان دولت دخبرو ملاتړ وكړ او په دې اړه يې ظاهرً دخپلواكو پرېكړو واك وركړ.
نوبايد ووايو چې اوس نړۍ دافغانستان دسولې په وړاندې خنډ نه ده، بلكې ددې پروسې سره دناتو اخلاقي ملاتړ طالبان هم په دننه كې خبرو اتروته هڅولي دي.
پايله
كه داټولې خبرې په څوپراګرافونو كې راټولې كړو، نوويلى شو، چې سوله ديوه ضرورت په توګه اوس افغان دولت او طالبانو دواړو ته مهمه ده.
افغان دولت له نا امنۍ او دولسي نارضايتۍ په تنګ دى او طالبان دخپلو ملاتړو له دوكو او دجنګ له ادامې.
په ګاونډيو هيوادونو كې پاكستان ته ددې پروسې دمنځاغړيتوب رول غواړي، افغانستان ته پدې كار كې تاوان نشته، ځكه هېڅ وخت هم پاكستان ديوه مشكل جوړونكي ګاونډي په توګه نشي هيريداى، ددې هېواد ترټولو لوى ملحوظ د ډيورنډ كرښه ده، افغان دولت دې نور پدې خبره ځان نه ستړى كوي، ځكه دپښتونخوا پښتنوته چې ننواته هم وكړې له تاسره نه يوځاى كيږي، ښه ده چې ددې خبرې دوروستۍ كولو لپاره لويه جرګه راوغواړي ، كه جرګه هرډول پرېكړه وكړي، افغان دولت به دپاكستان زړه سپين كړى وي.
پاكستان په افغانستان كې دهندوستان له نقش په تنګ دى، زه يقين لرم چې نه هندته او نه بل كوم هېواد افغانستان ترخپلو منافعو مهم دى، لدې امله دې افغان دولت ددوى سره داړيكوپه
اړه پريوه اخلاقي ميكانېزم روغه وكړي او داكار هېڅ ستونزه نه لري.
افغانستان دې دخپل اساسي قانون له مخې نړيوالو ځواكونو ته اجازه نه وركوي چې ددوى له خاورې كوم ګاونډى تهديد شي، پدې كارسره كيداى شي چې تريوه حده دروسيې او ايران ډاډ ترلاسه شي.
ناتو او امريكا كه پدې پوه شي ،چې افغانان په زور درام كولو ولا ندي، خوداحسان په ومه پړي هم بنديږي، زه يقين لرم چې دپوځي بوديجې لسمه برخه هم هركال دلته په پرمختيايي كارونو ولګوي او افغانان دبدلون احساس وكړي، زه باور لرم چې دوى به افغانان خپل نږدې همكاران ومومي.
كه ددوى هدف دمنځنۍ اسيا زيرمو ته رسيدل وي هم په جنګ داكار نشي كولاى، دوى دې اول داپل پوخ جوړ كړي وروسته كولاى شي ، چې لدې اوبو په ډاډ سره واوړي.
امريكا بايد پوه شي ، چې په جنګ به يې وبايلي خو ډېره سخته.
په ټوله نړۍ كې دثبات په ارزو
تواب غورځنګ
خوست
26/Aug/10