
په قدیمو زمانو کې فکر کیده، چې په عامو محضرونو کې سزاوې او مرګونه به، د نورو خلکو لپاره د پند باعث شي او پدې توګه به د ټولنیزو، مفاسدو ګراف ټیټ شي. د سزاوو او مرګونو لپاره په عامه توګه داسې ځایونه ټاکل کیدل، چې هلته به د ډېرو خلکو تګ اسان و. دلرغوني یونان په باره کې دیوه مسنتد فلم یوه برخه، د اعدام دیوې بدمرغې صحنې په اړه وه. تر اعدام دمخه د ښار حاکم راځي او دمجرم د جرم په اړه توضیحات ورکوي، هغه وايی، چې مجرم د ښار له مقدسو اصولو سر غړونه کړې، زموږ نه بدلیدونکو ارزښتونو ته یې سپکاوی کړی، نو ددې وړ دی پر دار وځړول شي. دمجرم با وقاره څېره هېڅ نه بدلیږي، لکه کوم مسترح ځای ته چې روان وي، جلادان یې سترګې په توره پټه ورتړي او د ښار دمقدسو ارزښتونو دا سر غړونکی دخپل ټول برم، سره مرګ ته هرکلی وایي. ټول خلک هک پک دي، هیڅوګ شور نه کوي، نارې نه وهي او د ښار حاکم ته ژوند- ژوند نه وایي، لکه د ټولو ارواوې چې ، د غرغره شوي، سرغړونکي، له اروا سره تللې وي.تر څه شیبې سکوت وروسته، دخلکو له منځه د ځلاندو سترګو اوطلایي ویښتو ځوان را وځي او د ښار حاکم ته مخاطب کیږي: ( ته اصلا څوګ نه شې وژلی، ته ددې وړ نه یې چې څوګ ووژنې، نن تا هیڅوګ نه دي وژلي، تا یوازې، یوه ساه اواره کړې، خو دا مهاجره اروا، زموږ د ټولو په لاشونو کې تقسیم شوې او هره را روانه شیبه دې، دمقدسو ارزښتونو زوال ګوره... لعنت دې وي، پر هغو خلکو ، چې فکر کوي، مرګونه کوي، پداسې حال کې چې هیڅوګ نه شي وژلی... اوس موږ ټول ستا پر وړاندې يو ...!). لدې قهرجن خطاب سره ، ټول محضر، د ځلاندو سترګو ځوان ته ژوند – ژوند وايي او د غرغره شوي، سرغړونکي، اروا د ښار دحاکم ، پدې ډارن کار پسې خاندي.لدې پېښې وروسته ، پر ښار یو ځل بیا ژوند راګرځي، خو اوس هیڅوګ د ژوند بیرته راتګ او د بدمرغه حاکمیت پای نه لمانځي، نه د ځلاندو سترګوځوان شته او نه هغه خلک.
زموږ په دنیا کې له ژوند او مرګ سره عجیبې متضادې لوبې کیږي، ژوند هېڅ وخت دومره نه لمانځل کیږي،لکه پر مرګ چې ویر کیږي. اعدامونه په عامو محضرونو کې کیږي، خو هیڅوګ هم نشته، چې دنوزاد ماشوم، په خوښۍ کې دومره خلک راټول کړي. دهولو کاسټ پېښه د دنیا د تاریخ برخه شوه، خو هیچا هم چین او هند د ډېر نفوس له امله ونه لمانځل. په هدیرو کې رنګا رنګ جنډې او شناختې ، خورا ډېرې دي، خو پر زیږنتونو تر رسمي لوحو پرته نور هېڅ نه وي. د چا پر مرګ ، مرګ درې- څلور ورځې رسمي ماتم کوو، خو دنویو ماشومانو زیږیدل، یوازې د نسل د ډېریدو لپاره ښه ګڼو. اصلي خبره داده، چې موږ ته ژوند یوازې رواجي شی ښکاري، هرشی چې رواج شي، محبوبیت یې کم شي او رواجي موارد خلک نه لمانځي. او دمرګ په اړه فکر کوو، چې دا دهرڅه پای دی، لدې وروسته ټول فرصتونه، ټول چانسونه او ټولې ګذشتې پایته رسیږي، پداسې حال کې، چې ژوند هېڅ وخت رواج نه دی، ژوند فوق العاده مورد دی، چې یواځې یو ځل د چا په برخه کیږي، دا مورد واقعا د لمانځلو وړ دی او مرګ هېڅ وخت ، د هرڅه پای نه دی، موږ یوازې یو وار ژوند کولای شو، که ښه ژوند وکړو، هېڅ مرګ به زموږ کیفیت ونه وژني او ارمانونه به مو د نورو په ارواوو کې حلول وکړي.
څو ورځې وړاندې، د خوست پوهنتون مخې ته، د ژوند په نوم څلی پرانېستل شو، د دریمې نړۍ په یوه هېواد کې، د ژوند د لمانځلو لپاره د منارونو جوړول بیخی نوی مشق دی.دا څلی د پوهنتون د حقوقو دپوهنځي دیوه فارغ داود افغان په نوښت او هلو ځلو جوړ شو. داود افغان تر دې مخکې، له اړو خلکو سره د مرستې لپاره د ځوان وینې بانک په نوم، یوبل خېریه بنسټ هم جوړ کړی، ویل کیږي چې دې بانک تر اوسه د افغانستان په یولسو ولایتونو کې، اړو خلکو ته یو ملیون سي سي وړیا وینه ورکړې. زما اټکل دا و، د افغانستان او دنیا رسنۍ به ددې څلي په اړه تفصیلي راپورنه جوړ کړي، خو یوازې په ځینو هغو یې، ډېره پیکه یادونه وکړه. هغې رسنۍ ته چې زه کار کوم د مرګ ژوبلو ارقام، مرکې او ان ډکومېنټرې ډېر ارزښت لري، خو د ژوند څلي په اړه یې لنډه سټوري کافي وبلله او شاید نورو رسنیو هم همداسې کړې وي. موږ دلته له ژوند سره هماغسې وکړل، لکه د لرغوني یونان،خلکو چې ، په ښار کې د بدمرغه حاکمیت تر پایته رسیدو ورسته وکړل. موږ دپنجوایي، کنړ او خوست د پېښو په اړه لسګونه راپورنه، مرثیې او دخواخوږې کیسې ولیکلې ، خو ددې څلي په اړه مو هېڅ ځانګړی راپور جوړ نه کړ. که کوم هوښیار لویدیځوال په افغانستان کې د ژوند څلی په ماهیت پوه شي، شاید جوړونکی یې دلویو جایزو مستحق وګڼي. خو موږ داود افغان سیاستوال بولو او فکر کوو، چې پدې هرڅه غواړي ځان لوړو پوړیو ته ورسوي، ډېر عجیب منطق دی، په کامیابو ټولنو کې د رهبرۍ اساس خدمت دی ، د ترکیې او مالیزیا مشران، په خدمت مشران شویدي. که په افغانستان کې څوګ د بانډ، د پټ زندان ، د غلا او دجاسوسۍ پر ځای، غواړي د خدمت له لارې رهبرۍ ته ورسیږي، ولې یې دا کار د شریفانه سیاست اساس ونه بولو؟ هو دا سمه ده، چې د مرګونو په وطن کې د ژوند د لمانځلو مشق ډېر نوی دی، خو موږ د ځوان داود افغان ددې مقدسې لارې ملګري یو، موږ غواړو، ژوند ولمانځو، موږ غواړو دنیا ته وښیو چې دلته یوازې ډله ایز قبرونه نه دی، دلته د ژوند لپاره منارونه هم شته. موږ غواړو دنیا ته وښیو. چې موږ هم د پاللو لپاره ارزښتونه لرو، موږ هم دناز مایې لرو او موږ ته هم ژوند دیوه نادر مورد په توګه خورا مهم دی. زه د هغې ورځې په هیله یم، چې په افغانستان کې ژوند د تیارسۍ له حالت راوځي او د لمانځلو لپاره پکې فرصتونه ډېر شي.
تواب غورځنګ
خوست
2012.15.April