
په افغانستان کې، ښارونه په عمومي توګه د څلوېښت کاله مخکې ټولنيز ظرف لپاره جوړ دي ، خو خوست له اوله د ولسوالۍ د سويې ښارګوټى و. سره ددې چې دخليج پيسو دخلکو او ښار ظاهر بدل کړ، مګر ښاري کيدل بېله مسئله ده او څوګ يوازې په پيسو نه مدني کيږي. جرمني له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د ځمکې تر ټولو ويجاړ وطن و، خو دخلکو مدني کيفيت يې ، په خپل حال و، له همدې سببه يې ځان ژر احيا کړ. زموږ بدمرغي داده، چې نه مخکې مدني وو او نه اوس دمدني کيدو خوا ته روان يو، په نورې دنيا کې ښارونه د عرفان او تهذيب مرکزونه وي، زموږ په وطن کې ،له تهذيب او اقدارو سره د ټکر ټولې پېښې په ښارونو کې وي.
په هر حال، زه د دنګو ودانيو او تنګو سړکونو ، په ښار کې د صرافيو لاين ته روان يم ، هلته ملګرى راته منتظر دى. موږ له څه وخته، دې سړي ته دمناسبې دندې لټه کوو،لا کامياب شوي نه يو، شايد دنن بحث بيا په همدې باره کې وي.يوه دوست مې ويل، چې ښه ده په افغانستان کې ، ډېر کادرونه نشته، که واى، خداى هغه وخت به د دندې موندل ، څومره ستونزمن واى؟ ده به ممکن دا فکر نه وي کړى، چې هغه وخت به ګمارونکي او ګمارل کيدونکي دواړه کادرونه واى، بيا دهېڅ شي اندېښنه نه شي کيداى.
پرون دلته له ډېر وخت وروسته واوره وريدلې وه، په خوست کې يوازې يو – بل ژمى پر غرونو واروره کيږي، پرسمه د واورې وريدل ، عام نه دي، زموږ يوه کليوال سپين ږيري ، ويل چې راتلونکى کال ، بختور کال دى، د خداى د مهربانيو په اړه خوشبيني سم کار دى، خو د خداى له پېرزوينو ، منظمه ګټه اخيستل سيستم ته اړتيا لري، چې موږ يې نه لرو. زموږ پرغرونو واورې او بارانونه له موږ د سيلاوونو او توپانونو په توګه تېرېږي او کله ، کله دکوم بدمرغه بزګر کروندې هم روسره يوسي.
دموټرو ښه ګڼه ګوڼه ده، لکه چرګان ، چې راخوشي شي، هرې خواته بې سره روان دي. ايسته شه، مړشه ، ورکه شه، خپله لار ونيسه او ... د چلونکو عادي ټرمينالوژي ده، نن دا خبرې ډېرې اوريدل کيږي. د مسواکونو او تسبو له يوې لاسي کراچۍ سره سپين سرې ښځه او ماشوم هلک ولاړي دي، ښځه تسبې ګوري، پلورونکى يې ورته ډولونه ښيي، تېز رفتاره ټوډي ډوله موټر يې له څنګه تېريږي ، ښځې ماشوم او پلورونکي ته خټې ورشيندي، د ښځې د تور ټيکري پيڅې په خټو لړل کيږي، ټول شاوخوا خلک موټر چلونکي ته بد رد وايي، خو موټر اوس له دې ځاى سره سلګونه متره فاصله لري. زما يو ملګرى داسې خلکو ته، چې اوس شتمن شوي، د ناين اېلېون (٩-١١)، خانان وايي، دهغه په فکر له داسې خلکو ځان ساتل په کار دي. شکر چې اخلاق په پيسو نه اخيستل کيږي، کنه دې خلکو به له يوې مخې د بې وزلانو کار کړى و. په وروستۍ يوه لسيزه کې، د افغانانو ژوند ، له پراخو طبقاتي توپيرونو سره روان دى او زه له هغې ورځې وېره لرم، چې بې وزلان به ، دمحروميت احساس، اجتماعي ناکردو ته وهڅوي کړي... .
د صرافيو لاين ته ورسيدم، ملګري ته مې تليفون وکړو، غواړم پوښتنه وکړم چې چېرته دى؟ د يوه دکان پته راکوي ، هلته له ورتلو سره حېران شوم...! زما ملګري(دنوم ديادولو اجازه يې رانکړه)، ځان له بې کارۍ خلاص کړى او ديوې صرافۍ مخې ته يې د کريډېټ کارتونو صندوق ايښى . هڅه د کاميابۍ اساس دى، زموږ ډېر دوستان له دې امله چې ګويا شاعران يا ليکوال دي، په کاروبار شرميږي. چا کيسه کوله، چې يو خبريال ، اوس په ښار کې ډوډۍ هم نه خوري، فکر کوي، خلک به يې ووينې او حيثيت به يې ټيټ شي. په پښتنو کې د کوچنيو تجارتونو په اړه دکرکې او بدبينۍ ډېر روايتونه شته، نيمه پېړۍ مخکې متر او کيلو دهندو دسويۍ شيان وو، په خوست کې ټول دکانونه او تجارت دهندوانو و، له همدې امله دهندوانو زړه کلا، پخه ده او دخوست نورو ، نورو خلکو هغه وخت له څارويو سره په يوه کوټه کې ژوند کاوه. موږ تر هرڅه ډېر بې ځايه افتخارونو وژلي يو، موږ ځان نه دى پېژندلى، موږ دنړۍ تر ټولو خوار خلک يو، موږ دتوليد هېڅ ظرف نه لرو، موږ پر نړۍ بار يو، که دنيا مو تحريم کړي، يوه مياشت ژوند هم نه شو کولاى.
تر، چې پښتانه تجارت ونکړي، هېڅ وخت به متمدن نه شي، که زموږ هوښيار خلک په کوچني کاروبار وشرميږي، هوښياري يې په شک کې ده. زموږ لپاره بايد ګاونډي قومونه ښه مثالونه وي، موږ ولې ټولې اړتياوې له دوى پوره کوو؟ که همدا حالت ولرو ، پر افغانستان به درهبرۍ وړتيا له لاسه ورکړو ، بيا به د دوى د ورونو ګدايان وو. د دنيا متمدن قومونه له اوله داسې نه وو، د دوى پلرونو او نېکونو د دوى دنېکمرغۍ لپاره د تلاش او تعهد اساسونه رامنځته کړيدي، موږ ته خو پخوانيو هېڅ نه دى کړى، که خپله هم پر مدني کيدو باور ونلرو، ليرې ده چې په خپلو پښو د دريدو چانس ومومو.
تواب غورځنګ
2012-01-17