
پر شاوخوا دېوالونو لويې لويې هندارې، سړى دمخ ګونځو او دعمر تېريدو ته متوجه کوي، دې هندارو به سلګونه مخونه ليدلي وي، خريلې او ببرې ږيرې، خونکارې او معصومې سترګې تور او سپين ويښتان او...! زموږ او دوى حافظې يو ډول دي، موږهره ورځ، سلګونه څيرې له متفاوتو ارزښتونو سره وينو، خو دپېژندلوهڅه يې نه کوو او دوى هم هره ورځ سلګونه مخونه وينې ، مګر تصويرونه نه ساتي، له همدې امله په دوى کې هره ورځ سلګونه مخونه کتل کيږي او په موږ کې څېرې او ازرښتونه بدليږي ....!
دموزيک په لوړ اواز، دخبرو په بېلابېلو اجنډاوو او پرمخامخ سړک دتېريدونکو موټرو په ځوږ کې ، د بياتيو کمزري خرپ خروپ نه اوريدل کيږي، په زړه پورې لېبرال چاپېريال دى ، تقريبا ټول په خپلو خبرو او کارونو کې ، اصلي نقطو ته رسيدلي دي، د اوږدو ويښتانو ځوان، نايي ته ، د ويښتو د کمولو په اړه فرمايش ورکوي، دپوهنتون يو محصل د ږيرې تر خريلو وروسته دمخ غوړولو ته ناست دى، په کابل او نورو ښارونو کې ، ځوانان د ويښتانو او مخونو دغوړولو لپاره په به بهترينو تېلو او کريمونو پسې ګرځي، دفيشن تلويزيوني پروګرامونو د دوى سليقې خورا لوړې(!) کړې.
ږيرور زلمى، نايي ته د برېتونو له خريلو وايي، زما يوه طالب طبيعته ملګري فکر کاوه، چې ږيره دسړيتوب اساس دى اوڅوګ چې ږيره وخريي،سړيتوب يې په شک کې دى، دجهاد په وختونو کې په استاد سياف پسې ټوکه کيده ، چې د ږيرې د اوږدوالي له امله يې تصوير دمجلې په يوه پښتۍ نه راتلو، نو کوم ډيزاينر ويلي وو، چې پسې وبه ليکو (پاتې په بله برخه کې...)، زموږ په وطن کې له بده بخته دنورو ارزښتونو په څېر له ږيرې سره هم سياسي برخورد کيږي، ځينې يې دجنت وثيقه او ځينې نوريې د وروسته پاتې توب نښه بولي، زه فکر کوم، چې ږيره خريل يا پرېښودل او نور ظواهر تهذيب نه دى، تهذيب دادى چې مهذب فکر وکړې.
يوبل کس هڅه کوي، چې دسپېلنيو په دودولو سره، دناستو خلکو نظرمات کړي ، څوتنو پرې لاسونه وڅنډل او نظر يې مات شو، زموږ لوى خلک هم ديو شمېر خرافاتي عقايدو د دوام سبب دي ،کال مخکې رانه د افغانستان يو مشهور سړى پدې خفه و، چې ولې مې ورته له خوست د نظرماتې لپاره سپيلني نه وو ور وړي، دده په وينا، که هره ورځ له دفتر تر راتګ وروسته سپېلني لوګى نه کړي، شپه يې ناکراره وي ، دګاندي په اړه مشهوره ده، چې دبت په عبادت يې باور نه درلود، خو ددې لپاره يې لمانځنه کوله، چې سلګونه مېليونه هندوان يې طابع وو، مګر بدلون په صف کې دريدل نه دي، بدلون دصف ماتول دي، که په صف کې ودرېږې عادي مقتدي به شې او دا شان د قبلولو نه دى.
زما ترڅنګ ځوان له خپل ملګري سره دعنعنوي لويې جرګې پر پرېکړه ليک بحث کوي او له متحدو ايالاتو سره دسترايژيک تړون په موافقې سخت خواشينى دى، په افغانستان کې د پيتاوو له سياست سره همېشه سطحي رويه شوې، د ټولنې اصلي سيکالوژي همدا ده، که څوګ غواړي
خلک د ځان ملګري کړي، د پيتاوو تبصرې دې عادي نه ګڼي، څوګ يې چې درته محکوم کړو، هېڅ اوبه به يې پاک نه کړي...!
په تلويزيون کې ، دسياسي پروګرام زينګال تېر شو او ستار سعادت د بحث برخوال دى ، نوموړي له څه مودې راهيسې دښه منطق او جالبو خبرو په وجه، ګن خلک جذب کړيدي ، د ده په ګډون ايله څو تنو ځوانانو د سياسي او اجتماعي مواردو په اړه دخبرو لپاره، رسنيو ته لار موندلې، په پښتني مناسباتو کې، دمشرۍ او کشرۍ عننې ، په ټولنيزو فعاليتونو کې، دځوانانو ګډون مطلق اقليت ته راټيټ کړيدى، دعننوي لويې جرګې د تدوير په کميسيون کې ، جضرت صيب، دځوانانو معينيت ټول ليست لدې امله رد کړى و، چې که دګډون چانس ورکړو، شايد په امتياز غوښتلو او خودخواهيو جرګه ګډه وډه کړي...!
عجيب امتزاجي حالت دى ، په يوه سلمانۍ کې د افغان ځوان تقريبا ټول نقش متصور دى، فېشن، سياست، نشه ، بې روزګاري ،بې سوادي او جنګ ، سمدستي افغان ځوان ، د رشد بهتر فرصتونه لري، پدې پوه شويدي، اساسي ستونزې يې څه دي او ستونزه تر هغه وخته ستونزه ده چې درک شوي نه وي، خو کوم څه چې نه لري هغه اراده ده، د بدلون اراده او بدلون له ځان شروع کيږي تر، چى دوى ونه غواړي ، هيڅوګ به يې بدل نه کړي او دوى تر اوسه نه دي غوښتي چې بدل شي...!
تواب غورځنګ
خوست
2011-Nov-29