ايران، ګاونډيان او سيمه یيز کړکيچونه


     په ۲۰۰۶ز کې د ايران ځواک      دیو بل پر وړاندې کلک دریځ دایران اوامریکې ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي په ځانګړې توګه دایران داتومي کړکیچ په برخه کې چې د۲۰۰۶ز له پیله یې په نړیواله کچه ناندرۍ راپورته کړي دي .
په ایران کې دولسمشرۍ له ټاکنو وروسته نه یوازې  ددغه هیواد په ډیپلوماټیک ډګر کې یو لړ بدلونونه رامنځ ته شول بلکې دنوموړي هیواد رسمي دریځ اودخبرو ژبه هم دتیر په پر تله سخته شوه .
په امریکا کې دبوش له بیا ټاکنې سره جوښت نوموړي دخپلې تګلارې په سرکې دایران دنفوذ د مخنیوي اوایټمي پرګرام په اړه خپلې هڅې لا پسې چټکې کړې هغه دخبرو اترو لار پرانستې پریښوده خو پرایران یې دبندیزونو ګواښ وکړ او دنوموړي هیواد پر وړاندې یې داړتیا په  صورت کې  دځواک استعمال هم رد نه کړ
په ۲۰۰۶ ز کې مفهوم یوځل بیا تغیر شو داسراییلو اوحزب الله ترمنځ جګړه پیل شوه دغې جګړې هغه مهال داتو سترو صنعتي هیوادونو پر غونډه خپله اغیزه وشیندله تردې چې دغونډې اجنډا تغیر  وموند ډیر ژر امریکا، اسرائیلو اوبرتانیې ددغې جګړې هڅونکي ایران اوسوریه وبلل .
که څه هم ډیر ګومان نه کیده چې ایران دې حزب الله جګړې ته هڅولی وي خو له دې سترګې نه شي  پټیدای چې حزب الله دې دخپل اصلي  مالی پوځي اوایډیالوژیک مرستندوی له خوښې اومرستې  پر ته دغه جګړه پرمخ بیولې وي همدارنګه دکشکمش دلمنې پراختیا دایران دهغو هڅو سره مله وه چې نوموړي هیواد د۲۰۰۶ز په پیل کې  دخپلو ستراتیژیکو ګټودخوندیتوب په موخه  په منځني ختیځ اوورڅخه بهر دنورو لوبغاړو لټه کوله
ایراني مرکچیانو روسې سره  دهغه احتمالي تړون چې له مخې یې روسیه دایران په خاوره کې دنوموړي هیواد اتومي  بټیو ته دسونګ مواد برابر وي ګټه پورته کړه ایران هڅه وکړه چې دامریکا متحده ایالاتو ، اروپایي ټولنې  او دروسې ترمنځ درز لاپسې پیاوړی کړي، ځکه امریکا اواروپا په دې هڅه کې و چې ایران دامنیت شورا ته دبندیزونو په موخه  راکش کړي دوی دعوا لرله چې ایران داتومي  پروګرام له نړیوالې موسسې سره ريښتنې همکاري نه کوي.
د۲۰۰۵ ز په  سپیټمبر کې نړیوالې اټومي  ادارې اعلان وکړ چې ایران داتومي  وسلو دپراختیا له تړون څخه سرغړونه کوي خو ایران دخپل اتومي  پروګرام پورې اړونده ددغه ټولنې هر راز اندیښنو ته دځواب ویلو تیاری وښوده
په دې لړ کې دایران دنیت په اړه یو لړ شکونو هغه مهال زور واخست کله چې ایران، روسې سره په خبرو کې  ونه منله چې دنوموړي هیواد داتومي  پروګرام لپاره دې د یورانیمو دبډاینې پروسه  په روسیه کې  ترسره شي ، داتومي  پروګرام نړیوالې ادارې د ۲۰۰۶ ز په مارچ  کې ملګرو ملتونو ته دیو راپور په ترڅ کې دایران داتومي  پروګرام له پراخیدو څخه   اندیښنه ښودلې وه ، دغو ټولو امریکا اواروپایې ټولنې ته پلمه په لاس ورکړه، چې ایران  امنیت شورا ته دبندیزونو لپاره راکش کړي، اوددوی دغه  ادعا یې لا غښتلې کړه  چې ایران هڅه کوي اتومي  وسلې ترلاسه کړي
دامریکا متحده ایالات  اواروپایې ملګري (فرانسه ،جرمني اوبرتانیه ) یې دامنیت شورا په دایمي غړو دګډ فشار په ترڅ کې ونه توانیدل دایران په اړه قانوني کړنه ترسره کړي ددغه هڅو پر وړاندې چین اوروسیه چې دامنیت شورا دایمي غړي دي  په کلکه ودریدل اودایې ونه منله چې ګواکې ایران دنړۍ دسولې په وړاندې ګواښ دی .
دروسې اوچین دغه عمل امریکا دی ته اړکړه چې ځان ته  حق ورکړي چې دامنیت شورا له اجازې پرته داړتیا  پر مهال دعراق په څیر پر ایران هم برید وکړي .
دروسې اوچین دمخالفت په پایله کې امنیت شورا یوازې یوه اعلامیه خپره کړه چې له ایران څخه یې غوښتي و چې  یوې میاشتې په ترڅ کې باید دنړیوالې اتومي  اداري ټولې پوښتنې ځواب کړي .
دنړیوال فشار سره سره ایراني دولت دنړیوالې ټولنې دهرې اندیښنې ځوابولو ته تیاری ښودلی و خو ددې ترڅنګ یې دایران د حقوقو په غوښتنه  هم ټینګار کاوه چې دا په ډیره کې دایران په ګټه وه ایراني دولت له هغه څه چې نړیوالې اتومي  ادارې ورته داخري التماتم په توګه ټاکلی و چې داپریل په وروستیوکې به ددغه ادراې ټولې غوښتنې یعنې، د یوه څرګند تجاهل په ترڅ کې د ۲۰۰۶ د اپریل پر ۱۱مه نېټه ددغه هيواد ولسمشر احمدي نژاد یوي ستري ایراني غونډې ته په خپله ویناکې اعلان کړه چې ایران اوس توانیدلی چې په کافی اندازه یورانیم تولید کړي اوپه دې لړ کې ویلی شو چې ایران اوس یو له هغه هیوادونو څخه دی چې اتومي  ټیکنالوژي ته لاس رسی لري ددې خبرې داثبات لپاره ښایي احمدي نژاد دلیل ونه لري ځکه دایران یورانیم دهغه څه په پرتله ډیر کم دي چې داتومي   وسلو په جوړولو  كې ورته اړتیا وي ، ایران که غواړي اتومي  وسلې ترلاسه کړي باید ډیر نورڅه هم ترسره کړي چې دغې موخې ته ورسیږي 
داحمدی نژاد دغه څرګندونې درواني جګړې په مانا هم تعبیریدای شي
دمتحده ایالاتو اواروپایې ملګرو له خوایې پر ایران داقتصادي اوسیاسي بندیزونو ګواښ  اوترڅنګ یې دممکنه  پوځي برید له نظریې ورهاخوا اروپایې ټولنې د۲۰۰۶ز په پیل کې امریکا دې ته هڅوله چې ایران ته دې یو هڅوونکی لیست واستول شي اوروسره جوښت دې ور څخه په پټه اوشفوي توګه وغوښتل شي چې دخپل اتومي پرواګرام څخه لاس په سر شي ، امریکا دغه وړاندیز ته دبهرنیو چارو دوزیرې په ژبه داسې ځواب ورکړ چې امریکا چمتو ده، چې  دایران په وړاندې په خپل  هغه ۲۷ کلن سیاست هم سترګې پټی کړې چې له نوموړي هیواد سره دډیپلوماتیکو اړیکو نه درلودل و خو  ایران باید مخکې له دې خپله  ټوله  دیورانیم دبډاینې پروسه په ټپه ودروي.
ایران څخه ددغه وړاندیز دځواب هیله کیدله که څه هم تهران ددغه وړاندیز چې داروپایې ټولنې دبهرنۍ پالیسۍ  دمشر خاورسولانا په لاس د ۲۰۰۶په جون کې  دغه هیواد ته رسیدلی وه  هرکلی وکړ خو هغه ټاکل شوې موده  د جون (۲۶) مه یې رد کړه چې داروپایې ټولنې اوامریکا  لخوا ورته ټاکل شوی وه  ایران  دغه موده کمه وبلله اوڅرګنده یې کړه چې ایران په دغه لږه موده کې نشي کولای دغه وړاندیزونه اواړونده سیاسي اوقانوني   پایلې یې  وڅیړي   ایراني ولسمشر دخلکو پر وړاندې اعلان کړه چې ایران به دغو وړاندیزونو ته داګست په وروستیو کې ځواب وایې همغه و چې امریکا اواروپایې ټولني دغه موده د می تر ۵ مې نېټې اوبیاتر ۱۲ وغځوله   څو داتوستر صناعتي هیوادونو دغونډې ترجوړیدو له مخه په دغه موافقه وشي خو دغه ستونزه نوره هم پیچلې کړه نوریې  هیڅ ګټه ونه رسوله .
همدارنګه دایران روحانی مشر ایت الله خمیني هم په خپلو څرګندونوکې دغه خبرې اتری له پیله ناکامه وبللی بلکه هغه ویل ایران دمتحده ایالاتو سره په ورته مذاکراتو کې کومه ګټه نه ویني.
که څه هم متحده ایالاتو اواروپایي ټولنې هڅه کوله د۲۰۰۶ دجون  دوړاندیزونو په ښودلو سره ملګری ملتونه قانع  کړي چې دایران په وړاندې له کلک دریځ څخه کارواخلي ، ولې دایران پر وړاندې دیوه داسې پریکړه لیک صادرول چې ایران په کې نړیوالې سولې ته ګواښ وشمیري لا وختي دی
داسرائیلو اوحزب الله له جګړې راوروسته اوداسرائیلو دحزب الله په له منځه وړلو کې په پاتې راتګ سره  داسې انګیرل کیږي چې ایران په سیمه کې دیو ځواک اوپه منځنی ختیځ کې دمتحده ایالاتو پر وړاندې دسیاسی مقاومت  په توګه مطرح دی 
د۲۰۰۶ می کې دامنیت شورا  ۱۶۹۶ نمبر پریکړه لیک د۱۴ مثبتو او یو مخالفي(قطرهیواد)  په درلودلو سره تصویب کړ  په پریکړه لیک راغلي و چې دنړیوالې اتومي  انرژۍ موسسه ددرې کالو راهیسې دایران دپټ اتومي  پروګرام په مهارولوکې پاتې راغلې ده پریکړه لیک له ایران غواړي چې دیورانیمو دبډاینۍ ټوله پروسه دې دیوې میاشتې په اوږدو کې  ودروي که نه نو دامنیت شورا له احتمالي سیاسي اواقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي
دامنیت شورا دغه پریکړه لیک ځکه اغیزمن ثابتیدای شي چې دملګروملتونو د تړون  داووم فصل د۴۱ مادې څخه سرچینه اخلي .
ايران گاونډيان اوسيمه ييز کړکيچونه
پرګاونډیانو دایران اغیزې  عراق ، سوریه ، لبنان، اسرایل ،اردن ، مصر اوترکیه .
که دامریکا متحده ایالات پر ایران دبرید پلان لري نو داکارکولای شي خو په عراق کې یې پر میشتو سترتیرو له ناوړه اغیزو سترګې نه شي پټیدای ځکه دامریکا هرهغه ورته هڅه ایران اړباسي چې  په عراق کې دنوموړي هیواد سرتیرو ته سرخوږی   پیدا کړي  نو ځکه لومړی باید پر عراق وغږیږو .
۱- عــــــــــراق
جيوپوليټيک اهميت
ایران عراق کې په مختلفو برخو  اومختلفو بڼو لاسوهنه کولای شي دشیعه ملیشو په روزنه اومرستو سربیره په عراق کې دمیشتو ګڼ ملتيزه ځواکونو پروړاندې دله سخت دریځو سره همکاري چې په لومړي قدم کې دغه راز کړنې په بصره کې برتانوي ځواکونو ته ستونزې راولاړوي ، بل لوري ته دامریکا ملي ګټوته هم زیان رسوي ځکه ایران  دجګړې په صورت کې نه شي کولای هغه ۷.۲میلیونه بیلره تیل چې ایران یې هر ورځ  دامریکا متحده ایالاتو ته ورکوي صادر کړي .
واشنګټن لپاره ستر امنیتي کړکیچ هغه مهال لاپسې غښتلی کیږي  که غواړي پرایران هوایې برید وکړي، که څه هم  ایران به  دامریکا دهوایې او ځمکنی برید پر وړاندې ښایې مقاومت ونه شي کړای ولې دشنونکو په اند ایران کولای شي متحده ایالاتو ته دعراق په کړکیچنو سیمو کې شته نارامیو ته  لمن ووهي مهمه داده چې عراق کې سیاسي حقیقتونو ته ځیر شو ، په ۲۰۰۵ ز کې په عراق کې ټولټاکنې ترسره شوي نوی حکومت رامنځ ته شو که څه هم ددغه حکومت جوړښت یو څه وځنډیده خو بیا هم  ټاکل شوې ده  چې نوموړی حکومت به څلور کاله دوام وکړي. په عراق کې سیاسي جوړښت اوځانګړتیاوی له هغه څه ډیر لرې دي چې امریکایي  اداره ترې دبیلګه ییزې  دیموکراسۍ تمه لري .
په عراق کې دبیلګه ییزې  سیستم رامنځ ته کول له هر څه دمخه دې ته اړتیا لري چې عراقي ولس یوداسې نظام ته ژمن واوسي چې مطلق سیکولر اودیموکرات وي چې داپه نوموړي هیواد کې شونی نه دی اوکه فکر وکړو چې عراق لویدیځ ډوله دیموکراسۍ ته په لار دی داهم یو لرې احتمال دی ځکه د عراق په سیاسی ډګر  کې تر ټولو بانفوذه ډله چې ځان شیعه مسلمانان ښایې او مذهبي اساس لري ترټولو دمخه دورته نظریو سره مخالفت لري
دویمه هیله ـ اګر که یوزاې هیلې هم وي ـ  هغه دعراق په قومي بڼه یوالی دی ، که دغه یوالی دسني عربو ،شیعه ، ترکمن ، اشورین اویاهم دکردانو ترمنځ وي ممکنه ده چې دغه ډلې په دې سره راټولې شي چې عراقیان دي خو داکار ځکه ناشونی دي بلکه ددې برخلاف... چې همدغه په عراق کې دیوې سیاسيت تشې په توګه تر سترګو کیږي. هغه دنوموړو توکمنو روانې کړنې دي چی  هر یو یې له یوه ځایه حمایه کیږي اوله هر یو یې د بیلابیلو موخو دپوره کیدو هیله کیږي.
دریمه هیله عراق کې ددیموکراسۍ راتګ دی خو داهم څرګنده ده چې څرنګه دبعثي نظام له سقوط راوروسته  دیموکراسي دتیرو دریو کالونو په موده کې ونه توانیدله چې په نوموړي هیواد کې ارامي رامنځ ته کړي بلکه لاهم  عراق اړ دی داوږدې مودې لپاره بهرني ګڼ ملتیزو ځواکونو ته په خپل غیږ کې ځای ورکړي.
دايران پټې لاسوهنې
هغه ستره ستونزه چې امریکا ورسره په عراق مخامخ ده په نوموړي هیواد کې دامریکا په پرتله دایران دنفوذ پراختیا ده دغه نفوذ ګڼې بڼې لري اوټول  یې په اسانۍ سره په عراق کې  دامریکا دشتون  پر وړاندې  توجیه کېدای شي ، چې دغه کار په یقني توګه امریکایانوته په دغه هیواد کې زیان اړولی شي بلکې ددوی شتون په نوموړي هیواد کې ترپوښتني لاندې راولي
عراقي سرچینې همدا اوس داسې اشارې ورکوي چې دعراق په سترو ښارونو (بغداد اوبصره ) کې همدا اوس دپام وړ نیمه پوځي ډلیز خوځښتونه ترسترګو کیږي چې دایران په لمسه ترسره کیږي په بصره  کې اوسنۍ سخته اونارامه وضعه یواځې دیو زیګنال په توګه بللی شو اوکه په ایران برید کېږي نو وضعه له دې څو چنده خرابیدای شي
که دبصرې په وضع په تفصیل سره بحث نه شو کولای خو داڅرګنده ده چې د دغه سیمې چارواکې   اودشته ملیشو مشران  دایران دمستقیم اغیز لاندې دي ، هغه څه چې همدا اوس په بصره کې ترسره کیږي دواک په سر دشیعه ډلو خپل منځي کشمکش دی چې هره ډله  دښه دریځ په لاسته راوړلو سره هڅه کوي په سیاسي اواقتصادي ډګر کې دولایت اودسیمي دپولیسو دمشرتابه  ترمنصب ځان ورسوي ځکه همدغه دوه منصبه دي چې ښار کې په ټولنیز ژوند ښه اغیز کولای شي اوددې لارې غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي .
دفضلیت ګوند چې  دمقتدا صدر دګوند یو څانګه ده اوپه عین وخت ددغه ګوند سیال هم دی ددغه ګوند یو غړي چې په تیر کې  دتیلو وزیر و دبصرې دتیلو په سیمو کې خپل  ګوندي غړي دڅارونکو په توګه ګومارلي وه چې په اسانۍ سره وکولای شي دتیلو څخه دلاسته راغلې ګټې یوه برخه دګوند لپاره بیله کړي څو  ډیرې پیسې ترلاسه کړې.
خو کله چې دمالکي په دوره کې نوموړی وزیر لرې اوپر ځای یې دبل ګوند کس مقرر شو هغه په  بصره کې بیړنی حالت اعلان کړ چې دفضلیت ګوند نفوذ هم له دې سره پاې ته ورسیده .
ستونزه یوازې دفضلیت په ګوند کې نه ده بلکې هریو سیاسي ګوند هڅه کوي دواک پر مهال په نامشروع توګه  له واک څخه دخپل ځان په ګټه استفاده وکړي نوځکه خو په بصره کې ناامنۍ او نامشروع خوځښتونه دهغو هڅو په پایله کې رامنځ ته کیږي چې سیاسي ګوندونو اوملیشو خپل ترمنځ توربازار ته دلاس رسۍ په موخه  سیالي سره  پیل کړی
په عراق کې داسلامي انقلاب ستره شورا او دبدر ډله یې هڅه کوي په بصره کې لوړې سیاسي څوکۍ ترلاسه کړي دغه ټکی دنوموړې شورا اوفضلیت ګوند دبصرې په اړه  له لید لوري ښه څرګندیږي .دفضلیت ګوند په ټولیزه توګه هڅه کوي چې بصره دخپل اغیز لاندې وساتي ځکه خو ددغه ګوند اساسي مرکزونه اودملیشو غونډو ته هم په نوموړي سیمه کې  دي ، نوموړی ګوند هڅه کوي بصره لږ تر لږه خپلواکه وي اګر که له عراق څخه جلا هم نه وي دوی  بصرې ته  له جغرافیی اړخه هم  چې  دخلیج شمال ته پرته سیمه  ده  په ډیر اهمیت قایل دي .
خو داسلامي انقلاب شورا له دې وړاندې ځي اوبصرې ته دټول عراق  دمهم مرکز په سترګه ګوري دسهیل اومنځني عراق دغه پراخه سیمه چې دعراقي  شیعه ګانو دوه مهم اوسپیڅلي  ښارونو نجف اوکربلاء هم په کې دي ریښتیا هم یوه مهمه سیمه ده.
 دجیوپولیټیکي اړخه دغه سیناریو دایرانیانو لپاره په زړه پورې ده اوهمدارنګه داسلامي انقلاب شورا چې   ایران یې  دنوروعراقي شیعه ډلو په پرتله ډیر ملاتړ کوي  او ورته  دعراقي شیعه سترې ډلې  په سترګه هم ګوري ، تهران ته اسانه ده دمقتدا الصدر او دفضلیت ګوند په پرتله  دنوموړې ټولنې پر سلوکو اغیز وکړي تهران  لپاره په دغه سیمه کې دخپل نفوذ دخوندیتوب موضوع ډیر ارزښت لري .
نو ځکه خوایران کولای شي دعراق په سهیل کې سیاسي وضعه  په خپل ګورت  کې وساتي ځکه ایران دغلته شیعه ډلو سره قوی اړیکې لري
کله چې داسلامي انقلاب له شورا غږیږو پوهیږو چې دغه شورا په سیاسي چاروکې د تهران سیاستونو ته ژمنه ده ، باید همداسې وي ځکه دغه شورا په ۱۹۸۲ز کې په تهران کې تاسیس شوه لکه څرنګه چې دبدر ټولی چې دنوموړي شور ا یوه جلا شوی څانګه ده هم دایران دانقلابي ساتونکو د روزنې  په پایله کې رامنځ ته شوي اوله همدغه ډلې لخوا ورسره مالې اوپوځي مرستې هم کیږي
مقتدا الصدر چې یو مشهوره څیره ده دخلکو له انده چې یو عراقي ټبره کس دی  بیا هم دتهران دسیاستونو پلوي ښکاري دمقتدا الصدر ډله چې په مهدي لښکر سره شهرت لري شمیریې سلګونو زرو ته رسیږي  دوي ټول په دې هڅه کې دي اودې ته په څو کې ناست دي چې هرممكنه فرصت څخه ګټه  پورته کړي او ټول عربي سنې وګړي  اوعراق میشته ګڼ ملتیزه ځواک ترخپلې اغیزې لاندې راولي، بل لوري ته  داسې اټکل هم  کیږي چې دمهدي لښکر په راتلونکي کې دهغه ایرانیانو لخوا چې دامریکایې ځواکونو پر وړاندې یې داستشهادي بریدونو هوډکړی موخه وګرځول شي خو دابه وخت ثابتوي  .
ددې سربیره  دایران شتون یوازې دعراق جنوب پورې ځانګړی نه دی  بلکه دایران  نفوذ په شمال کې کردي سیمو سلیمانیه اواربیل ته هم غځیدلی دی .  که څه هم  کردې سیمي اوسمهال له یو څه نسبي امن څخه برخمنې دي خو دغلته دایران اوترکي دلاسوهنې ویره په خپل ځای پاتې ده داهم لرې نه ده چې په نوموړې سیمه کې دغه نسبې امن دعراق دنوروسیموپه څیر دناامنیو په ډګر واوړي  ، ایران داهم کولای شي په عراق کې هغه سني ډلو ته دپوځي همکارۍ لاس وروغځوي څوک چې دغلته دامریکایې ځواکونو پر وړاندې دترپ اوخرپ په عملیاتو کې ښکیل دي ځکه دغه ډلې  دهرهغې مرستې هرکلی کوي چې دوی سره دمتحده ایالاتو پر وړاندې جګړه کې همکاري کوي .
نو پوښتنه داده چې :عراقي ولس دایران هغه ستراتیژۍ ته چې عراق کې یې په کار اچولې په کومه سترګه ګوري ؟  که څه هم  دنوموړې پوښتنې ځواب یوازې په عراقي ولس پورې ځانګړی دی ، خو کولای شو ووایو اودابه عدل هم وي چې عراقي سیاسي کړۍ اودیني شخصیتونه ایراني ټګمارۍ ته په ځیرنه ګوري.
ایات الله ګان  دشعیه ډلو په دینې چاروکې لومړی مقام لري اوددې ټولوپه راس کې علي سیستاني دی چې په نجف کې استوګن دی دیو لاهوتي څارنې په ترڅ کې ګومان کیږي چې نوموړی دین له دولت څخه  بیل غواړي ، سیستاني ددغه عقیدې په درلودلو سره په ایران کې دځینو هغو دیني شخصیتونو خلاف هم دی څوک چې غواړي دسیستاني دتګلارې پرخلاف  دفقهی ولایت تګلارې ته وده ورکړي ددغه تګلارې له مخه دیني کسان باید دین اوسیاست سره ګډ کړي . په ایران کې ددغه نظریې پلوي ایات الله ګان ډیر دي او  دیو سیستاني خلافت دراوستو لپاره دپښو په څوکو ناست دي کله که هم دوی ته زمېنه په لاس ورشي  دوی به داکاروکړي .په قم کې ایت الله کاظم الحایري هم دنوموړو کسانو څخه دی که داکار وشي دعراق په سیاسي  وضعیت کې دیوې ورځې اوشپې په موده کې بدلون راتلای شي دشیعه ډلو مشران خپل ترمنځ دمشهورو شیعه مرکزونوـ  په ځانګړې توګه نجف اوقم ـ په سر په کشمکش اخته دي .
دصدام حسین دواکمنۍ پر مهال نجف ته دحج په موخه د ورتګ اجازه نه وه چې له دغه زمینې قم ډیره ګټه پورته کړې وه مګر دصدام حسین دنظام له سقوط وروسته دغه وضعیت بیخي بدله شوه نجف خپل دلاسه ورکړی اهمیت یوځل بیا ترلاسه کړ. خو دنجف په داسې حال کې ساتل چې دایران لاسونه هلته ور ونه غځیږي دابه په رښتیا سره ستونزمنه وي اودا به دعراقي مذهبي کړیو دزیرکتیا پورې تړاو ولري ... که ددیني واکمنۍ په سر کشمکش دعراق اوایران ترمنځ دنږدې والي په مفهوم وي نو دادهغه څه سره چې د مشهورو اکاډمیکو کسانو چې  په سیمه کې  دشعیه نفوذ ملاتړي دي  له نظریو سره توپیر لري.
دمتحده ایالاتو او برتانې لپاره یوه بل مهم لامل هم شته اوورته ګواښ هم دی هغه په عراق کې دمتحده ایالاتو اود برتانې دنفوذ په پرتله دایران دنفوذ پراختیاده داهغه حقیقت دی چې سترګې ورڅخه نه شي  پټیدلای ، بل خوا که امریکا پر ایران برید وکړي نو داویره شته چې ایران په عراق کې شته ناامنیو ته لمن ووهي اوهڅه وکړي چې امریکا ته دهغه ډلو اوسازمانو پر وسیله په عراق کې ماتې ورکړي چۍ ددوي په استازیتوب عملا په عراق کې په چریکې بریدونه کې ښکیل دي
یوبله پوښتنه داده چې عراقي ولس دایران داتومي وسلو په اړه څه نظر لري ، البته دې ته په پام سره چې عراق اوایران ترمنځ نږدې اته کاله دیو بل پر وړاندې یو بل ته ګوته په ماشه وه ، دې هرڅه ته په پام عراقي ولس اتومي ایران ته په کومه سترګه ګوري ؟
عراق اوسمهال په دوو کې حیران دی یولوري ته دامریکا متحده ایالات اوپه دغه هیواد کې ګڼ ملتیزه ځواکوانه اودعراٍقي حکومت څخه یې ملاتړ ، بل لوري ته ځینې عراقي وګړي  دایران اتوم بم ته داسلامي اتوم بم په سترګه ګوري اوداسرائیلو پر وړاندې اتومي ایران ته اړتیا ویني نوځکه خو اوسمهال عراقیان دورته پوښتنو دځواب وركولو جوګه نه دي .
۲- سوريه
  دایران او سوریې ترمنځ ائتلاف  خپله دپیښو په  اساسي بهیر کې داسرائیلو اوحزب الله ترمنځ جګړې سره چې په ۲۰۰۶ز کې تر سره شوه  مخامخ اړیکې لري ، ددغه دواړو هیوادونوترمنځ ګډې ګټې په شمالي سیموکې داسرائيلو پر وړاندې دحزب الله خوځښتونه دي اټکل کیږي چې دواړه سوریه اوایران داسرائیل دننه دمی په ۱۲ مه دحزب الله له بریده واردمخه خبره وه سره ددې چې داډیره دقیقه نه ده چې ګواکې ایران اوسوریه دې دجګړې وروسته دغه پيښې توجیه کړي وي ، اسرائیلو اومتحده ایالاتو خو ددغو کړنو پړه پر ایران اوسوریې وراچوله ا و ویل یې چې ایران اوسوریه داسرائیلو پر وړاندی ددوی په استازیتوب حز ب الله ته وسلې ،مالي مرستې اودروزنې زمینه برابروي ، په دې کې شک نه شته چې ایران اوسوریه دواړه پرحزب الله  پوره اغیز لري حزب الله په دغه جګړه کې ثابته کړه چې په سیمه کې داسرائیلو اوامریکا پر وړاندې دیو ځواک په توګه مطرح دی .
داړيکو شاليد :
ډیرو هڅه وکړه چې دایران اوسوریې ترمنځ ګڼ اړخیزه څرګندې اړیکې رابرسیره کړي ، دغه هڅو هغه مهال لاپسې زور واخست کله چې دامریکا او اروپایې ټولنې دفشار انډول په داواړو جبهوـ د لبنان کړکیچ  ،دسوریې او ایران داتومي پرګرام په اړه سره برابر نه وه ، په ایران کې دشاه ددورې پر مهال سوریې هڅه کوله دایران ددولت دمخالفینو سره لار پیداکړي ددې دوه لاملونه وه لومړی اسرائیلو سره دشاه دملګرتیا چې سوریې دانه غوښتل  ،همدارنګه په عراق کې دصدام حسین په مشرۍ دبعث دواکمن ګوند سره نږدې اړیکې هم سوریه ته دزغملو وړنه وي ځکه نوموړي هیواد  نه غوښتل چې ایران دې ددوي په سیمه ییزه کچه سیا ل سره دومره نږدې اړیکې ولري.
سوریې دلبنان دبانفوذه شیعه مشرانو سره  دښواړیکو په ساتلو سره هم ډیره ګټه وکړه په ځانګړې توګه دامام موسی الصدر سره چې دلبنانې شیعه ولس ترمنځ ډیرمحبوبیت لري، نوموړی په ایران کې زده کړې ترسره کړي دي، هغه دحافظ الاسد سره دهغه حکومت ته په قانویت ورکولو کې مرسته وکړه په دې مانا چې اسد دعلویانو له ډلې څخه و اودغه ډله دسني مسلمانانو له خوا دمسلمانې ډلې په توګه نه  پیژندل کیږي په ځانکړې توګه داخوان المسلمين ډله خو دوی بیخې مسلمانان نه ګڼي داچې دسوریې داساسي قانون له مخې ددغه هیواد ولسمشر باید مسلمان وي نو ځکه خو امام موسی په ۱۹۷۳زکې  داسې فتوا صادره کړه چې علویان یې دشیعه مسلمانانو یو ډله وبلله نو ځکه خو اسد وتوانیده چې ددغه هیواد ولسمشر شي چې دې سره په دغه هیوادکې  رسمي کشمکش پایی ته ورسیده .
داچې سوریه په ۱۹۷۹ز کې دلبنان  په خپل منځي جګړو کې ښکیل وه همدغه مهال حافظ الاسد په لبنان کې د موسی الصدر اونورې شیعه ډلې  حمایه کولې چې حزب الله هم په دغه لړکې راځي دحزب الله ډلې دسوریې درسمي دریځ اوهمدارنګه په ایران کې داسلامي انقلاب وروسته دامام خمیني په راتګ سره   ددغه هیواد  اوسوري ترمنځ داړیکو څخه هم ګټه پورته کوله .
کله چې صدام حسین په ۱۹۸۰ز کې پر ایران برید وکړ دلویدیځ او خلیجي هیوادونو له خوا دصدام ددغه برید ملاتړ وشو خو حافظ الاسد  ددې برعکس دایران په څنګ کې ودریده  هغه پوهیده چې دده دغه کړنه به عربي هیوادونه خوابدي کړي هغه خپل کاروکړ چې له امله یې سوریه دڅو کالو لپاره دعربي هیوادونو څخه لرې پاتې شوه دمالي ستونزو سره مخامخ شوه په همدې وخت کې په لبنان کې هم وضعیت ترټولو بد پړاو ته رسیدلې وه داسرائیلو سره د۱۹۸۲ز جګړو سوریا نوره هم دکړکیچ خواته بیوله ، سوریې  په لبنان کې دخپلمنځي جګړو په مهال دایران نفوذ سره مرسته وکړه په ځانګړې توګه دحزب الله په رامنځ ته کولو کې حزب الله په ۲۰۰۰ ز  کې  دلبنان څخه داسرائیلو دشړلو په په جګړه کې ثابته کړه چې هغه څه ترسره کولای شي چې هیله ترې کیږي 
دڅوکالو لپاره سوریې دایران لپاره دعربي نړۍ ملګرتیا پریښې وه په ځانګړې توګه هغه مهال چې عراق اوایران اته کاله  كې په جګړه ښکیل و په همدې موده کې عراق دسوریې دننه  دهغو یاغې ډلو مرستې ته لاس وروغځاوه چې داسد دنظام پر وړاندې سر راپورته کړی و چې په دې کې  اخوان المسلمين هم شامل و عراق  سوریې سره  دخپلو پولو له لارې دغه ډلګیو ته وسلې لیږدولې ، سوریې ددې په غبرګون کې دعراق څخه سوریې ته دعراقي تیلو غځیدلی پایپ بندکړو اوددې پر ځاې له ایرانه خپل داړتیاوړ تیل واردول پیل کړل سوریې همدارنګه ایران سره دپوځې  لوژستیکي توکو په برابرولو کې همکاري کوله ایراني الوتکو  دتیلو اخستنې په  موخه  دجګړې پر مهال دسوریې  دهوایې ډګرونو ګټه اخستله ، همدارنګه دتجارت په برخه کې هم ددواړوهیوادونو ترمنځ ډیر پرمختاوی رامنځ ته شوې ، په دغه موده کې  دایراني شیعه  سیالانیانو بهیر سوریې ته رامات شوی و چې دسوریې لپاره په عین وخت کې یو عاید هم ګرځیدلی و چې سوریې ورته سخته اړتیا لرله .
په ۱۹۹۰ز دسوریې محدودیت هم پای ته ورسیده کله چې عراق داګست په دویمه پرکویت برید وکړ دغه مهال متحده ایالات په دې پوهیده چې دکویت دازادۍ لپاره دعربي نړۍملاتړ مهم دی نوځکه خویې سوریه هم دکویت د ازادۍپه پلمه  له ځانه سره ملګرې کړه ، ددې په بدل کې  امریکا داهم په غاړه واخسته چې دعربي نړۍ اواسرائیلو ترمنځ دخبرو څارنه به کوي چې په دې لړکې د ۱۹۹۱ز په اکتوبرکې په مډریډ کې دسولې کانفرانس جوړ شو ، په دې سره دسورې محدویت هم پای ته ورسیده اوس نو اړنه وه چې په نړیواله کچه یوازې  په خپل یوازني ملګري ایران تکیه وکړي، چې په نړیواله کچه اوس یو ګواښ هېواد دی. له ( سيمه ييزو مطالعات ) څخه په مننه