لويديځ ته ترټولو ستر ګواښ پاکستان دی


دسنډی تلګراف ورځپاڼې دیکشنبې په ګڼه کې دنوموړې ورځپاڼې دبهرنۍ چارو دمسول په قلم لیکل شوې مقاله کې راغلي : سره ددې چې پاکستان په نړیواله کچه دسولې لپاره ګواښ دی خو بیا هم نړیوال یې په اړه چپه خوله دي .
کوګلین څرګندوي چې نه ایران ، افغانستان اونه هم القاعده دلویدیځ لپاره دومره ګواښ رامنځ ته کولاشي لکه څومره چې پاکستان رامنځ ته کوي دلویځ دبې پروایې په صورت کې دغه هیواد دترهګرو داصلي سرچنې او پټنځایی بڼه غوره کړی .
نوموړی زیاته وي چې مونږ ډیر اورو چې القاعده او افغانستان زمونږ دهیواد په وړاندې ستر ګواښ دی خو دهغه هیواد په اړه چې په تدریجې ډول مو ژوند ګواښوي چپه خوله یو.
نوموړی دخپلې نظریې دپیاوړتیا لپاره دهغه قومندانانو دخولی خبرې ددلیل په توګه راوړي چې نوموړي ورسره دجګړې په ډګر کې ترسره کړي هغوي وایې : پاکستان زمونږ هیواد لپاره ترټولو ستر ګواښ دی همدا هیواد دی چې دترهګرۍ سره په جګړه زمونږ په وړاند خڼدونه راولاړوي کله دجهاد په نامه اوکله په بل نامه زمونږ په وړاندې ډلې او ټپلې روزي او زمونږ پر وړاندې جګړې ته هڅوي .
لیکوال  دسیاسي کارپوهانو له خولې لیکې : پاکستان اوس دګړنګ په غاړه ولاړدی او هرهغه نیوکه به اسلام اباد ته نورې ستونږې رولاړې کړي چې درسنیو لخوا بدرګه شي  . او مونږ نه غواړو مونږ دې هغه څوک ووسو چې نوموړی هیواد  ګړنګ ته  ورټیله کړو .
کوګلین لیکي چې دهغه عملیاتو چې دبریټانې په وړاندې ترسره شوي  ډیری یې ـ که هغه بریالی و او که نه 
 په پاکستان کې پلان شوي لکه د۲۰۰۵ز بریدونه چې په لندن کې رامنځ ته شول تر شا یې په پاکستان کې دشته ترهګرو کړیو لاس وه .
نوموړی زیاته وي چې په پاکستان کې دنوي ډلې رامنځ ته کیدل ( پاکستاني طالبان ) هم داندیښنې وړ خبره  ده .
لیکوال اندیښنه لري چې په نوموړي هیواد کې شته ډلې په دې هڅه کې دي چې دپاکستان او ایران اتومي ټیکنالوژۍ ته ځانونه ورسوي . لیکوال خپلې خبرې په دې سره رانغاړي چې لویدیځ لا هم خپله چوپتیا ساتلې او په دې تمه دي چې ګوا کې په پاکستان کې نوی حکومت به یولړ بدلونه رامنځ ته کړي . خو لیکوال لا هم دلویدیځ صبر ته دشک په سترګه ګوري .