
دخلیج هیوادونو دهمکارۍ تړون وایې چې دایران له خوا دعربي متحده اماراتو ددرې جزیرو نیول داسرائیلو دکړنو سره ورته دي چې دعربو پر وړاندې ترسره کوي
ددغه تړون عمومي منشي عبدالرحمن العطیه وایې : دایران له خوا دامارتو ددرې جزیرو دنیولو پیل یوه نه منونکی پیل دی هغه زیاته کړه هیڅوک حق نه لري چې دنور پرځمکو خیټه واچوي دایران دغه کړنه داسرائیلو او عربو ترمنځ شخړې ته ورته ده
تیره اونۍ ایران اعلان کړی وه چې غواړي دابوموسی په جزیره کې چې له ادري اړخه دشارقه امارت سره تړلې ده او دبرتانوي ښکیلاک ۱۹۷۱ز څخ وروسته دایران ترکنترول لاندې ده دوه اداري دفترونه ودان کړي
دخلیج هیوادونو دهمکارۍ د تړون له خوا دایران ددغه کار دغندنې په صورت کې دایران له خو دنه غبرګون مانا دا کیدلی شی چې ایران نه غواړي خپلو عربي ګاونډیانو سره په خلیج کې دښه ګاونډیتوب پرلار لاړشي دغه تړون همداسې اټکل کوي
نړیوالې محکمې ته ددغه قضې دوړاندې کولو په اړه عطیه وایې چې دامارتو او خلیجي هیوادونو له خوا دایران او خلیجي هیوادونو ترمنځ دښو اړیکو درامنځ ته کولو لپاره رښتینې وړاندیزونه شته ( خو دغه اړیکې ترهغه مهاله پرمختګ نه شي کولای ترڅو چې یو پربل باور رامنځ ته نه شي او ددرې جزیرو ستونزه حل نه شي )