
خبریال ميرآقا صميمى.Jan 25, 2012 - 15:47
کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): حزب اسلامي د سولې خبرو ته هيله من دى او وايي، چې په کابل کې يې د امريکا له سفير، د ناټو له غړو هېوادونو او د ايساف ځواکونو له استازو سره هم خبرې کړې دي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوى نږدې يوه مياشت مخکې کابل ته راغلى و او له ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له غړو سره يې هم د سولې په اړه خبرې وکړې.
حامد کرزي هم دغه خبرې ګټورې بللي او حزب اسلامي د ستونزې د حل لپاره پر خپلې پخوانۍ طرحې ټينګار کړى او د دغه ګوند وياند هارون زرغون پژواک خبري اژانس ته څو ورځې وړاندې وويل، چې په يادو خبرو کې پر ځينو موضوعاتو توافق هم شوى دى.
خبریال ميرآقا صميمى.Jan 25, 2012 - 15:47
کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): حزب اسلامي د سولې خبرو ته هيله من دى او وايي، چې په کابل کې يې د امريکا له سفير، د ناټو له غړو هېوادونو او د ايساف ځواکونو له استازو سره هم خبرې کړې دي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوى نږدې يوه مياشت مخکې کابل ته راغلى و او له ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له غړو سره يې هم د سولې په اړه خبرې وکړې.
حامد کرزي هم دغه خبرې ګټورې بللي او حزب اسلامي د ستونزې د حل لپاره پر خپلې پخوانۍ طرحې ټينګار کړى او د دغه ګوند وياند هارون زرغون پژواک خبري اژانس ته څو ورځې وړاندې وويل، چې په يادو خبرو کې پر ځينو موضوعاتو توافق هم شوى دى.
د حزب اسلامي ياده شوې طرحه، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې د افغانستان دولت ته وړاندې کړې وه، دلته ولولئ.
په اروپا کې د حزب اسلامي د سولې او سياسي چارو د کمېسيون رييس قريب الرحمن سعيد د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د حزب پلاوي په دغه سفر کې د امريکا له سفير، د ناټو د غړو هېوادونو له استازو او د ايساف د ځواکونو له مشرانو سره هم د افغانستان د ستونزې پر حل خبرې کړې دي.
د سعيد د معلوماتو له مخې، د حزب اسلامي او امريکايانو تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره پر بېلابېلو کچو اړيکې شته، خو زياتوي: ((تر اوسه د امريکايانو له خوا داسې د منلو وړ کوم وړانديز نه دى شوى، چې په هغه کې د افغانستان استقلال او ازادي تضمين شي او حزب اسلامي پرې ډاډمن شي.))
خو هغه زياته کړه: ((په هر صورت اړيکې شته او دا اړيکې به بالاخره د دې لامل و ګرځي، چې انشاءالله يوه ورځ به ښې پايلې ولري.))
ده د دغو خبرو د جزئياتو په اړه وويل، تر اوسه دا خبرې په هغه پړاو کې نه دې، چې ټول جزئيات دې را برسېره کړل شي؛ ځکه چې د ده په وينا، د جزئياتو رابرسېره کول به د خبرو پر پړاونو منفي اغېز وښندي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې امريکا او افغانستان سره سلا شول، چې طالبانو ته په قطر کې يو دفتر پرانيزي، تر څو د خبرو له لارې د افغانستان جګړه پاى ته ورسوي او ورته د حل لار پيدا کړي.
خو سعيد وايي، چې د امريکا او طالبانو تر منځ له ډېر پخوا اړيکو شتون درلود، چې پايلې يې د قطر د دفتر په بڼه اوس را څرګندې شوې دي.
هغه وويل، چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د خبرو پيلامه د هيلو پيدا کوونکې ده، خو په دغه شرط، چې دواړه اړخونه په رښتينولۍ سره د خبرو مېز ته سره کېني.
خو دى په دې اړه زياتوي: ((دا خبرې به هغه وخت ډېرې بريالۍ وي، چې د مقاومت ټولې ډلې د طالبانو او حزب اسلامي په ګډون په يوې مشترکه ستراتيژۍ سره متفق شي او بيا له امريکايانو او نړيوالې ټولني سره پرې په يوه خوله خبرې وکړي.))
سعيد په داسې حال کې، چې وايي، حزب اسلامي جګړه د تباهۍ لار بولي او تل يې غندلې ده او زياتوي، چې روانه جګړه هم د تېر په څېر د بهرنيانو له خوا پر افغان ولس تپل شوې ده.
ده وويل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د روانې جګړې له لومړۍ ورځې، امريکا او ناټو ځواکونو ته د خپلو شخصي ليکنو، مطبوعاتي خپرونو او نورو وسيلو له لارې تل وړانديزکړى، چې د افغانستان مسئله جګړه نه شي حل کولاى.
د سعيد په وينا، حکمتيار ويلي: ((د افغانستان د مسئلې د حل يوازېنۍ لاره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د ازادو ټولټاکنو له لارې د يوه منتخب اسلامي نظام پر قيام کې رانغښتې ده.))
سعيد زياته کړه، چې د افغانستان د راتلونکې د ډاډمنتيا لپاره د هېواد سياسي ځواک له نورو شته مدني ټولنو او سياست پوهانو سره بايد يو ځاى يو کاري پروګرام جوړ کړي.
ده وويل، چې د حزب اسلامي په پخوانۍ ١٥ماده ييزه طرحه کې، چې له کابل څخه په وروستۍ ليدنه کې يې يو ځل بيا حکومت او نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړه، په حکومت کې د خپل ګډون لپاره کوم شرط نه دى وړاندې کړى.
هغه وايي، که چېرې د افغانستان په حکومت او نظام کې بدلون راځي، نو هغه به د ولس له خوا د ټولټاکنو له لارې وي، چې ټول افغانان به په کې ګډون کوي.
ده په دې اړه، چې د حزب په ياده طرحه کې د وروستيو خبرو په پايله کې کوم بدلون راغلى او که څنګه ؟ زياته کړه: ((دا بايد عرض کړم، چې په دې طرحه کې د بهرنيو پوځونو د وتلو له تاريخ او نېټې څخه اخوا، بل کوم بدلون نه دى راغلى اونه په کې د بدلون اړتيا ليدل شوې ده.))
سعيد وويل، چې د حزب اسلامي طرحه د افغان ولس د ټولو سياست پوهانو د بحث لپاره ازاد پرېښول شوې او که چېرې بل معقول او هر اړخېز وړانديز وشي، نو حزب به پرې غور وکړي.
د ده په باور، تر دغه مهاله هېڅ لوري په دې طرحه کې د بدلون کوم وړانديز او يا داسې بديله طرحه نه ده وړاندې کړې.
هغه په ګوانتامو، بګرام او نورو زندانونو کې ټول افغان بنديان د اسلامي غورځنګ غړي وبلل او زياته يې کړه، دا چې هغوى ټول د سياسي موخو او يا د خپل منځي رقابتونو پر بنسټ بنديان شوي، بايد له کوم قيد او شرط پرته ازاد شي.
سعيد د سولې په خبرو کې د ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان د شاملولو په اړه وويل، چې ګاونډيان بايد په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې ممد او معاون و اوسي.
د ده په وينا، په افغانستان کې سوله او ثبات د ګاونډيو هېوادونو په ګټه دى او حزب اسلامي غواړي، چې نړيواله ټولنه او ګاونډيان په افغانستان کې د مثبت رول د ادا کولو هوډ ولري.
سعيد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که د سولې پيل شوې خبرې مثبته پايله ونه لري، د افغانستان راتلونکې به څنګه وي؟ وويل، چې حزب اسلامي د افغانستان راتلونکې ته هيله من دى.
دى وايي، حزب اسلامي ځکه د افغانستان ښې راتلونکې ته هيله من دى؛ چې اوس امريکا، د ناټو غړي هېوادونه او نړيواله ټولنه دا درک کړي، چې په افغانستان کې د روانې غمېزې د پاى ته رسولو په خاطر بايد له وسلوالو مخالفينو سره خبرې وکړي.
سعيد زياته کړه: ((دغه احساس په خپله د دې ګواهي ورکوي، چې د افغانستان راتلونکې روښانه ده.
که زموږ ولس په خپلو کې يو موټى وي او د خپل راتلونکي لپاره يوه ګډه ستراتېژي ولري او د مقاومت د ليکو تر شا و درېږي، نو د خبرو پايلې به حتمي زموږ د ولس په ګټه او خير وي، بايد موږ د راتلونکې لپاره اميدواره و اوسو.))
هغه همداراز په برلين کې له امريکايي سناتورانو سره د ځينو افغاني سياسي احزابو مشرانو (احمدضيا مسعود، عبدالرشيد دوستم او محمد محقق) غونډه، چې ځيني کسان يې د فدرالي نظام هڅې بولي، وغندله.
ده په دې اړه وويل: ((په دې کې شک نه شته، چې په افغانستان کې د امريکا او د ناټو د هېوادونو د لښکرو ماتې به د دې سبب ګرځي، چې يو شمېر عناصر يې د دغه يو موټي او متحد هېواد د تجزيې په پلانونو باندې کار وکړي. کله د اې پلان، کله د بي پلان او کله هم د سي پلان رامخته کوي.))
هغه په دې اړه زياتوي: ((په برلين کې د امريکا د يو څو سناتورانو او يو څو افغان وګړو ناسته به انشاءالله د دې سبب نه ګرځي، چې د دښمنانو شوم پلانونه عملي شي. هغو کسانو چې په دې غونډو کې برخه اخيستې، هغوى د خپل ولس خو لا څه، چې د خپلو نږدې خپلوانو نمايندګي هم نه شي کولاى.))
دى وايي، چې حزب اسلامي به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې يو موټى افغانستان و وېشل شي.
تېره مياشت د جرمني د برلين په ښار کې يوه غونډه جوړه شوه، چې د ځينو افغاني سياسي احزابو مشرانو او د امريکا د کانګرېس ځينو غړو په کې ګډون درلود او په افغانستان کې يې د يوه غير متمرکز نظام غوښتنه وکړه.
د افغانستان حکومت ياده غونډه د ملي يوالي له روحيې او د افغانستان د اساسي قانون له مندرجو اصولو سره مخالفه او وسلوالو طالبانو، دسيسه وبلله.
دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم وويل، چې په ياده غونډه کې برخه وال د کانګرېس غړي د دوى د حکومت استازيتوب نه کوي.
HIA upbeat about peace parleys
by Mir Agha SamimionJan 25, 2012 - 18:08
KABUL (PAN): The Hezb-i-Islami Afghanistan (HIA), the second largest militant group after the Taliban, is optimistic about the outcome of peace talks, says its representatives have held meetings with the US ambassador and NATO civilian and military officials in Kabul.
Led by former prime minister and jihadi leader, Gulbadin Hekmatyar, the HIA representatives held talks with President Hamid Karzai and High Peace Council members last month.
Karzai confirmed the negotiations during his address to Parliament, hoping the process would continue and produce positive results. He made the announcement hours before his meeting with US Special Representative Marc Grossman on ways of ending the Taliban insurgency.
The HIA political office head in Europe, Qaribur Rahman Saeed, on Wednesday told Pajhwok Afghan News their delegation had held meetings with the US ambassador to Afghanistan, NATO's civilian representatives and military officials during its recent visit to Kabul.
He said they had also established contacts with US officials at different levels on the prospects for peace and stability in Afghanistan. "We have not yet received any acceptable proposal from Americans for the country's stability and independence, or plans that could encourage the HIA."
Optimistic that their contracts would finally come to fruition, he said their talks with the Americans had not entered a stage where they could publicly discuss the details.
Weeks ago, the Taliban offered to open a political office in Qatar for possible talks with the United States and other countries. After a brief silence, the Karzai administration announced its agreement, but insisted on a lead role for the Afghans.
Saeed said the meetings between the Taliban and the US had a long history that was finally exposed in the shape of a political bureau for the insurgents in Doha. He acknowledged the US-Taliban parleys had raised hopes for peace, but the success of their negotiations was linked to sincerity on both sides.
"The peace talks can succeed only when all groups, including Taliban and HIA, agree on a joint strategy before entering a dialogue with the US and the internationally community," he said.
Saeed said the HIA viewed the ongoing war as disastrous for Afghanistan and had always condemned it. He insisted the war had been imposed on the country by outsiders. HIA leader Gulbadin Hekmatyar, through letters, media and other channels, had been telling the US and NATO that war was no solution to the problem, he said.
According to Saeedi, Hekmatyar believes the only solution is a complete withdrawal of foreign troops from Afghanistan and the conduct of a free election to establish an Islamic government.
He asked all political forces and civil society organisations to join hands to evolve a comprehensive strategy for Afghanistan's better future.
He pointed out the 15-article resolution presented to the Afghan government and the international community by the party contained no power-sharing condition. Any change of government should come through elections, he suggested.
Seeking the unconditional release of all prisoners from Guantanamo Bay and Bagram detention centres, he said the HIA's plan in this regard was open to discussion. "No one has so far provided any alternative or amendments."
About neighbours' role, particularly of Pakistan and Iran, he believed regional countries could be of assistance in stabilising in Afghanistan.
On the prospects of talks between the Taliban and the US in Qatar, he said even if the process failed, HIA was hoped for a better future for Afghanistan. "We believe the US and NATO have realised that the only solution to the ongoing conflict was dialogue with fighters."
Critical of a recent meeting of some Afghan figures with US lawmakers in Berlin on a federal system in Afghanistan, he said: "There is no doubt that some elements will work on dividing Afghans."
Those who participated in the meeting did not represent the nation, he said, adding a few US senators and Afghans could not succeed in their nefarious designs. HIA would not allow anybody to divide the nation of Afghanistan, he pledged.
On January 9, ex-vice president Ahmad Zia Masoud, Junbish-i-Millie party chief Abdul Rashid Dostum and Hezb-i-Wahdat leader Mohammad Mohaqiq met some US lawmakers in Germany.
The Afghan politicians were urged to initiate efforts at converting the presidential form of government into a federal system. The US congressmen asked them to use their influence in this regard.
But a State Department official said Congressman Dana Rohrabacher and other US lawmakers who met the Afghan leaders did not represent the Obama administration.