
دلوی خدای (ج) په سپیڅلي نام
د هېواد د روانو حالاتو په هکله
دافعان ملت د ګوند اعلامیه
د مرغومي ۱۳۹۰،۲۵
کابل افعانستان
محترمو هېوادوالو !
همدا اوس د افعانستان خلک له مهمو مسایلو سره مخامخ دي.افعان ملت یو پخوانی اسلامي،ملي،او ډیموکرات ګوند دی.دې ګوند هر وخت د مهمو مسایلو په هکله څرګند دریځ غوره کړی دی.په تیرو څو ورځو کې د ګوند اجرایه کمیټې او عالي شورا غونډې وکړې ،یو شمیر تصامیم یې ونیول ، دغه تصامیم يې د ګوند د ولایتي جرګو او دولسوالیوله منشیانو سره شریک کړي دي چې دګوند صفوفو ته د ګوند موقف روښانه وي .همدارنګه دګوندرهبرۍ تصمیم ونیوچې دروانوحالاتوپه هکله دګوند دریځ د مطبوعاتو له لارې ټولو هیوادوالوته په لاندې ډول اعلان کړي.
۱. دافغان ملت ګوند په هېواد کې د ټولو قومونو ترمنځ ملي یووالی غواړي او فدرالي سیستم په هېواد کې د ملي یووالي لپاره مناسب نه بولي.موږ په دې پوه یو چې په ځینې ډیموکراتوهېوادونو کې فدرالي نظام حاکم دی ،خوهلته هم دفدرالیزم اساس قوم ندی او هر چیرته چې فدرالي نظام په قومي هویت باندې ولاړ وي ، هغه د ملي یووالي د ټینګیدو په لار کې خنډ ګرځي . د افغان ملت ګوند له قومي، ژبني اونژادي تبعیضونو سره مخالف دی. د افغانستان ټول وګړي باید چې له قانوني مساواتو څخه برخمن وي اود ټولو وګړو ترمنځه همدغه قانوني مساوات اود تبعیض د له منځه وړل به د ملي یووالي بنسټ وګرځي .
موږ د فدرالیزم د اضرارو او مزایاوو په اړه د ازاد بحث مخا لف نه یو خو دا بحث باید چې د افغانانو ترمنځه وي او بهرنیان باید ددغه ډول موضوعاتو له ملاتړ څخه ډډه وکړي.
اوس دافغانانو لویې ستونزې جګړه ،تروریزم ، ناامني، فقر ،بې کاري او دحکومت د موثریت ضعف دی.د افغانستان د بیلابیلو قومونو سیاسي شخصیتونه او سیاسي ډلې باید چې د سیاسي یووالي له لارې د هېواد د اصلي ستونزو لپاره د حل لارې وړاندې کړي او په مصنوعي موضوعاتولکه( فدرالیزم )وخت ضایع نکړي ، د افغان ملت ګوند چمتو دی چې دهېواد د ټولو قومونو د سیاسي څیرو او سیاسي ډلو سره په ملاتړ کې د هېواد اصلي ستونزو لپاره د حل لارې چارې وړاندې کړي.
۲. دافغان ملت ګوند ددولت دوسله والومخالفینوسره دخبروله لارې سوله غواړي .په دې اړه موږ د قطرپه هېوادکې د طالبانو د نماینده ګانو سره خبرو ته په مثبت نظر ګورو.
په افغانستان کې دجګړې د دوام له امله ډیری بې ګناه افغانان وژل کیږي اوهېواد مولا نور هم پسې ورانیږي .داد هر با مسو لیته افغان دنده ده چې د سولې په لاره کې هڅې وکړي .خو تل پاتې سوله په هېواد کې هغه وخت ټینګیدی شي چې روغه جوړه په اخلاقي اصولو ولاړه وي موږ د خدای(ج)له حاکمیت نه وروسته په افغانستان کې حاکمیت دهیواد دوګړوحق بولواوداوګړي حق لري چې دازادوټاکنوله لارې په ټاکلې موده کې خپل ملي ذعامت وټاکي .همدارنګه د هېواد هر وګړی ځینې اساسي حقوق لري چې دغه حقوق باید د ټولو له خوا مراعات شي .موږ په سیاسي نظام کې ددولت د وسله والو مخالفینو د ګډون ملاتړ کووخوهغوی هم باید چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او سیاسي سیالي ومني .سربیره پردې د قطر په خبرو کې باید چې د افغانستان د حکومت رول زیات وي او دا خبرې باید په روڼ ډول پرمخ لاړې شي او هیڅوک حق نلري چې د افغانستان د خلکو له خبرتیا او خوښۍ نه پرته د هېواد د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي .
۳. په تیروڅومیاشتو کې دا دردناکه اوازه دسیاسي ډلو ،میډیا اوخلکوترمنځه خپره شوې چې ممکن د دولت د وسله والومخالفینو سره دسولې لپاره د اتو یا نهو جنوبي ولایاتو اداره له مرکزي حکومت نه جلا شي اوطالبانو ته وسپارل شي. دافغان ملت ګوند د هېواد په هرګوډکې له مرکزي حکومت نه بیله اومستقله اداره په کلکه ردوي او دهېواد په جغرافیوي ،اداري ،او سیاسي یووالي باندې ټینګارکوي .دا دافغانستان د حکومت قانوني او ایماني دنده ده چې د خاورې له تمامیت او د هېواد له اداري یووالي څخه دفاع وکړي او له بهرنیودوستانوڅخه موهم داهیله ده چې زموږدګران هېواد افغانستان لپاره دې نورنوي سیاسي کړکیچونه نه پیداکوي .
۴. ددې لپاره چې سکوت په تائید تعبیر نشي ،سر له دې چې ډیر د تشویش وړندي، د افغان ملت د ګوند یو شمیر ناراضه ملګروڅواونۍوړاندې په رسنیو کې ځنې بې مسولیته څرګندونې وکړې. څرنګه چې ټولو ته معلومه ده افغان ملت ګوند د افغانستان له ټولو ګوندونو نه یو پخوانی ګوند دی .دا ګوند ملي ،اسلامی ، او ډیموکراتو عقایدو ته متعهد دی او یواځنی افغاني ګوند دی چې څو ځلې یې د ازادو ټاکنوله لارې خپل زعامت ټاکلی او یا يې پکې بدلون راوستی .په طبعي ډول په هر ډیموکراتیک ګوند کې ځینی احتلافات موجودوي؛ خوپه ډیموکراتوګوندوکې داخلي اختلافات دټاکنوله لارې حل کیږي.دګوند مرکزي دفتر د ګوندي کنګرې د مجلس لپاره د ټاکنو کمیسیون ګمارلی او درې میاشتی وړاندې د افغان ملت د اخبار له لارې ګوندي غړوته خبر ورکړل شوی دی ،که دلوی څښتن خوښه وي په راتلونکي پسرلي کې به د ګوند کنګره دایره شي ناراضه ملګري کولای شي د خپلې خوښې پالیسۍ او نوماند لپاره کمپاین وکړي او په ګوند کې د ډیموکراسۍ له اصولو سره سمه مبارزه وکړي .بل هر اقدام به بې اصوله ،بې اثره او دډیموکراسۍ اود ګوند له اساساتو څخه سرغړونه وي . دافغان ملت ګوند رهبریت اوسازمان پرخپل ځای دی او د عدلې له وزارت سره یواځې همدغه رهبریت او مرکزیت ثبت دی او له ٪۹۸ نه ډیرو افغان ملتیانو ته یواځې همدغه رهبریت او مرکزیت مشروعیت لري.
څرنګه چی مو د اعلامیې په سرکې وویل نن سبا افغانستان له مهمو مسایلو سره مخامخ دی د افغان ملت ګوند به دافغانستان د قومونو ترمینځه د ملي یوالي د ټینګښت او له فدرالیزم سره د مخالفت په لاره کې به خپلې هڅې چټکې کړي ؛دافغان ملت ګوند په قطر کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته په مثبت نظر ګوري او ټینګار کو ي چې سیاسي روغه جوړه باید چې په منل شویو سیاسي او اخلاقي اصولو باندې ولاړه وي؛ دافغان ملت ګوند له مرکزي حکومت نه هرډول مستقله اداره چې د هرڅو ولایاتو نه جوړه وي او دهیواد په هرګوډکې چې وي په کلکه ردوي او د هیواد په اداري ،جغرافیوي او ملي یووالي باندې ټینګار کوي ؛ د افغان ملت ګوند به په نږدي وخت کې ګوندي کنګره دایره وي او دګوند دننه اختلافات به دګوندي ډیموکراسۍ له اصولو سره سم له منځه وړي.
دافغان ملت ګوند مرکزي دفتر