ژورنالستان اوصحافت ...

ترټولو غوره جهاد د جابر يا ظالم بادشاه په مخکې رښتياخبره کول موږ ته راښودل شويدى .
د٢٠١١ کال کال ترپاى C.P.J کميټې ټو پريټيګ جرنلست ادارې په وينا په تيريوکال کې چې دخپلو دندو په ادا کولوسره دوژل شوو کسانوشميرخپور کړيدى ٤٦ وژل شوې کسانوکې ٧ په پاکستان هيوادکې وژل شويدي ،اودهغې ادارې پروينا دژورنالستانو لپاره يادهيواد ترټولوخطرناک دى اودصحافت لپاره ديومرګ دکورپه نوم يې يادکړيدى ،
بل خوا انټرنيشنل پريس انستيتيوت سره تړاو لرونکى اداره ډيت واچ ويلې چې په تير٢٠١١ کال کې په ګرده نړۍ کې ١٠٣ ژورنالستان وژل شويدى اودهغوى پروينا په نړۍ کې ترټولو خطرناک هيوادد ژورنالستانولپاره مکسيکوپه ګوته شويدى ، چې يوازى په تيرکال پکې لسو ژورنالستانو خپل ژوندله لاسه ورکړيدى .
ژورنالستې ياصحافت نسبتاً دنورو دندو په پرتله يو نوى صنف ياټولګى دى کوم چې دتيرو څوپيړيوڅخه نړۍ ته ښکاره شويدى له هغې وړاندې له زرګونوکلونوراهيسې فلسفيان ، شاعران ، نثرليکونکى ، دراي په ازادى اودفکرونو په قيمت خپل ځانونه بايلودلې دي.
کله يې په زندانونوکې د قيدسختۍ ګاللې ،سپکاوي ورته شوې اوشکنجه شوې اوبيلابيلوتکليفونه ورته ورکړل شوې ، اوآن تردې چې کله خودميږي په څيرد خاورو سره يوځاې شوي هم دي ، په هره زمانه کې درايې د اظهاربيلابيلې طريقې مخې ته را غلې  .
 
يونيم زرکله پخوا زموږ په ماضي کې ډول ، ډول نابغه وګړو دخپلو فلسفيانه فکرونواودعقيدې له دائرې څخه دوتلوپه خبرو قيدشوې سزاوې يې تيرې کړې ، وژل شوې اوداټول دخليفه وخت يا د سلطان وخت په امرونوشويدې ، منطق اوفلسفې سره تړاو دابن ماجه لپاره عذاب شو اوهغې سره د خلکو کينه تردې حده ورسيده چې هغه ته زهر ورکړاى شو او ووژل شو .
 
دغه راز شيخ شهاب الدين سهروردي کوم چې د شيخ مقتول په نوم شهرت لري دخپلې فلسفيانه اود سياسي فکرونوپه وجه پدې ډول ووژل شوچې هغه په زندان کې واچول شو دخوړو او څکلو څخه محروم کړاى شو اومرګ هغه ته په لحظه ، لحظه رانږدي کيدواوکله چې د ولګې لامله مړشو نودهغه  مړي ته په ښارکې دښخولو اجازت ورنه کړاى شو ، اودښار څخه دباندې ښخ کړاى شو ، په دغه زمانه کې دمنطق اوفلسفې د ستونزو حل کولو وګړو ته يهودې ، زنديق ،کافر،مرتد اونعوذباالله دخدايې ددعوې کولو والا نومول شوې ، اودوخت بادشا ته به دهغوې د وژولو لپاره مفتيان په ډيره اسانۍ په لاس ورتلل ، چې دهغې ترټولو لويه بيلګه دمنصورحلاج ده ،چې دهغې فکرونواوسياسې تګلارې هغه د خپل مرګ ترځايه ورساوه ، په سولۍ کړاى شو اوله بدن څخه يې تردريو ورځوپورې په قلاره ، قلاره وينه بهيده ان تردې چې ، له بدن څخه يې دوينې اخرې څاڅکى  وبهيده اومړشو .
په ابن رشد چې څه تيرشوې  په لوستلويې دسړى سينه له غمه ډکيږې ، هغه د اوه نسلونو دقاضى القضاة په عهده باندې دپاتې کيدو واله ؤ ديوعالم اوفاضل زوي ؤ اود وخت   قاضى القضاة ابن رشد څخه دجومات قرطبې په پړويوکې دلمونځ کوونکو څپلۍ پاکي کړاى شوې لمونځ کوونکوته امرشوې ؤچې پردغه زنديق اوملحد خپلې لاړې وتوکي ، اودلمونځ کولو څخه چې ستنيږې بياهم پرهغه توکل لازمې ول ، زموږ ددغه لويو مشرانو ډيرى کتابونه اواثار سوځول شوې ،اوکه په هغې کې کوم کتابونه د سوځيدو څخه ژغورل شوې هم دې اونن داروپا په کتابتونونوکې شتون لري ، نودا دهغه عالمانوديهودې شاګردانوکمال دى چې دهغوې کتابونه يې په پټه له ځانه سره وړې ؤ اود اروپادبيلابيلوهيوادونواو ښارونو ته درسيدو سبب شو .
 
دابن رشد دکتابونودساتنى کارد اروپادنشاة ثانيه پورې تړاو لرې .
 
صحافت پرته له شکه چې يوه پاکه دنده ده حق اورښتياويل دجابرانواو ظالمو حکرانانو پروړاندې موږ ته جهاد ويلې شوې نن فلسطين ،افغانستان ، عراق ، مصر، پاکستان ، ليبيا ، شام ، يمن ، بحرين اوپه بيلابيلو اسلامې هيوادونوکې څه روان دې اوڅه ونه شول آيا داسې خوبه نه وې چې داهرڅه داسلام اود هغې د حقانيت دزپلولپاره کيږې ؟؟؟
 
شاوخوا لس کاله وړاندې پرامريکا بريدونه وشول اودبيلابيلوهيوادونوبې ګناه وګړې پکې ووژل شول له هغې وروسته پرافغانستان باندې بريدپيل شو په لکونو افغانان شهيدان ،ماشومان يتيمان ، ميندې خويندې ،بوري کونډې شوې اوپه بيلابيلو افغانانوپه بيلابيلو نومونو ظلمونه وشول ، پرهغوې دنورکله په څيرجنګ يوځل بيا وتپل شو .
 
ترټولو حيرانونکى خبره داده چې دنړۍ هرځواک چې خپل ځان ته دوخت سترځواک وايې بالاخير دنړۍ په څلورلارې (افغانستان) تيريږې ،اوتراوسه تري کوم خپل ځان ته چې سترځواک وايې روغ اوسالم نه دې وتلې ، اونه وتلاى شې  ،
له سکندرمقدونې څخه نيولې ترسره لښکره پورې ټول پدې خاوره کې تيتوپره شوې اوهم تري تم شوې .....
دسکندر مقددنې په يادونې سره يوه تاريخې واقعه راياده شوه چې دتاريخ په کتابونوکې شتون لرې ،کله چې سکندراعظم افغانستان ته راورسيده ، اوپه افغانستان کې يې ډيرو خت تيرکړ، نور مور ورته يو ليک راواستوه ، چې په ګرده نړۍ کې دي دومره وخت نه دي تيرکړي اوپه افغانستان کې دى ترشاوخوا دوه کلونوپورې وخت تيرکړ ولي ؟
په ځواب کې ورته دهغه زوې دافغانستان خاوره واستوله اوپه خط کې يې ورته وليکل چې يوازې داخاوره دخپل پارليمان دغړو د قالين لاندې خوره کړه ، موريې هم داوکړل ، کوم دپارليمان لوړپوړې چارواکو چې تيروخت کې به يې ديوبل سره صلاح مشوري کولې اويوبل ته به يې ډيردرناوى اواحترام کاوه ، په ناڅاپي ډول په خپلوکې سره مشت ګريوان شول اوببولالې يې پيل کړې ، دسکندر موروپوهيده چې کمال ټول په خاوره کې دى ځکه خويې په ځواب کې ورته زوې خاوره ا ستولې وه موريې فکر وکړچې ، دهغوې په خپلوکې سره هماهنګې ، دفکراوسوچ يووالې ن اوسمهال نه دې پاتې  لدې امله يې په يادهيوادکې وخت ډيرواړاوه .
 
امدم به سرمطلب رښتياويل اودحق خبره زماخپل شخصې نظردادى چې نن ټوله نړۍ دمسلمانانود ختمولو لپاره راجمعه شوې ده ،او هم دا هغه وخت دى چې موږ ته پري تاکيدشوې چې ديوسنت په ژوندې ساتلو اوعمل کولو دسلوشهيدانود اجرمسئله ده .
نن موږ نړۍوالو په بيلابيلو ډلو ويشلې يو ، چاته يې ټوپک ورکړې اوخپل ورور په بل افغان ورور وجنې ،څوک په يوه نوم او څوک په بل نوم يې نومولې دى اخرې وخت دى الله دې وکړې چې خاتمه موپه دين اسلام بآندې وشې ، اوداهم هاغه وخت دى چې سپيڅلې دين موږ بايد د جاموپه غاښونو کلک ونيسو په مخکني غاښونونه ولې چې هغه ناتوانه دى هسې نه چې ووځې .
په ياده ليکنه کې که راڅخه کومه خبره زياته اوياهم کمه شوې نومخکې له مخکې درڅخه بخښنه غواړم زموږ يواستاد دى هغه وايې : انسان خوداسې  دى لکه بنيادم اوکمې زياتې کيدل تري کوم ناشونى کارنه دى .
 
 
ليک : مسيح الله (عصام)
Masihullah_asam@yahoo.com