
ددوو اونيو په منځ کې دا دوهم ځل ده چې په افغانستان کې دیره غربي يرغلګرو عسکرولخوا دافغاني اقدارو سپکاوی بربنډيږي او دافغانستان اسلامی امارت هغه ادعا په کلکه تائيدوي چې بهرني یرغلګر وزموږ په هيوادباندې زموږ دعزت او ابرو دلوټلوپه موخه یرغل کړی او داده هره ورځ يي دنويو بشري ضدجناياتو شاهدان يو چې په تأسف سره بيايې هم زموږ بي وزله ،مظلوم او مقهورولس قرباني شوي ده ، په هيوادکې مو داځل برتانوي ځواکونه زموږ دوه تنه تنکې ماشومان يوه انجلۍ اويوهلک چې عمرونه يې دلسو کالو شاوخوادي ، دې ته اړکوي چې دمتمدنې نړۍ !!؟؟ دڅوتنو وحشي عسکرو په خاص اندامونو او دبدن په شهواني غړوباندې لمس وکړي او ددغو درنده ګانو جنسي غرايز وپاروي ،چې په خورا متضحانه شکل يې ويډيو هم ډکيږې .
دافغانستان اسلامی امارت په دې اړه خپل کلک غبرګون ښيي دغه له کرکې اوشرم نه ډکه پيښه غندي او دادیرغلګروعسکروداخلاقو دمعيارپه توګه نړيوالو ته ورپه ګوته کوي ،په دې لړکې لومړی په خپل درانه ، باعزته ،ويښ او په ننګ اوناموس مين ملت غږکوي چې هرڅه ژرلاهم دخپل مقدس جهاد صفونه غښتلي کړي او نور زموږ په حيااوعزت باندې لوبې کونکي دښمن ته دلازياتو رسواکړنو دانجامولو اجازه ورنکړي .
دروند او ځوريدلې ملته ! نن ديرغلګرو لاسونه زموږ اوتاسو ترناموسو رارسيدلي دې بايد نور دسرټيټې ژوند پرځای دسرلوړي شهادت په طمعه دهرې طبقې خلک خپل لاسونه سره يو کړو او ديرغلګر دښمن نه ددغو ټولو شومو اعمالو کسات واخلو ، ورسره په ځنګ کې هغو بدمرغه څيروته هم دعبرت ډک درس ورکړو چې ددغو ناپاکووحشیانويرغل ېې بدرګه کړې او لايې هم زموږ په پاکه اسلامي خاوره اوسيدل اړين بولي .
په سنګرکې ناستو دشهادت په آرمان راوتلو شازلمومجاهدينو وروڼو!
تاسو هم پخپل ځای کې دخپل ملت دعزت ،حيا،ناموس او آزادۍ دساتلو په وړاندې ځانګړي مکلفيتونه لري ،تاسو پوهيږې چې ماتې خوړلي دښمن مواوس په خاوره کې دوروستيوهڅو او هلوځلو په توګه دغه راز ناوړه کارونوته لاس اچولی او وار له مخه ېې په دې هيوادکې نور خپل منحوس شتون ته قبرکښلی ده ،نو تاسو هم دخپلو وروستيو ګوزارونو په لړ کې ددغه تنکويو ماشومانو سره دداسې سپک چلند ،دشهيدانو په اجسادو باندې دمتيازو دکولو او په سلهاوو نوروجناياتو او ناوړه بزدلانه کړنو په وجه دښمن ته داسلامی او افغاني انتقام په دود داسې کلک ګوزارونه ورکړئ چې هيڅکله يې هيرنکړې او بيرته موحيا او ابرو پرځای او آزادۍ مو يقينې شي. ددې ترڅنګ په نړۍ کې په تولوملتونو او په ځانګړي ډول له مسلمانو ملتونو نه هم غوښتنه کوو چې پرموږ باندې دداسې ظلمونو دترسره کولو په مخنيوې کې له موږ سره لاس وکړي او په هره ممکنه لار چې وي دافغانستان دخلکو دريښتوني نماينده په توګه دافغانستان اسلامی امارت سره خپله خواخوږي وښي او ددغه وحشي صفته دښمن په ځپلوکې مو په هرراز ممکنه وسيلو مرسته وکړي .
موږ دتيرپه څير دملګروملتونو له سازمان ،له ټولوحقوقي او بشرپالو ادارو او په ځانګړي توګه له اسلامي کنفرانس او ټولو اسلامي هيوادو نو له حکومتونو نه هم په کلکه غوښتنه کوو ترڅو په افغانستان کې دبرتانوي او ټولو بهرنيو عسکرو داسې جنايات شخصې پيښې ونه بولي بلکې ددغو هيوادونو دوحشي لښکروداعمالو دهندارې په توګه يې په يوغږ او رسمي توګه وغندې او د ريښتوني انساني احساس له مخې نور له موږ سره دآزادۍ په ترلاسه کولو کې هر راز مرسته ونه سپموي .
خپل بزدل ،ماتې خوړې ،رسوا، شرميدلي اوپه هره عرصه کې ناکام دښمن باندې بيا هم غږ کوو چې ستاسو دغه جنايات به ان شاءالله زموږ په خاوره کې ستاسو شتون ته په حتمي توګه دپاي ټکې کيږدي ،موږ ستاسو سره دجکړې په پيل کې ستاسو شريرو اخلاقي ضعف او کمزوري احساس کړې وه ،داستاسو ديو څوتنو خپل سرو عسکرو فردي جنايت نه ده بلکې داستاسو حکومتونو او ټولو نظامي ارګانونو اصلي څيره موږ او ټولو نړيوالوته بربنډوي ، نړيوال دجګړې په پيل کې دګوانتانامو له زندانيانو سره ستاسوچلند په ياد لري ،ستاسو برخورد دعراق په ابوغريب زندان کې هم ستاسو روښانه تصويرنړۍ ته وړاندکړي وو ، او دالس کاله زموږ دخلکو په وړاندې هم ستاسو لخوادغه راز په زرهاؤ پټ او ښکاره جنايات ستاسو داصلې څيرې نمايندګې کوي ،ستاسو داسې اعمال به حتما ان شاءالله په درنو تلو وتلل شي ، زموږ ارادې ستاسو په وړاندې مظبوتي دې ، موږ وارخطاکيږونه ، موږ دجګړو او ډغرو اوږد تاريخ لرو؛ خو تاسو خپلې سترګې خوړلې دې چې نه مو دې مطالعه کړي او يامو زموږ په اړه ناسم او ضعيف فکر کړی ،زموږ خاوره دآمپراطورانو دماتې او دل کيدو ګڼ پلونه پخپله سينه کې لرې ستاسو جنايات به يو اځې ستاسو دريښتونې هويت څرګندويي وکړي ،خوزموږ ملت به له دغه ناورينه هم په سالم او سرلوړي توګه راووځي ،ستاسو غلامان به هم دلته کلک حساب ورکوي ،موږ نور ښه پوهيدلي يو چې ستاسو ديرغل وروستي شيبې دې او تاسو به په دغو ګرانو شيبوکې هر راز جناياتو او وحشتونو ته لاهم لاس واچوي ، خو يوشی هيرنکړي چې داهرڅه به ستاسو سره محاسبه کيږي ،ددې جرمونو نه به نور تاسو او ستاسو يرغلګر عسکر بي پوښتنې پاتې نشي ،موږ به ستاسو دهرعمل په وړاندې پخپلووينوسره ستاسو له هر فردفرد عسکرنه انتقام اخلو ،زموږ په سلهاوو فدايي مجاهدين دبريد نو بت ته انتظارباسي او په زړه پاخه په زرهاوو نور مجاهدين مو ستاسو په وړاندې دجګړې ډګرته روان دې ،تاسو به حتما دخپل عمل سزا ګالئ اوحتمابه مو ورميږ ماتيږي .
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۳/۰۲/۲۵ هــق
۲۰۱۲/۰۱/۱۹ م