د طالبانو لخوا يوه اعلاميه:

 د ټولو رسنيو دتوجه وړ :
السلام علیکم  !
دافغانستان اسلامی امارت په  عنوان  يوه جعلی اعلاميه په   يوه کاغذي پاکټ  کې  دځينو رسنیو دفترونوته وروړل شوی ده چې دځينو نويو مسائلو په اړه پکې  څرګندونې شوی  دې او داهم پکې ويلی شې چې مجاهدين بايد خپل  بريدونه کم کړې ، دغه پاکټ اصلا جعلي ده او داستخباراتي وارخطا کړيو لخوا دتشويش اچولو په موخه  استول شوي ، له ټولو رسنيو هيله کوو چې دغه اعلاميه دافغانستان اسلامي امارت  له لورې په کلکه رديږي ، که موږ کومه خبره له رسنيو سره شريکوله دتل په شان به يي دايميل دلارې په خپل آدرس  دراستوو ، نو دغه دمعمول خلاف اعلاميه هيڅ اعتبار نلري ، هيله ده اعتنا ورته ونشي ، مننه
ذبيح الله مجاهد دافغانستان اسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۳/۰۲/۲۲ هـــق
۲۰۱۲/۰۱/۱۶ م