
( پنجشنبه د جدی ۲۲مه ) پکتيا ميشتوقومونو،ولايتي شورا،مدني ټولنواودمجاهدينوشورا د جرمني هيواد د برلين په ښار کې دهغې غونډې په سختو ټکو غندنه وکړه چې د هيواد د رياستي نظام دله مينځه تګ او د فدرالي نظام د راتللو په موخه جوړه شوې وه:
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې دپکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وويل چې چې افغانستان اوسني شرايط دې ته نه دي برابرچې دفدرالي نظام پواسطه وچليږي ،ده وويل چې ځيني کسان داچاره پدې هدف ترسره کوي اوهڅې ورته کوي چې افغانستان يوڅل بيا پرکنډوالو بدل شي ،
همدارنګه په دې سربيره دقومونو،مدني ټولنو ،مجاهدينوشورا،علماووشورااوځوانانواستازودخپلوويناووپه ترڅ کې له دولته په سختو ټکو کې وغوښتل چې بې واکه واکداران ،جنګ سالاران اوملي يوالي ته زيان رسوونکي محاکمه اودبې ځايه کړنو مخه يې ونيسي
دوی ديوه پريکړه ليک په صادرولو سره له دولت اونړيوالې ټولنې وغوښتل چې داشان څيرې بايدله دولته ليرې اونړيواله ټولنه هم بايدپداسې موضوعاتوکې ترې کاروانخلي ،دوی له نړيوالې ټولنې داهم وغوښتل چې دتفرقې په اچولو کې دې له دولت اوافغان وګړوسره مرسته نه کوي دوی سره دې دملي يوالې،سولې اوامنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي،
روح الله سمون
پريکړه ليک
لومړۍ:څرنګه چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري اودپيړيوراهيسصې يوواحدملت دی هروختچې هيواداوولس ته خاين عنصرپيداشويدي افغان ولس دخپل ملي وخدت په توره وهلي اودتاريختوروکندوته يې غورځولي دي ،
دوهم: لويه اوبا عظمته پکتيا چې له برمه ډک تاريخ لري ،پکتياوال هغه جنګ سالاران اوخپل سري بې واکه واکداران په ککله غندي چې پرديو هيوادونو کې دخپل هيوادبربادي ،نفاق اچونې اوملي وحدت ته زيان رسوي ،
دريم: مونود دولت او نړيوالې تولنې څخه په کلکه غواړو چې هغه پيژندل شوې کرغيړنې څيرې چې دالمان پلازمينې برلين کې يې دافغانستان درياستي نظام دله مينخه تګ اودفدرالي نظام دراتللو هڅه يې کړې وه دمحکمې ميدان ته راکش کړي چې بيا داشان کړنې ترسره نکړي ،
څلورم : دلويې پکتيا ولسونه په ټولو هيوادوالوغږکوي چې چې دداشان څيرو په اړه چې هيواد ته زيان رسوي په يوغږراپاڅي اومخه يې ونيسي ،
پنځم: همداشان مونږ په نړيوالوغږکووچې زمونږ سره دنفاق اوتفرقې په اچولو کې مرسته ونکړي اوديوالي ،سولې اوامنيت په برخه کې راسره مرسته وکړي ،چې پدې سره به دښمن هيڅګله هم شوموهدفونو ته ونه رسيږي