
( چهارشنبه د وری ۲۸ مه ) تیره شپه بهرنیو ځواکونو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند د پټولۍ په کلی کی خپل سری عملیات کړی
په دی عملیاتو کی سیمه ایزو افغان امنتی ځواکونو برخه نلرله
د عملیاتو په پایله کی یو تن قومی مشر حاجی میزرا په شهادت رسیدلۍ میرمن یی ټپی شوی او دده له کور نه یی څلور تنه ملکی وکړی له ځان سره وړی دی
په دی یادو څلو تنو کی یو تن د حاجی میرزا ورور ، دوه تنه د افغان بیسیم مخابراتی کمپنۍ تخنیکی کار کوونکی دی چی تیره ورځ سیمی ته د افغان بیسیم د یوه انتن پورته کولو لپاره راغلی وو
بهرنیان ادعا لری چی دوی یو شکمن کس په تړاو عملیات تر سره کړی ، خو یاد کس چی شهید شوی په هیڅ ډول له افغان امنیتی ځواکونو سره په تور لیست کی نه بلکه یو ملکی وکړی وو
په نوموړی پیښه د پکتیا ولایت مقام مشرتابه نه یواځی خوابدی ده یو بلکه دا پیښه د تل په څیر غندو او شویو تړونونو خلاف یی بولو
د پیښی په تړاو د ولایت مقام یو با صلاحیته پلاوی سیمی ته استولی ترڅو د پیښی په اړه کره او تفصیلی معلومات د ولایت مقام ته وړاندی کړی
درنښت
روح الله سمون
د پکتیا ولایت د عامه اړیکو مسوول او ویاند