د یانکوبش مرستیال  پکتیا ته په سفر تللی

 د یانکوبش مرستیال  له پکتیا والی سره وکتل
( چهار شنبه د کب ۱۶ مه )  په افغانستان کی د ملګرو ملتود خاص استازی مرستیال بینک النډر یو لوړ پوړی پلاوی سره یوځای  له پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد سره وکتل
په دی کتنه کی په افغانستان کی په روانو حالاتو او همدا رنګه په راتلونکو ټاکنو او موجوده د ټاکنو کمیسیون باندی خبری وشوی
پکتیا والی  وویل پکتیا یوسرحدی ولایت دی او له ګاونډی هیواد پاکستان سره اوږده پوله لری ، اوس هم د امنیت په برخه کی کومه ځانګړی ستونزه نلری او د ټاکنو پر مهال به هم ستونزی پکښی نه وی
اما که مونږ غواړو چی عادلانه ټاکنی ولرو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کی بنسټیز بدلون حتمی ده ، د ده په خبره په تیرو د ولسی جرګی ټاکنو کی دا سی کمیشکاریانی وشوی چی یوه پوله یی کابل او له دبی کی وه


همدرد زیاته کړه بله موضوع بریښایی تذکری او یاهم نوی د ټاکنو کارتونه دی چی باید وویشل شی که نه نو دا پخوانی کارتونه په ډیره آسانه له ګاونډیو هیوادو نه راوړل کیدای شی
روح الله سمون