پکتیا پوهنتون باید لمړۍ لیکې ته ارتقا وکړی

( دوشنبه د کب ۲۱ مه ) د پکتیا پوهنتون اوس مهال په دوهمه لیکه ( کتګوری ) کی دی او دا پوهنتون باید ار تقا وکړی او د هیواد د نورور لمړیو لیکو د پوهنتونو په لیکه کی حساب شی
دا پریکړه نن پکتیا پوهنتون د ریس عبدالرحیم فراهی په وړاندیز د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد په ګډون د پکتیا ولایت په اداری غونډه کی وشوه
د پکتیا پوهنتون د ریس فراهی په خبره اوس مهال پکتیا پوهنتون دطب ، انجنیری ، حقوق ، ادربیات ، کرهنی ، تعلیم او تربیی په ګډون فعال پوهنځی لری چی د هیواد له شته لمړیو ګته ګوری پوهنتونو سره د هر ډول سیالۍ جوګه دی
د فراهی په خبره اوس مهال پکتیا پوهنتون شاوخوا ۵۰۰۰ محصلین لری چی د ۱۵۶ کدری استادانو لخوا ورته تدریس کیږی
پکتیا پوهنتون په نوی ټکنالوژۍ هم سمبال دی چی اوس مهال ۱۵۰ پایی فعال کمپیوټرونه لری چی ټول په انټر نټ سمبال دی
د پوهنتون کتابتون فعال دی چی هر مهال محصلین کولای د مطالعی لپاره اړوند کتابونه مطالعه کړی
پکتیا پوهنتون کی اوس مهال په نهو پروژ باندی کار روان دی چی له هغی ډلی څخه ، د طب پوهنځی لپاره تدریسی بلاک ، اقصاد پوهنځی ته تدریسی بلاک ، ورزشی لوبغالی ، د لیلی الحاقیه او داسی نور شامل دی
په ننی مجلس کی پریکړه وشوه چی د والیصاحب په وړاندیز به له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کیږی چی د پکتیا پوهنتون په یادو ځانګړنو سره باید د لمړی لیکلی په پوهنتونو کی حساب شی