غزل

                      
دا عمر څه خوږ؟ چې د ویر او غم په کور تیریږي
چې په تا درد تیریږي ما باندې هم اور تیریږي
 
د بې شعوره بې احساسه پښتنو په وجود
د رواج خدای مدام  د ظلم په اس سپور تیریږي
 
د تلو په وخت کې مو ناڅاپه داسې چیغې وکړې
لکه په منځ د ماشومانو کې منګور تیریږي
 
ظالم یې نه اوري ګنې مظلوم چې اخ وکاندي
په کایناتو کې یو سورطوفان د شور تیریږي
 
سادګان وايي چې جلانه! ښه مزې دې وکړې
خو خبر نه دي چې مې ژوند د درد په زور تیریږي
 
                        سیدجیلاني جلان