په فيصلو کي د اسلامي امارت استقلال

 داونۍ تبصره چې داسلامی امارت رسمی نظر څرګندوی 
دوشنبه, 09 January 2012 11:52 -    که د یو چا د پیژندګلوي او آزمایلو لپاره عمل معیار وي، نو د تیرې یوې نیمې لسیزې په اوږدوکې د افغانستان اسلامي امارت  په کراتو  په همدې محک  آزمایل شوی او  پوره ختلی  خو  بیا هم دښمنانو،  د اسلامي امارت  په خلاف له ناوړه تبلیغاتو لاس نه دی اخیستی . هغه وخت چی زموږ ګران هیواد د ملوک الطوائفي او جنګسالارۍ په جبه زار کې ډوب وو.  هیڅوک ددې ولس د نجات په فکر کې نه وو.   په لس ګونو بیګناه افغانان به  د بې بند باره   ټوپکیانون له خوا هره ورځ  شهیدانیدل، د هغوئ مال او آبرو محفوظ  نه وه، نو همدا د اسلامي امارت غړي وو چی هیواد یې  له دغه   سترمصیبت څخه وژغوره او د عام ولس مال، سر او ابرو یې خوندي کړه. 
 مګر مخالفینو او مغرضیوعناصرو د اسلامي امارت د ملاتړ په ځای چې په حقیقت کې یوه ملي وجیبه وه،  تبلیغات  پیل کړل ګواکي د طالبانو اسلامی تحریک د غرب له خوا جوړ شوی او یو ګاونډی هیوا یی پالي او ننګه یې کوي  .
 کله چی د د تیرې لسیزې په دوران کې،  اسلامي امارت د استقلال ،  داسلامي هویت  او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره  د نړۍ د یوازني زبرځواک سره په مقاومت بوخت شو، د  ټولویرغلګرو سره یې په افغاني میړانه او اسلامي ولوله ډغرو ته دوام ورکړ  نو بیا مخالفین مجبورشول چی   د غرب خبره تر یوه حده پریږدي  خو په ګاونډیو پسې د اسلامی امارت  د تړلو خبره یې  ټینګه ونیوله  او  ادعا یې وکړه چې اسلامي امارت پخپلو کړنو او فیصلو کې استقلال نلري . اوس  دا خبره هم بې بنیاده او درواغ شول . اسلامي امارت  پخپل سیاسي ابتکار سره ، پخپلو فیصلو او تګلارو کې خپل  استقلال ټولو ته ثابت کړ او همدا شان یې  لا ثابتوي  ، لاکن  بیا هم مخالفین  د اسلامی امارت  په ضد  د نورو  تهمتونو په جوړولو پسې  لګیادي چې ځیني یې  کله ، کله په رسنیو کې هم را ښکاره کیږي.
 باید ووایو چې  اسلامي اصول او ملي ارزښتونه  د افغانستان  د اسلامي امارت د تګلارې لارښود او اصلي ټکي دی چې د هغو له مخې  غواړی په اسلامي نظام، علم، عدالت  او  په اقتصادي پرمختګ پسولل شوی  رفاهي نظام په افغانستان  کی پلی کړي . دهمدې مقصد لپاره د اسلامي امارت ټولي ادارې د امیرالمؤمنین حفظه الله تر قیادت لاندي د یوې او بلې د غښتلې کولو په مقصد،  په یوه جهت کې هماهنګ  کار کوي.
 د نورو سره  هم اسلامي امارت غواړی چې  داسلامی ارزښتونو او ملي ګټو په رڼاکې اړیکي ولري ، چې  نه د چا لپاره مضر وي او نه نوروته   په خپل هیواد کې د لاس وهنې  اجازه ورکوي. د اسلامي امارت،  له پیل څخه  دغه شفافه تګلاره ده.  زمونږ یقین دی چی ان شاء الله،  اسلامي  امارت  به په اوسني  ازمون کي هم  د پخوا په شان  بریالی راوزي ځکه چی نیت او عمل یې دواړه  د اسلام د اهدافو او د ولس د لوړو ګټو لپاره دي.
 همداراز، تیر لس کالونه، د نړۍ لپاره ښه عبرت دی. دوئ غوښتل چې اسلامی امارت  له یوې مخې ختم کړي خو ټولو ولیدل چې نتیجه یې بالعکس شوه.  پدغو سختو شرایطو کې،  اسلامي  امارت  نه داچې غښتلی شو بلکې  په فیصلو او کړنو کې یې پخوالی راغی .  د  ولس  په مینځ کې یې   اړیکي نورې هم پراخې او قوي شوې او ثابته شوه چې  اسلامي امارت په نظامي قوت څوک نشي ختمولی.
 لیرې نه ده چې ان شاء الله  ددې  مجاهد ولس په مټ او د الله تعالی په خاص نصرت  سره  به اسلامي امارت  دهیواد د بشپړې خپلواکۍ  او  اسلامي نظام د قیام اهداف  تر لاسه کړي .و ما ذلک علی الله بعزیز