طالبانو او حزب ته څو مشورې

اوس خو خبره د غوټې سر ته رسيدلي ده او پردې نه غږيږو، چې سوله به څنګه شي، خبره اوس د سولې د راتګ لپاره د شرايطو ده، چې بايد وسله وال طالبان او حزب اسلامي په کومو شرطونو سره له امريکا، افغان دولت او نړيوالې ټولنې سره پخلا شي او او يو باثباته افغانستان رامنځ ته شي.
اوس د ټول افغان ملت سترګې وسله والو مخالفينو تاسو ته دي، چې څه کوئ، په څه ډول سوله منئ، څومره خپل اسلاميت او افغانيت ته ژمن يئ؟.
افغان دولت اوس د مافيايي او غيرمتجانسو ډلو يو ايتلاف دى او له تېرو لسو کلونو راهيسې يې پر افغان ملت ملنډې ووهلې، ډېر طلايي چانسونه يې له خاورو سره خاورې کړل، اداري فساد يې هغې کچې ته ورسولو چې اوس په نړيواله کچه د فاسدو ادارو يوه مخکښه اداره پېژندل کيږي، هغه قاتلين او مفسدين په دې اداره کې سره يو ځاى شول، چې تر پرونه يې د هر هيوادوال ستوني څېري کول، حکومت اوس د لنډه غرو په واک کې دى، فهيم په کې مارشال شو، ده، قانوني، عبدالله او نورو ملګرو يې په ميلياردهاوو ډالر په بډه ووهل، احمدشاه مسعود سره د دومره خيانت او جنايت اوس ملي اتل دى او د کابل په هره کوڅه او هره څلورلارې کې يې اشتهاري عکسونه ځوړند دي، ټلواله اوس د افغانستان په برخليک کې ځان تر ټولو مهم او باارزښته بولي او د افغان ملت لپاره ټولې مرسته شوي پيسې د همدغه څو لنډه غرو جيبونو ته ولويدې.
پښتانه اوس د هر وخت په پرتله ترټولو په مظلوم حالت کې دي، د امريکايي يرغلګرو چپاوونه او ټولوژنې يې له يوې خوا خوري او د ټلوالې فاشېستانو له بلې خوا پسې راخيستي ده، نو اوس يې يواځينۍ سترګې همدې ته دي چې تاسو که راغلى څه لاسنيوى به يې وکړئ؟.
ترټولو د مخه بايد تاسو د هغو خاينينو د محاکمې غوښتنه وکړئ، چې په دې تېره لس کلنه دوره کې يې د ملت حق داسې ترپښو لاندې کړ، چې څوک يې له ډاره د پوښتنې سپڼ نه شي کولاى.
په دې دوره کې دغو داړه مارانو په لکونو جريبه ځمکه غصب کړه، افغانستان ته مرسته شوي په ميليونونو ډالر يې په خپله بډه ووهل او بې ګناه پښتانه يې د طالب او ترورېست په نوم د غلطو راپورونو پر بنسټ په يرغلګرو ځواکونو ووژل.
اوس دا دى يوه بله ستره لوبه يې چې پيل کړي هغه د افغانستان د تجزيې ده، چې په جرمني کې يې د ځينو امريکايي سناتورانو او د جرمني د عيسوي ډيموکراتيک ګوند يا کريسټين ډيموکراتانو په ملاتړ يې دغه ستر تاريخي خيانت ته ملا تړلي ده، اوس دا د ټول افغان ملت وجيبه ده او په ځانګړي ډول تاسو ته د ډېرو سترګې دراوړي، چې د دغه جنايت مخه ونيسئ او د خپلو شرطونو په سر کې يې راولئ.
کله چې ستاسو په شرطونو کې راغلل، چې فهيم، يونس قانوني، عطامحمد نور، بسم الله خان محمدي، حاجي محمد محقق، دوستم، ډاکټر عبدالله، احمدضيا مسعود او د دوى نور انسان خوړونکي دې د محکمې مېز ته راکش شي، بيا به تاسو د خپل ملت تود غبرګون او ستاسو سره يې خواخوږي وګورئ، چې په کومه کچه کې ده او بيا به وګورئ چې افغانان مو په څومره مينه هرکلى کوي او د ګلونو پر ځاى زړونه درته غوړوي.
که کله مو په خپلو شرطونو کې وغوښتل، چې د احمدشاه مسعود نوم دې د افغانستان د ملي اتلانو له فهرست څخه حذف شي، بيا به وګورئ چې مؤرخين مو د تاريخ پاڼو ته په څومره درنښت پورته کوي او راتلونکي نسلونو به ستاسو دغه وياړنه تل يادوي او درباندې وياړي به.
تاسو کې له نړيوالې ټولنې او يا امريکا سره غږېږئ، که له ولسمشر کرزي سره غږېږئ، خپل کار مو دى، خو د ټلوالې يو شرط هم بايد ونه منئ او په هېڅ صورت د دوى قوت او يا موجوديت ته قايل نه شئ، دوى بايد ټول محاکمه شي او د خپلو جنايتونو او خيانتونو ځواب ووايي او سزا يې وګوري.
د ټلوالې هغه بدمعاش او لنډه غر قوماندان چې يا د تاسو او يا هم مخکې وژل شوي دي او اوس يې عکسونو د کابل په واټونو او څلورلارو کې د هيروګانو او ايکټرانو په څېر ځوړند دي بايد ليري شي او په مکمل ډول دا کار منع شي او د د غه
لنډه غرو په نوم چې کوم ځايونه نومول شوي او يا کوم لقبونه ورکړل شوي دي، بايد بېرته ترې واخيستل شي.
يو شمېر هغه خلک هم چې د پښتنو په سر يې معاملې کړي دي او ځانونه يې په ظاهري ډول د پښتنو استازي او مدافع وکيلان معرفي کړي دي، خو په حقيقت کې يې د دوى پر سر له ګاونډيانو او بهرنيو مغرضو هيوادونو سره معاملې او سوداګري کړي ده، هم بايد محاکمه شي او له اوسنيو موقفونو څخه وشړل شي او خلکو ته وښودل شي دغه دي د پرښتو په جامه کې شيطانان.
هغه پښتانه ګوډاګيان او مغرضين چې تر پرونه يې د پښتنو د حق غوښتنې نارې وهلې او نن چې يو دولتي موقف ته ورسيدل د پښتنو په سر معاملې کوي او خرڅوي يې، دوى بايد نور له صحنې وايستل شي او ريښتيني، صادق او دکار خلک يې پر ځاى وګومارل شي.
او وروستۍ غوښتنه مې له طالبانو څخه دا ده، چې بيا د تېر په څېر خپل ټول سياست په ږيره او موسيقۍ کې محدود نه کړي او زموږ تاريخي ميراثونه، چې د لوى افغان د هؤيت ښکارندوى دي بيا ويجاړ نه کړي.
زما دغه يو څو مشورې محدودې دي، ډېر داسې څه شته چې بايد طالبانو او حزب اسلامي ته وويل شي او دوى هم ښه پوهيږي چې څه وکړي، خو له نورو پښتنو ليکوالانو هم هيله کوم چې هغه څه چې له ما په دې ليکنه کې پاتې دي، په خپلو ليکنو کې يې ځاى کړي.
په همدې هيله
ميوند فدا