
8.01.2012
هيورت، جرمني
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په کوربه توب د جرمني د هيورت په ښار کې، د جرمني د برلين په ښار کې د افغان جنګساﻻرانو د جوړيدونکې غونډې په غبرګون کې يوه بېړنۍ غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې په اروپا کې د بېلا بېلا افغاني کلتوري، مدني ټولنو استازو تر څنګ د ښځو د حقوقو د دفاع د بېلا بيلو بنسټونو استازو او په سلګونو نورو بهرميشتو افغانانو برخه اخيستې وه.
د غونډې برخه والو په برلين کې د اسپن ASPENانستيتوت کې د روان کال د جنوري مياشتې د نهمې نېټې جوړيدونکې غونډه، چې د امريکا د کانګرس د غړو په ګډون او د جرمني د يو شمېر چارواکو په کوربه توب جوړيږي، په اړه بحث وشو.
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د برلين دغه غونډه په ظاهره د ((افغانستان 2014 ، فرصتونه او ستونزې)) تر سرليک جوړيږي؛ خو په اصل کې د دې غونډه په اجندا کې په افغانستان کې د فدرالي سيستم د رامنځته کولو طرحې او پلي کولو ته ځای ورکړل شوی دی. بله د پاملرنې وړ او هېښونکي خبره دا ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د ځينو قومونو په استازيتوب نامتو جنګي مجرمين لکه : د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د جنبش ډلې مشر جنرال عبدالرشيد دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر کريم خليلي او د پخوانۍ شمال ټلوالې ځينې مشران لکه احمدضيا مسعود، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، امرالله صالح، فيض الله ذکي، عطا محمدنور،ډاکتر حسين ياسا او نور، رابلل شوي دي.
په اروپا کې د افغان کلتوري ټولنو لخوا په برلين کې د جوړيدونکې غونډې اړوند، د حاضرينو د نظرياتو په پام کې نيولو او تر خبرو اترو وروسته، په ګډه ﻻندی پرېکړه ليک تصويب کړ:
په اروپا کې د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه