اولادونه پلورم

د بم له درز سره
خاوند مې ژوند راوبخښلو
زما هم غبرګې  پښې ،له سترګو سره
د بم  د وږې  اروا
د زهرو  خوله  کې  لاړې
د ژوند خوږې شیبې  ګلونه شیبې
د غم  په زور
د مرګ  ترخه ترخه لمبه کې لاړې
داده نن نیمه ناسته
د ښار په واټ کې یمه
په چیغو چیغو مې د خیټې د دوزخ  لپاره
د ددو ماشومو  اولادو لپاره
په خوله کې لیاړې وچې غږ مې وچ شو
نن مو دریمه شپه ده
چې د خوراک  لپاره  څه نلرو
نو فیصله  مې وکړه
چې زه خو مړه یم خدایه  زر مې مړه کړې
خو اولادونه مې له لوږې نه مري
نو راشئ  ای ! خلکو راشئ
راشئ له مانه اولادونه واخلئ
راشئ وړیا یې پلورم   .
                                          سیدجیلاني جلان  .کابل ژوندون  راډیو تلویزیون