دوه  نوي کتابونه  چاپ  او خپاره شول :

 
دوه  نوي کتابونه  هر  یو «په هیواد کي د سولي دپایښت  په  اړه  (زمونږ  آند)» او  په ستر هند باندي د افغانانو دځواک او حاکمیت  غښتلی او منلي د نیک  شهرت  حکمران  «شیرشاه  سوري »  ترنامه لاندی، دپیغام دخپرندویه  مرکز له اړخه    په ډیر ښه  صحافت  له چاپه راوتلي  او د ولس  دپښتو لوستونکو  مینه والو په  چوپړ کي دي .     
په دې  لړ کي لمړي  کتاب  د ښاغلي قریب الرحمن سعید  لیکنه  او دویم کتاب  دهمدې  ښاغلي  ژباړه  ده .
۱/(په هیواد کې دسولي دپایښت په  اړه «زمونږ آند» ) کتاب  چی د یو تاریخي  سند حیثیت لری  ، په کي په هیواد کي  د سولي او امنیت د رامنځته کیدو په خاطر  د ټولو  ډلو  ټپلو آندونه  او طرحی  شاملي دي .
دا کتاب  د ۲۰۱۰ کال د  فروري دمیاشتي  په اخر کي  افغانستان  ته   د حزب اسلامي افغانستان دسولي د یوه عالي رتبه هیئت  د تګ  اوهلته دهغوي د لیدنو کتنو  په  تفصیلي  راپور  برسیره  ، د هیواد  د سولي د کمیسیونونو ،  د هیواد د ملي شخصیتونو ،  په افغانستان کي د سولي د هیئتونو د جوړښتونو ، د بن  د لمړي کانفرانس  او .....شخصیتونو په  آندونو  باندي  خایسته  کړل شوي  او د یوه ستر تاریخي  سند په څیر  دلمړي  ځل  له پاره  په پښتو  روانه ژبه  او  ښکلي  صحافت  پښتنو مینه والو  ته  ډالۍ  کړل  شوې دې. باید په یاد وي  چې  دا کتاب  په دعوت ډاټ کم کي  ان  لاین  شوي  هم  دي . چې زه یی د دروند چلونکي  محترم  طارق  بزګر  څخه  یو عالم  مننه  کوم .
۲/ دشیرشاه سوری  داستان  چې په پښتوخوږه   ژبه  ژباړل  شوي  د افغانانو دتاریخ  یوه ستره نه هیریدونکي برخه  جوړوي : که څه هم دا کتاب په څرګنده توګه د یوه داستان په شکل لیکل شوی ، اولیکوال یی هڅه کړی چی تاریخي پیښی په کی داسی را ونعاړي چی لوستونکی یی هم د لوست څخه او هم د تایخي پیښو څخه پوره پوره ګټه
پورته کړای شي ، خو په حقیقت کی دا همغه تاریخ دی چی اوس هم د شکل او بڼی په بدلون سره په اسلامی هیوادونو کی تکراریږی .
سلطان محمدخان فاتح دهغو مسلمانو ، ویاړلو حکمرانانو څخه دی چی عیسویانو ته یی په خپل مرکز قسطنطنیه کی ماتی ورکړه او قسطنطنیه یی په استنبول )اسلام بول ( باندی بدله او د اسلامی خلافت برخه یی وګرځوله .
دسلطان محمدخان سوبه ټول اسلامی امت ته یو درس دی . دعزم،میړانی ، استقلال او هوډ درس . دزرګونو کالو تاریخ لرونکی قسطنطنیه په استنبو له باندی بدلول دا ډاګیزه کوی چی که چیری په اسلامی امت کی یووالی ، عزم او استقلال وی نوکولی شي صلیبیان که هر څومره په وسلو سنبال هم وی دماتی سره مخ کړی .
دسلطان محمد خان فاتح عزم د اسلامی ډلو ټپلو مشرانو ته هم یو درس دی ، او هغه داچی دصلیبیانو دمترکو لاندی د راتلو په ځای که دعزم او هوډ خاوندان شئ نو صلیبیان به په خپله ستاسو تر متروکی لاندی راځي .
دا باید په ډاګه وی چی سلطان محمدخان فاتح د عثماني امپراطورۍ اتم ځوان سلطان دی ، اودغه کورنۍ په اصل کی افغان ترکان وو ...  دغه  کتاب  په لروبر ډاټ کم کي http://larawbar.org/details.php?id=28890&date=2011-10-21  ان لاین  شوي  هم  دي . چې  زه یی د چلونکي  دروند عبدالله احسان  څخه  منندوي  یم .
لوستونکي  کولي شي دا کتابونه د پیښور  دکتابخانو څخه  تر لاسه  کړی .
  قریب الرحمن سعید