
له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې له طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو رپوټونو رسنۍ ډېرې ګرمې کړي دي او ويل کيږي، چې په عربي هيواد قطر کې د طالبانو دفتر نور د پرانېستلو په درشل کې دى او امريکا ورته سل ميليونه ډالره بوديجه هم ورکړې ده، د طالبانو پنځه مشهور پخواني چارواکي هم د باګرام او ګوانتانامو له زندانونو څخه راخلاص شوي او کورنۍ يې هم د قطر هيواد ته لېږدول شوي دي او هلته يې د اوسيدو ټول امکانات ورته برابر کړي دي.
افغان دولت په لومړيو کې په قطر کې د دفتر د جوړيدو مخالفت وکړ او وړانديز يې وکړ، چې په سعودي عربستان او يا هم په ترکيه کې دې د طالبانو لپاره دفتر جوړ شي او واک دې افغان حکومت ته ورکړل شي، خو ډېر ژر يې خپله خبره بېرته واخيسته او ويې ويل، چې د سولې لپاره چې هرګام او چتيږي افغان حکومت يې ملاتړ کوي، دا هم د پوښتنې وړ ده، چې ولې افغان حکومت د قطر د دفتر په اړه مخالفت وښود او ولې يې بيا دومره ژر بېرته خپله خبره واخيسته؟.
لومړى خو لکه څرنګه، چې افغان دولت د سولې راوستو لپاره باټې وهي او ظاهرې هلې ځلې کوي، داسې نه ده، په حقيقت کې دا له افغان ولس سره دوکه او تېرايستنه ده او افغان دولت هېڅکله نه غواړي، چې له طالبانو سره دې سوله وشي او هغه حق چې هغوى يې لري ور دې کړل شي.
افغان دولت په اوس وخت کې د مافيايي ډلو يوه مجمع ده او دغه ډلې په اوسني انارشيزم کې خپلې ګټې خوندي کړي دي او لا لګيا دي د افغان ولس شيره زبيښي، خو د طالبانو د شرطونو په منلو سره بيا دا هرڅه له لاسه ورکوي او ټولې ګټې يې له خاورو سره برابريږي، پر همدې بنسټ هېڅکله افغان دولت نه غواړي چې په هيواد کې ريښـتني سوله رامنځ ته شي او حکومت له فساد څخه پاک کړي.
دا چې ولې افغان دولت دومر ژر بېرته خپله خبره واخيسته، ښکاره ده چې د پاڼ او پړانګ په منځ کې يې اچولى او د بادار (امريکا) له خوا ورته کوم شديد اخطار ورکړل شوى دى،
چې يا به همدا منې او يا به طالبان درته پرېږدو او موږ به درنه ځو، نور نو ستاسو او د طالبانو ترمنځ سوله پوه شه او جګړه مو پوه شه، چې هر څه کوئ.
امريکا او نړيواله ټولنه اوس د افغان دولت او مافيايي ډلو په شومو موخو پوه شوي او دې پايلې ته رسيدلي چې نور بايد له روان کړکېچ څخه په خپله ځان ته د وتو لار پيدا کړي، د قطر دفتر جوړيدل او په هغې کې د جرمني او امريکا له خوا له طالبانو سره نېغې خبرې کول اوسنۍ خبره نه ده او پر دې باندې له تېرو څو کلونو راهيسې کار کيدلو او په ډېر منظم ډول تر دې دمه راورسيده او د هغو باوري خلکو په وينا، چې په دې لوبه کې ګډ دي وايي، چې د قطر دفتر به د ٢٠١٢ کال په لومړيو کې پرانېستل شي او د ٢٠١٤ کال په لومړيو کې به خپلې نهايي پايلې ته ورسيږي.
له طالبانو سره روغه او شمال ټلواله
د شمالي ټلوالې سرانو خو له طالبانو سره د خبرو پر ضد په لومړيو کې چې حامد کرزي يې نغاره وډنګوله، ډېره کلکه مبارزه پيل کړه، دومره جدي وو، چې له هېڅ ډول هڅې يې درېغ نه کولو، امرالله صالح به هسې د خوند لپاره هم پښتانه وژل او بهرنيو ځواکونو ته به يې په اړه غلط او ناسم راپورونه ورکول چې بمبارد پرې وکړي، چې وروسته بيا د شينډنډ په پېښه کې افشا شو.
اوس د شمال ټلوالې پرتوګ غاښ ښوييدلى او بادار يې پر دې سلا شوى، چې نور د جګړې مخه نه ويني او د سولې څادر يې غوړولى دى، اوس نو دوى ته د اعتراض او مخنيوي کومه لاره او ګودر نه دى پاتې، که زړه يې ښه وي او که بد د بادار دغه کار به په داسې يو حالت کې مني، چې يوه سترګه به يې ژاړي او بله به يې خاندي، خو مهمه دا ده، چې بايد طالبان په خپلو شرايطو کې دې ټکي ته متوجې شي، چې دغه داړه ماران حساب ورکونې ته اړ باسي.
نړيواله ټولنه هم په دې پوه شوي، چې دا خلک يوازې د شوکې او فساد سرداران دي او دوى ته هېڅکله هغه ګټه چې نړيوال
ورته اړ دي او غواړي يې، نه شي رسولاى، نو بايد اوس يې ګوښې ته کړي او پر ځاى يې نوي لوبه پيل کړي.
د قطر له دفتر سره زموږ تړلي ملي ارزښتونه
هر کله به چې پخوا امريکا او يا افغان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه کومه نوي خبره وکړه، نو طالبانو به په ډېرې چټکۍ سره خپل غبرګون ښودلو او په بېلابېلو سختو الفاظو به يې افغان دولت او نړيواله ټولنه ورټله او خپل کلک مخالفت به يې په شديدو ټکو کې څرګندولو، خو دا ځل سره له دې چې رسنيو پرې ژبې تڼاکې کړې، چې يو څه خو ووايئ، خو تراوسه هېڅ ډول غبرګون نه دى ښودلى او وياند (ذبيح الله مجاهد) يې يوازې همدا خبره کوي، چې موږ ته تراوسه لوړپوړو چارواکو څه نه دي ويلي.
وايي چې چوپتيا د رضايت نښه وي او دغه راز د پنځو پخوانيو لوړپوړو طالبانو راخوشي کول او په قطر کې ورته د ژوند او استوګنې د زمينې برابرول او نورې زياتې بېلګې په ډاګه کوي، چې طالبان دا ځل د سولې په خبرو کې نچ نه وايي، خو ايا دا به د طالبانو خپلواکه پرېکړه وي.؟ هېڅکله هم نه: امريکا او نړيوال پر دې پوهيدلي وو، چې د طالبانو اصلي واکداران څوک دي او چېرته دي، د طالبانو داسې عجيب حرکات او په پټه خوله خبرو ته تيارى ښيي، چې بادار يې رضا شوى او دوى ته د ويلو څه نه دي پاتې.
بې له شکه به د قطر په دفتر کې تر ټولو فعاله عنصر د پاکستان استخباراتي شبکه اى اېس اى وي او امريکا به له اى اېس اى سره معامله کوي، خو دا چې په دې معامله کې به اى اېس اى څه شرطونه لري او د کومو غوښتنو او وړانديزونو په سر به معامله کوي، ډېرو ويلو ته يې اړتيا نه شته، ځکه چې د پاکستان د استخباراتو او پوځ ژوره ستراتيژي اوس له يو عادي افغان څخه هم پټه نه ده، نو له دې امله به د افغانستان ډېرى ارزښتونو له خاورو سره خاورې شي.
ميوند فدا