د جلالکوټ ادبي خوځښت ٥٩مه اونيزه غونډه!

جلال الدين جمال
په مېديوتيک کې د ١٣٩٠کال د مرغومي د مياشتې په دويمه نېټه د جمعې په ماسپښين خوځښت خپله ٥٩مه اونيزه غونډه وکړ ه.
د غونډې مشر له کابله راغلى ځوان شاعر داود صديقي، مشرمېلمه يې جمال الدين ثاقب او کوربه احمد جمال جمال و.
غونډه د خزان لخوا د قرآنکريم د څو ايتونو په لوستو سره پيل شوه، د تېرې غونډې رپوټ جلال الدين جمال ولوست، وياندويي خيبر احمد ترور کوله، ذهني ادبي ازمېښت ته محمود خزان وغوښتل شو، خزان څو پوښتنې وکړې چې د غونډې د  ګډونوالو لخوا ځواب شوې، ادبي درس دخوشال دراني د نه راتګ له امله پاتې شو، کره کتنې ته که څه هم نبي الله امېل ژمنه کړې وه خو د هغه د ناوخته راتګ له امله د نورآغانوراني پر غزل کره کتنه ترسره شوه.
چې مطلع يې وه:
بل به نه وي داسې ښکلى لکه ته
چې مې زړه ته  وي راغلى لکه ته
ساجد بهار يې په اړه وويل: رديف يې نوى دى،نور څه نوي پکې نشته.
ترور وويل: که لومړۍ نېم بيته داسې شي، ښه به وي:
بل څوک نشته داسې ښکلى لکه  ته
احمد جمال جمال وويل: که دويمه نيم بيته داسې شي:
چې مې زړه ته وي راغلى لکه ته
خو محمود خزان بيا په دې نظر و چې پر خپل حال دې پاتې شي.
لومړى بيت و:
پرون ستا وړوکى ورور په مخه راغى
کلک مې غېږ کې و نيولى لکه ته
ساجد بهار وويل: په دې بيت کې هم نوي څه نشته، روان او ساده دى.
 بيا دويم بيت ولوستل شو:
ماته زړه مه خوره، زما د ژوند ملګريه!
زما زړه هم دى داغلى لکه ته
طارق تسل وړانديز وکړ، که داسې شي:
زه يې هم داسې داغلى لکه  ته
ښه به شي
درېيم بيت و: دا دنياخوګوره ټوله مطلبي ده
پکې نشته بل سپېڅلى لکه ته
دا بيت هم وستايل شو.
مقطع وه:
نوراني دا ستا غزل مې دومره خوښ دى
لکه ځان، لکه خپل کلى، لکه ته
دا بيت هم ټولو خوښ کړ.
ارشاد رغاند پر ټول غزل خبرې وکړې، ويې ويل: که لومړى غزل يې وي، خو ډېر ښکلى او د ستايلو دى.
رغاند زياته کړه: شعر يې د جوړښت له مخې ښه موسيقيت لري.
د ده په وينا د رديف نوى والى او د قافيې او رديف پخلاينه يې د ستاينې وړ ده.
رغاند نوراني ته وړانديز وکړ چې که ادبي مطالعه زياته کړي او په شاعرۍ کې يې نوي ترکېبونه او تشبيهات وکاروي، د موضوع له مخې به يې هم شعر ښکلى شي.
بيا تر لمانځه ته وقفه واخيستل شوه  او وروسته تر وقفې ازاده مشاعره وشوه چې پکې تر ٣٥ زياتو ځوانو شاعرانو شعرونه وويل.
د مشاعرې په پاى کې د غونډې مشر داود صديقي د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
صديقي ډېره خوښي وښوده چې په غونډه کې يې ګډون کړى، ويې ويل: ډېره ښه غونډه وه.
د غونډې په وروستيو شېبو کې پريکړه وشوه چې د ورځو د لنډوالي او وخت د کموالي له امله به د مشاعرې ترڅنګ يوه اونۍ د ادبي درس او بله اونۍ د کره کتنې برخه وي.
انورالحق يرغل ژمنه وکړه چې بلې اونۍ ته به ادبي درس ورکوي.
غونډه نېږدې ماښام پاى ته ورسېده.