
هندوستان اوچين دواړه هيوادونه پنځه زره کلن تاريخ لرې اوس مهال دچين هيوادڅخه وروسته په نړۍ کې دنفوس په کچه دوهم لوې هيواد دى ، هندپه نړۍ کې ترټولو لوى جمهورې هيواد ياديږي ، دحکومتې شميرله پلوره دهندهېواد ډى جې پي ( کلنۍ امدنې ) يو عشاريه درى څلويښت تريليون دى ، سره ددې چې ،ټوله نړۍ کې معاشي بحران شتون لرې ، دهندپه تيرو پنځوکلونوکې اته عشاريه نهه سلنه ډېروالې راغلې ، اوتوقع ده چې ، ٢٠٣٠ کال پورې دامريکا او چين څخه وروسته دنړۍ دريم معاشې طاقت ترې جوړشې ، دچين او هند په خپلو کې په کال کې د تجارت کچه تر ٦٠ بيليونو ډالرو پورې ده ، اود هندوستان او امريکا په خپلوکې دتجارت کچه تر ٥٥ بيليونو ډالروپورې ده ، يووخت و چې هندوستان د امداد اغيستلو والا هيوادونوکې شميرل کيده ، او اوس مهال يې شمېرپه هغوهېوادونوکې کيږي چې بېلابېلو ادارو امداد ورکوې ، په ډيرتيزۍ سره دنورو پر مختللو هيوادونو په څير په ٢٠٠٩ کال دهند هېواد آى ايم ايف ته لس بيليونه ډالروړاندې کړل ترڅو اړو هيوادونو ته ورکړل شې ، دوست هيواد هندوستان هرکال افغانستان ته ٢ بيليونه ډالرورکوې او داسې اټکل کيږې چې سږ کال افريقايې د بيلابيلو ترقياتې منصوبو لپاره ٥ عشاريه څلور بېليونه ډالر ورکړې ، دهندوستان په نظام تعليم کې ٣٥٠ پوهنتونونو ، ١٦٠٠٠ مکتبونو څخه ١٤٠٠٠ پى ايچ ډي ورکولوسره په نړۍ کې يو ممتاز ( ځانګړى ) ځاى لرې ، لدې سربيره هند دوه ځله آسيايې لوبې په ٢٠١٠ کال کې کامن ويلت ه لوبى اود بنګلديش او سري لنکا سره يوځاى په ٢٠١١ کال د نړۍ وال کپ کوربه توب کړې اونړى وال اعزاز يې په خپل نوم دى دى ، اوپه ثقافتى برخه کې يې دنړۍ ترټولو لوى
اداره چې يوازى په ٢٠٠٩ کال کې يې ٢٩٦١ فلمونه جوړکړې .
لدې سربيره هندوستان افغانستان سره په بيلابيلو برخوکې مرستې کوې او افغانى محصلينوته په خپلو پوهنتونونو کې په په زده کړو کې بيلابيلې اسانياوى برابروى .
ليک : مسيح الله عصام