
پرون دسه شنبې په ورځ د مرغومی په شپږمه له کابله خپرېدونکو ماندګار او ملي ارمان ورځپاڼو دځینو ناتايید شوو راپورونو په حواله لیکلي چې ولسمشر کرزی د تل په څېر دخپل قومي سیاسته په ګټې اخېستنې یو شمېر سیاسي کړۍ او څېرې هڅولي چې ملي ایتلاف ته په ورته اقدام لاس پورې کړي. یادو ورځپاڼو لیکلي چې حزب اسلامي، افغان ملت او د حق او عدالت ګوندونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به په کابل کې د یو نوي ایتلاف خبر ورکړي.
حزب اسلامي افغانستان دا خبر په کلکه ردوي او له حقایقو یې لرې ګڼي، حزب اسلامي پدې اړه نه د چاسره خبرې اترې کړي او نه یې له چا سره اړیکې نیولي، بلکې پدې هڅه کې دی چې د ولسمشری تر ټاکنو مخکې یو داسې ايتلاف رامنځته کړي چې د ټول ملت نماینده ګي وکولای شي او روان بهران ته خاتمه ورکړي.
حزب اسلامي د ټولو هغو سیاسي ایتلافونو له جوړښته ډډه کوي چې سمتي، قومي او ژبنۍ بڼه ولري او دا کار د خپل مرام او منشور خلاف بولي او یقین لري چې دا ډول ایتلافونه دهېواد او ولس په ګټه نه دي.
د حزب اسلامي افغانستان
مطبوعاتي څانګه
عبدالله کامه وال
د شهادت اونیزی مسوول مدیر
ګرځنده شمېره:
۰۷۰۰۶۰۲۶۰۱ - ۰۷۷۷۶۰۲۶۰۱