
د پکتيکا ولايت په شپږ زره څلور سوه او يواويا سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو د خوارکي توکو د مرستو د وېش لړۍ په دې ولايت کې د چارواکو لخوا پيل شوه، په ورته وخت کې د پکتيکا والي محب الله صمیم وايي چې دا مرستې به له پلان سره سمې د دوولسو ولسوالیو له سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو سره ترسره شی، بل پلو زيات شمیر اوسیدونکي بیا وايي چې دا ډول مرستې بسنه نه کوي او له اړونده وزارتونو څخه د لا زياتو خوارکي توکو د مرستو غوښتنه کوي
د ډبليو، اف، پي یا نړيوال خوراکي پروګرام په مالي او د پکتيکا ولايت د بيړنيو پیښو پر وړاندې د مبارزې رياست په تخنيکي مرسته ددې ولايت په شپږ زره څلور سوه او يواويا سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو د خوارکي توکو د مرستو د وېش لړۍ د پکتيکا والي محب الله صمیم ، ولايتي شورا رئيس او ګڼ شمير نورو چارواکو لخوا ددې ولايت په مرکز ښرنه کې پیل شوه
د پکتيکا والي محب الله صمیم د نړیوال خوراکي پروګرام څخه په مننې د پکتيکا ولايت د بيړنيو پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست هغه هڅې وستایلې چې د يادو خوراکي توکو په ترلاسه کولو کې یې ترسره کړيدي
صميم زياته کړه د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا دغه خوراکي مرستې به د پلان سره سمې د دوولسو ولسوالیو په شپږ زره څلور سوه او يواويا سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو وويشل شي
صميم وويل دا چې پکتيکا يو پراخ سرحدي ولايت دی، تيرو وچکاليو ددې ولايت اوسیدونکي سخت ځپلي او له مرکزي دولت څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه کوي
د پکتيکا ولايتي شورا رئيس عبدالمبين فقيرزاده د يادو مرستو په وېش خوښي څرګنده کړه او له سيمه ايزې ادارې يې وغوښتل ترڅو ددې ولايت ولسونو سره د نورو مرستو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې روانې وساتي
د بیړنيو پیښو پر وړاندې د مبارزې رياست مشر عبدالهادي هادي وايي چې يادې مرستې په سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو ویشل کيږي چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو غنم، ۱۸ کيلو دال او ۱۱ کيلو غوړي ورکړل کیږی
د پکتیکا ولایت اوسیدونکي د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي خو ترڅنګ یې زياتوي چې پکتيکاوال دا ډول نورو مرستو ته اړتيا لري او له دولته یې غوښتنه کوي
يادې مرستنې په داسې حال له سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو سره ترسره کيږي چې په دې ولايت کې د هرې ورځې په تيريدو سره هوا سړيږي