د ایمان مقتضیات

د رسول صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه مبارک فرمایلي دي چې: فمن جاهدهم بیده فهُو مؤمن، و من جاهدهم بلسانه فهُو مُؤمن، ومن جاهدهم بقلبه وهو مُؤمن ولیس وراء ذلك حبةُ خردلٍ من الایمان. هر هغه څوک چې په لاس سره جهاد کوي هغه مؤمن دی، هر هغه څوک چې په ژبې سره جهاد کوي هغه مؤمن دی، او هر هغه څوک چې په قلب سره جهاد کوي هغه مؤمن دی، او لدې نه هاخوا د وربشو د دانې په اندازه هم ایمان نشته.
دلته په دې حدیث کښې څو مسایل دي چې باید هر مؤمن ورته پام وکړي او باید ترې خبر شي ځکه چې د ټول ایمان مقتضیات او غوښتنې دلته په دې حدیث کښې ذکر شويدي، منافق او فاسق، زندیق او دهري، ملحد او مرتد هم له دې مبارک حدیث څخه معلومیږي، مجاهد، مؤمن، مبارز او ضعیف مؤمن هم معلومیږي.
1.      رسول صلی الله علیه وسلم لومړی د لاس جهاد ذکر کړی دی چې په لاس سره جهاد کول ډیر زیات فضیلت لري او د ایمان له لوړو درجو څخه ګڼل کیږي. د یوه مؤمن غیرت او شجاعت هغه وخت ښکاري چې دی یو منکر کار په لاس سره منع کړي او پر لاس د هغه مقابله وکړي. د الله تعالی د نظام د پلي کولو لپاره راپورته شي او خپله علني مبارزه پیل کړي او پر دې لاره کښې دده د مبارزې فورمول دا وي چې: وکفی بالله حسیبا او بس!. هغه منکر کار چې په لاس سره منع کیږي د هغه فایدې ډیرې زیاتې وي ځکه خو الله تعالی داسې نظآم راووست او جوړ کړ چې د هغه نظآم د متخلفینو لپآره یې داسې سزاوې ټاکلي دي چې مجرم ته په ورکولو سره یې د نړۍ نورو خلکو ته عبرت ګرځي، ظآلم ته سزا ورکول کیږي او مظلوم ته د هغه حق ورکول کیږي، زاني ته درې او که محسن وو نو رجم، شرابي ته درې، د غله لاس پرې کول، لوطي ته اور او همداسې نورې سزاګانې چې الله تعالی ټاکلي دي. دا د الله تعالی حدود دي او تر څو چې پلي کیږي نو د دنیا خلک به په ارامۍ او سوکالۍ کښې ژوند کوي او که چیرې پلي نشي او یا یې څوک په مخه کښې خنډ ګرځي نو بیا الله تعالی امر کړی دی چې دا کس زما او زما د استول شوي پیغمبر دښمن دی دا ووژنۍ او پرېږدۍ یې مه چې خپل شوم هدف ته ورسیږي. همدلته ده چې د ایمان لوړه درجه معلومیږي چې د الله تعالی رښتیني بندګان څوک او کوم دي؟ او د دروغو او د أبوعامر الفاسق پیروان څوک دي؟؟
2.      که چیرې یو څوک ددې وس ونلري چې په لاس سره یو منکر کار منع کړي، د الله تعالی له دښمنانو سره په لاس مبارزه پیل کړي، د هغوی مردارې جثې په لاس څیرې کړي نو بیا دا مهمه ده چې په ژبې یې منع کړي او په ژبه دا ورته ووایي چې دا کار دې غلط دی، دا کار دې سم ندی او دا کار د الله تعالی له قانون څخه سرغړونه ده، چې دا د ایمان دوهمه درجه ده او د مؤمنانو دوهمه ډله ده. دوی کولای شي په ژبې سره د سپینې او سرې ماڼۍ طواغیتو ته دا ووایي چې نور بیګناه او بې وسلې مسلمانان مه وژنۍ، معصومې پیغلې په زندانونو کې مه لوټۍ، د هغوی عزت او کرامت د خړو موزو لاندې مه کوۍ، د شپې چاپې مه وهۍ، له خلکو مالونه او دارایانۍ مه وړۍ، د سولې په نامه د سولې سپینې مرغۍ د فاسفورس په بمونو مه ولۍ، د مسلمانانو تیل او معادن په ټرکونو کښې مه باروۍ او غرب ته یې مه وړۍ، انسانان یوآځې په غرب کښې نه بلکه په منځني ختیځ او لوی ختیځ کښې هم ژوند کوي، دوی هم ضمیر او وجدان لري دوی هم په دنیا کې اوسي یواځې تاسو نه !!! خو، څوک دا هم نشي ویلای او ددې ویره لري چې ګواکې هغه ډالر او تورې پیسې چې ددوی جیبونو ته غورځي هغه به نورې ورته رانشي او ورڅخه بې برخې به شي، هغه د غرب فاحشې او شراب چې ورته راځي هغه به پرې بند شي او نور به د غرب په پارکونو او بارونو کښې دوی خرمستي نشي کولای...!!
او همدا خلک دي چې لمړۍ ‌ډله له خپل کار څخه منع کوي او یوه او بله بهانه هم ورته جوړوي چې مه کوﺉ هسې نه چې زندان ته لاړ شې، هسې نه چې بندیز درباندې ولګیږي، هسې نه چې په دار شې او داسې نور تهدیدونه ورته کوي...!!
3.       دریمه ډله هغه ده چې منکر کار وویني خو نه یې په لاس منع کوي، نه یې په ژبه منع کولای شي خو یوازې په زړه کښې یې بد ګڼي او په بده ورته ګوري او په زړه کښې یې محکوم کړي. رسول صلی الله علیه وسلم دا ډله د ایمان په دریمه درجه کښې ځآی کړې ده. دوی یا مستضعفین دي او یا دا چې ټمبلي او کسالت دې کار ته اړ کړي دي. یو مسلمان د ټمبلۍ له امله کیدای شي چې د ایمان په دې درجه کښې ځآی شي او موږ په خپل حقیقي ژوندانه کښې داسې خلک ډیر وینو چې دوی د منکر کار په لیدو سره څه نشي کولای خو یوازې یې په زړه کښې بده ګڼي. نوموړې په موضوع په هر حالت کښې توپیر لري، که چیرې داسې کومه ډله وي یا یو کس وي چې په مسلمانه ټولنه کښې د ګناه مرتکب کیږي او نور ورته چوپه خوله پاتې کیږي دا بیله موضوع ده او جدا حکم لري، او که چیرې په کوم مسلمان هیواد، ناموس، عزت او وقار باندې د کفارو له خوا تیری کیږي هلته دیني احکام او حدود ښکاره تر پښو لاندې کیږي، جوماتونه په راکټونو ولي، جوماتونو ته سپیان د امنیتي تدابیرو په بهانه ننباسي (حال دا چې زموږ جهادي رهبر هم هلته ناست وي)، قران په تشنابونو کې غورځوي، سوځوي یې او په ګولیو یې ولي او نور هر رنګه ظلم او چنګیزي یې چې له لاسه کیږي هغه کوي، ددې جلا حکم دی او ددې لپاره عام نفیر او عامه چیغه په کار ده چې په ټول امت باندې جهاد فرض عین ګرځي، او په داسې حالت کښې د زړه بد والی یا په زړه محکومیت کومه ګټه نه رسوي مګر دا چې په لاس او ژبې (اطلاعاتي او قلمي جهاد) سره د مبارزې میدان ته ودانګي او علناً مبارزه شروع کړي. ځکه دا وخت ډیر نازک وخت وي د حق او باطل د صفوفو د جلاوالي وخت وي، د خبیث او طیب د جلاوالي وخت وي، او که په چا کښې یوه ذره هم د ایمان وي نو  باید اقلاً په دغه وخت کښې د یوې وړې خبرې  په ذریعه دې خپل ایمان وساتي ځکه چې د ایمان د زوال شک ډیر زیات وي، ابن أبي حاتم له ابن سیرین څخه او هغه له عبدالله بن عتبه رضی الله عنه څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي، له تاسو څخه هر یو دې پر دې وویریږي چې دی به یهودي یا نصراني شي وي خو دی به خبر نه وي.
4.      ولیس وراء ذلك حبة خردل من ایمان؛
ماورا ددې دریو ډلو چې نه په لاس مجاهده کوي، نه په ژبې او نه په زړه کې بدوالی او محکومیت وي نو بیا دا کس دې د ایمان طمع نه کوي او نه دې ځآن ته مؤمن وایي او مؤمنینو ته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وښودل چې ګورۍ مؤمن دغه څوک دی چې په لاس ژبې او زړه سره جهاد کوي او که څوک دا کارونه نه کوي نو دا مؤمن ندی او خوشې د سامري خوسی دی او د مسلمان په جامه کښې د مسلمانانو د نظام او کور د تهدابونو د نړولو لپاره راغلی. شته داسې خلک چې د ایمان دعوې کوي خو ددوی قافلې د صلیب د قافلو مخکې روانې وي او د مسلمانانو په کورونو د شپې د غلو په څیر ننوځي او څه یې چې پر وسه کیږي هغه کوي..!!
 
شته داسې خلک چې دوی د ایمان دعوې کوي خو ددوی د سترګو لاندې د مؤمن عزت او ناموس لوټل کیږي، خویندې او میندې یې زندانونو ته لیږل کیږي خو دی په رڼو رڼو ورته ګوري او وایي چې د مذاکراتو له لارې به یې خوشې کړو!! تاوتریخوالي ته هیڅ اړتیا نشته او د اسلام دین د مینې او محبت دین دی د سولې او آرامۍ دین دی...!
سمه ده دا زه منم او تر تا ډیر ښه پوهیږم چې د اسلام دین د سوکالۍ، سولې، مینې او محبت دین دی خو دیته مو بیا ولې فکر ندی چې د اسلام دین د غچ اخستلو دین هم دی، د اسلام دین د غیرت دین هم  دی، د اسلام دین په غیرت او ننګ، شجاعت میړانې او میړنتوب ولاړ دی، رسول صلی الله علیه وسلم امر کړی چې څوک دې کورته بې اجازې ننوځي او کور ته دې وګوري نو سترګې ترې راوباسه. داسې یې ندي ویلي چې هغه دې له تا څخه ښځه، خور او مور بوځي او ته ورته ګوره او وایه چې په مذاکراتو یې راخلاصوم ..! دا مینه او محبت هغه وخت چیرې وي چې پر بیګناه خلکو او وګړو باندې بمبارۍ کیږي، دا سوله او سوکالي هغه وخت چیرې وي چې پر ودونو باندې بمباري کیږي؟؟؟ ناوې او زوم د خاورو سره خاورې کیږي او دوی د یویشتمې پیړۍ متمدن اوبامایان او کلنټنیان ورته په کړس کړس خاندي....!!
نو پایله دا شوه چې یو څوک د ایمان دایرې ته داخلیږي نو باید حتماً له دغو دریو ډلو څخه په یوې کښې خپل حضور ته مشروعیت وبخښي او که یې نه کوي نو داسې له ایمانه ووځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه ووځي، الله تعالی دې موږ ته دا توفیق راکړي چې د هغه د سپیڅلي دین او شریعت له ساتونکو څخه شو...!!