عبدالله بن مبارک رحمه الله

عبدالله بن مبارک ۱۱۸- ۱۸۱ هـ)
هغه شیخ الاسلام، د خپلې زمانې عالم، د متقیانو امیر (ابوعبدالرحمن حنظلي الترکي ا و بیا مروزي ده. په ۱۱۸ هجري قمري کال کښې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې.
هغه د حدیثو له لویو علماؤ ګڼل کېده او د علل حدیث  چې د حدیثو د علم هغه سخت ترینه ښاخه ګڼل کیږي، عالم  او پوه وه. هغه ددې مشهورې خبرې صاحب دی چې ویل به یې: زما په نزد د حدیث سند د دین جزء دی او که چیرې اسناد نه ول نو هر چا چې هر څه ویل وایي دې... (مسلم د خپل صحیح په مقدمه کښې دا یادونه کړې ده).
نعیم بن حماد وایي؛ ابن مبارک به ډیری وخت په خپل کور کښې کښیناست، له هغه څخه یو چا پوښتنه وکړه چې په کور کښې ډیری وخت یوازې ناست یې زړه دې نه په تنګیږي؟ هغه ورته وویل: څنګه به مې زړه په تنګ شي په داسې حال کښې چې له رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه له اصحابو کرامو سره ناست یم.
نقل کاندي چې د هارون الرشید یوې مېرمنې د خپل قصر له یوې کړکۍ څخه ولیدل چې خلک پر عبدالله بن مبارک پسې روان دي او ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې ده. ویې پوښتل: چې دا څوک دی؟ وویل شول چې د خراسان له علماؤ څخه یو کس دی. د هارون الرشید میرمنې وویل، قسم مې دې په خدای وي چې دا پاچاهي ده نه د هارون پاچاهي چې خلک نه پرې راټولیږي مګر خادمان او غلامان یې!
سفیان ثوري رحمه الله ویلي دي: زما هیله داده چې په ټول عمر کښې یو کال داسې تېر کړم لکه د عبدالله بن مبارک رحمه الله خو حال دا چې درې ورځې هم د هغه په څېر نشم تیرولی.
ابن عُیینه رحمه الله فرمایي: د صحابه ؤ کرامو کارونو او اوامرو ته مې یو نظر وکړ او  بیا مې د ابن مبارک کارونو او عمل ته، ومې لیدل چې صحابه پر هغه هیڅ فضیلت نلري مګر د رسول صلی الله علیه وسلم صحبت او جهاد چې له هغه سره یې کړی دی.
قاسم بن محمد بن عباد رحمه الله فرمایي: وامې وریدل چې سوید بن سعید وایي: ابن مبارک مې په مکه کښې ولیده چې د زمزم اوبو خوا ته راغی او له هغو اوبو څخه یې لږ واخستلې او بیا مخ پر قبلې ودریده او ویې ویل: الهي، ابن ابی المول له محمد بن المنکدر له جابر رضی الله عنه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چې هغه مبارک فرمایلي دي: د زمزم اوبه د هماغه څه لپاره دي د کوم په نیت چې وڅښل شي ( یعنې هر څوک چې د زمزم د اوبو څښلو پر مهال هره دعاء وکړي نو الله تعالی یې قبلوي)، او زه دا اوبه د قیامت د ورځې د تندې د لمنځه وړو لپاره څښم، او بیا یې هغه اوبه وڅښلې.
ابو حاتم رازي رحمه الله وایي: عبدة بن سلمان مروزي ما ته داسې وویل چې؛ موږ یوه جنګیدونکې ډله وو چې له ابن مبارک سره مو د روم پر ځمکه اړولي وه او له دښمن سره مو جنګ کاوه. کله چې صفونه وتړل شول نو د دښمن له لیکو څخه یو تن راووت او د سیال مبارز غوښتنه یې وکړه. زموږ له لیکو څخه یو تن ور ووت او هغه رومی یې وواژه، بیا بل کس راووت او د سیال مبارز غوښتنه یې وکړه، زموږ له لیکو څخه همدا کس بیا ورغی او هغه یې وواژه، دریم کس له دښمن څخه راووت او هغه یې هم وواژه، خلکو پر ده ازدحام جوړ کړ، پرې ورټول شول، ما ور وکتل چې ګورم عبدالله بن مبارک وه او خپل مخ یې په لستوڼي پټ کړی وه، نږدې ورغلم لستوڼی مې ترې کش کړ او مې لیدل چې خپله یې دی...
اسود بن سالم وایي؛ ابن مبارک هغه امام وه چې په هغه پسې اقتداء کیدله. هغه پر سنتو له ثابت ترینه انسانانو څخه بلل کیده او که مو ولیدل چې څوک عبدالله بن مبارک ته عیب وایي نو هغه یې په دین کښې متهم کړۍ..!
عبدالله بن مبارک رحمه الله ویلي دي: که د یو چا نېکۍ پر بدیو غالبې شوې نو بدۍ یې نه یادیږي، او که چېرې بدۍ یې پر نیکیو غالبې شوې نو نیکۍ یې نه یادیږي.
یحیی لیثي رحمه الله وایي: له امام مالک رحمه الله سره ناست وو چې د عبدالله بن مبارک لپاره اجازه وغوښتل شوه او امام صاحب ورته اجازه ورکړه، ومو ولیدل چې امامم مالک ورته له ځایه پورته شو او مخکې مو هېڅ نه وو لیدلي چې هغه دې د چا لپآره له ځایه پورته شوی وي. یو له شاګردانو په امام مالک رحمه الله باندې د مسائلو په ویلو شروع وکړه او کله به پر یوې مسئلې تېر شو او امام مالک به له عبدالله بن مبارک رحمه الله څخه پوښتنه کوله: چې ستاسو مذهب په دې اړه څه دی؟ ستاسو نظر په دې هکله څه دی؟ او ومې لیدل چې ابن مبارک رحمه الله هغه ته ځواب ورکوي، تر هغې چې ابن مبارک ولاړ شو او ولاړ او د امام مالک رحمه الله د هغه له ادب څخه ډیر خوښ شو او بیا یې موږ ته وویل چې: دا ابن مبارک د خراسان فقیه دی.
دا لوی امام په ۱۸۱ هجري قمري کال کښې له دنیا څخه سترګې پټې کړې او دارفاني ته ولاړ.
الله تعالی دې ورته لوړې درجې ورکړي او د هغه مبارک له فیوضاتو او برکاتو څخه دې الله تعالی موږ هم برخمن کړي. آمــین
منبع: نزهة الفضلاء
ژباړه: عبدالبصیر عتیق زی