
اوس دې هم یادونه لوبوم
اوس دې هم خیالونه لوبوم
لاتراوسه مې په زړه کې
ستا ګلې کیسې شته
لا تراوسه مې سینه کې
ستا خوږمنې ولولې شته
لاتراوسه چې تیریږم
ستا په ورانو پلونو
روانې شي بلا اوښکې له سترګو
د سینې دښت ته بهیږي
ستړې ستړې ارمانجنې
ګویانې د داستان وي
د تریخ ژوندون کیسې کړي
د ناتار له غریوه ډکې
سوې سوې چیغې کاندي
یو داستان د بربریت کړي
د خپل کلي له آسمانه
پرې باران د وینو اوري
زنګاوات په وینو رنګ دی
کندهار په وینو رنګ دی
د میرویس بچي لمبیږي
د خپل تن په وینو باندې
د احمد بچي سوځیږي
بیا په بم او په توپونو
خو احمد د خاورو لاندې
میرویس د خاورو لاندې
زرغونه او ملالۍ د خاورو لاندې
میړنیه کندهاره،
زړوره کندهاره،
دا تاریخ مو ولې ډک دی
له سرو وینو او قتلونو
دلته هر لیوه چپاو کړي
د معصوم په وینو سرې کړي
خپلې داړي کرکجنې
**************
کندهاره، کندهاره !!
یو احمد وزیږوه
یو میرویس یا یو محمود وزیږوه
کندهاره ستا بچي په واویلا دي
د نجات بیړۍ یې ډوبه شوې
پنجوایي په وینو سره ده
ارغنداو خپه خپه دی
له مستۍ نه اتڼ نکړي
چا یې زوی او چا یې لور وژلې
تنکی ګلاب یې دی مروړلی
تنکي ګل باندې ختلی
د ګل سینه یې ده څیرلې
د ګل سینه سورۍ سورۍ ده
په مرمیو او ګولیو !
آه ناترسه، ناانسانه
وحشي لیوه حیوانه !
تا نو څنګه دا وژله
تا نو څنګه دا مروړله
چې خواږه خوب کې ویده ول
د جنت د باغ ګلونه !!
شعر: عبدالبصیر عتیق زی