درې ټولنیز اصول

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيرا أو ليصمت ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم جاره ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه رواه البخاري ومسلم.
له أبي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې په تحقیق سره رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ هر هغه څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نیکه خبره دې وکړي او یا دې چوپ شي، څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو له ګاونډي سره دې نیک چال چلند وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو د خپل میلمه عزت او تکریم دې وکړي.
رواه البخاري و مسلم في صحیحه.
د حدیث مبارک ګټې: اسلام د ژوندانه یو مکمل نظآم دی او د انسان او انساني فطرت سره برابر او په متعادل ډول حرکت کوي، انسان ته انسانیت ښیي او هغه چې له لارې ګمراه شوي دي او لارې یې ورکې کړي دي هغوی ته سمه لاره ښیي. له یوه بشپړ سیاسي نظآم څخه نیولې بیا تر یوه وړوکي کورني نظآم پورې چې تعداد یې له دریو او څلورو هم نه ډیریږي، داسې اصول او ضوابط ټاکلي دي چې د هغو په رڼا کې دوی کولای شي خپلې چارې برابرې او منظمې کړي. د مجلس آداب د ټولنیز نظآم یو اصل دی، رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته دا راښیي چې ګورۍ په مجلس کې که چیرې ناست یاست نو  که مو څه زده ول ووایاست او که مو نه وو زده نو چوپ کښیناستل تاسو ته بهتره دي، دا ځکه چې که څه مو نه وي زده نو نورو ته په غوږ نیولو سره یو څه زده کوو او په علم او تجربو کې مو زیاتوالی راځي او که مو زده هم وي مجلس کښې ښایي له موږ څخه مشران داسې څوک ناست وي چې د هغوی په احترام چوپ کښیناستل په خپله اجر دی او ثواب لري.  
د ټولنیز نظآم بل اصل ګاونډیتوب دی، چې یو کس په یوه چاپیریال کښې اوسیږي نو هغه ته د هغه نیږدې خلک د هغه ګاونډیان دي او باید چې له هغو سره ډیر ښه وکړي، د هغوی له آزار او اذیت خخه لاس واخلي، او هغوی که چیرې نادار وي او دده وسه ښه وي نو باید چې کومک ورسره وکړي، او که چیرې په کوم بل مشکل کې ګیر وی نو باید چې کومک او مرسته ورسره وکړي، او دیته مو پام وي چې دا نیکي او د حسنې اجراء کول رسول صلی الله علیه وسلم له ایمانه سره تړلي ګڼلي دي، یعنې له همسایه سره کومک کول د یوه مؤمن په قوي ایمان او پر سنتو د تمسک دلالت کوي.
او همدارنګه د ټولنیز نظام بل اصل دادی چې یو سړی باید د خپل میلمه تکریم او عزت وکړي او چې څومره یې له وسې پوره وي هغومره باید میلمه راضي او خوښ وساتي، ښه طعام ورته برابر کړي او نیکه رویه او سلوک ورسره وکړي. أم المؤمنین عایشة رضي الله عنها فرمایي چې میلمه ته په اکرام او ښه طعام برابرولو کښې هیڅ اصراف نشته چې څومره مو ښه طعام له وسې کیږي ورته برابر یې کړۍ. اسلام انسانیت دی، او ګورۍ چې موږ ته څومره لوی د انسانیت درس راکوي، تاسو ورشۍ وګورۍ چې د دنیا په کوم نظآم، کوم دین او کوم قانون کښې دومره په جزیاتو او دومره په تفصیل سره دې ټولنیز اصول تشریح شوې وي او یو رهبر او لارښوود دې دومره مسایلو ته فکر وکړي چې تا ته نظآمي درسونه هم وښیي، ټولنیز درسونه دې هم دروښیي او دنیوي او اخروي ژوندانه څخه دې هم خبر کړي... نشته ! داسې هیڅ څوک نشته چې تا ته دې په یو وخت کښې داسې کمالونه او درسونه وښیي چې تا د نړۍ یو ستر نابغه یو بې مثله شخصیت جوړ کړي. او هغه مبارک همداسې وکړل داسې انسانان یې وروزل چې عزایمو او ارادو ته یې د ځمکو تناوونه راکش کیدل، هغوی په یو وخت کښې قایدین او رهبران ول، د شپې عابدین او د ورځې صایمین ول، په حکومتي چارو کښې تر ټولو غوره سیاسیون ول، د معرکې او قتال په میدان کښې تر ټولو غوره او بهترینه نظآمي لارښوونکي ول.
نو موږ ته دا په کار ده چې د رسول صلی الله علیه وسلم د متابعت او د هغه د خط د پیروۍ لپاره د هغه مبارک د ژوندانه ټول اصول او طریقې ځانته سرمشق وټاکو او چې څه یې ویلي او څه یې کړي دي هغه کټ مټ پر ځآن عملي کړو او نورو ته یې هم د ښوولو کوښښ او هڅې وکړو.
په پورتني حدیث مبارکه کښې درې ټولنیز آداب ښوودل شوي دي چې په ترسره کولو سره یې یو انسان د ټولنې پر سطحه د ټولنې محبوب ګرځوي، د خلکو زړونو ته یې ننباسي او پر خلکو یې ګران کړي، او داسې اخلاق دي چې په ترسره کولو یې پر دې مطمین یم چې واړه چارې به دې کامیابې وي.
الله تعالی دې موږ ته په قران او سنتو د عمل کولو توفیق راکړي، آمین
أخوك في الله عتیق زی