غزل


ځینو خبرو کې اقرار ښه وي
په ځینو ځینو کې انکار ښه وي
 
کېنه کنه چې د زړه درد دې سپک  شي
شاعر سړي سره بنډار ښه وي
 
جانانه ماته جانان ډير ډیر وایه
خوږو خبرو کې تکرار ښه وي
 
یو نیم انسان له سړي لرې ښه وي
یو نیم انسان په سړي بار ښه وي
 
چې مخ در واړوي بیا مخ واړوي
جلانه ګله ! داسې وار ښه وي
 
                       سیدجیلاني جلان