قطعه

چا په خیبر خوله لګولې څوک سیستان خوري رانه د کلو وږي مي هم ځان او هم جانان خوري رانه زما پښتو ، زما غیرت خو یې بدنام کړل راته اوس مې له دین څخه وباسي او ایمان خوري رانه ځنګل یې لوټ کړلو ، بدل یې اوس له موږه اخليد غرو وحشیان دي ، ځکه سم سم افغانان خوري رانه