د ارزګان وﻻيت لخوا مطبوعاتي اعلاميه

  December 21, 2011
 
د ارزګان په ولایت کی دښه حکومت داری ، دخلکوباور په حکومت ، سولی ملی یوالی او دپراختیای کارو نو د لا کړیندی توب تر عنوان لاندی ۷۰۰ کسیزه جرګه جوړه شو
 په دغه لویه غوڼده کی د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو، او مرکزترینکوټ ښار ۷۰۰ تنو قومی مشرانو علماو ځوانانو سپین ږیرو د نظامی او غیر نظامی دولتی ادارو،خارجی موسساتو او بهرنیوځواکونو، استازو کډون کړی وو.
 
 د ارزګان والی محمد عمر شیرزاد ، غونډی ته په خپله پرانستونکی وینا کی وویل چی اوس د تیر په پرتله په دی ولایت کی امنیت تامین شوی دی. ، دښی حکومت داری لپاره په هربرخه کی کارونه ترسره شوی په دولتی خالی بستونوکی وړکسان په دندوکمارل شوی دی  ، او ددغه ولایت بیا رغونه په جټکی سره روانه ده.
 نوموړی د ارزګان ددغه پرمختکونو اولاس ته راوړنواصلی لامیل  هغه څه ووبلل چی اوس ددی ولایت خلک له حکومت سره همکاره دی .
والی محمد عمر شیرزاد وویل د ارزګان ولایت ټولو ولسوالیوته غزیدلی لاری چی کلونه دخلکو پرمخ تړل شوی وی یوځل بیا پرانستل وشوی دی.
  دولسوالیو او مرکزترینکوت ترمنځ خلک کولی شی چی په ډاډه زړه سره تګ اوراتک وکړی ، نوموړی زیاتوی چی د لارو پرانستل دامنیت په تامین که ښه رول لوبلوی شی.
 
 محمد عمرشیرزاد وویل چی ددغه ولایت هوایی ډګر په پاخه اوساسی ډول رغول شوی د ترمینل کارونه یی په بیړه سره روان دی چی ډیرږربه پای ته ورسیږی  ، چی په دی  سره ارزګان د هیواد له پایتخت او نوروولایتونو سره تړل شوی او دخلګ په ژوند کی یی مثبت بدلون رامنځ ته کړی دی.
 
والی په دی ولایت کی دښاری سړکونو د رغولو کارونوته په اشاری سره وویل چی اوس ددغه ولایت دښار ټول واټونه په پاخه اواساسی ډول سره رغول کیږی ، د استرلیا حکومت په مرسته به په ۲۰۱۲ کال کی ۲۰ بابه مکاتب ، او ۱۰ بابه کلینکونه په اساسی ډول جوړشی . ددی ترڅنګ به په ارزګان ولایت کی د ځوانانو د سالمی ودی لپاره په راروانو درو هفتوکی به دیو پراخ سټوډیم د بنسټ ډبره کښیښودل شی.
 والی د جرګی د برخه والو څخه وغوښتل چی د امنیت ، په برخه کی دی له حکومت سره پوره همکاری وکړی ترڅو په دی ولایت کی دبیاجوړه ونی او ښوونی او روزنی په برخه کی مرکزی او دارزګان ولایت اداره دلا پرمختګونو اولاس ته راوړنو جوګه شی
 
 
د ارزګان ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان ، او دملی اردو د څلورمی پلی فرقی قومندان جنرال ظفر وویل ملی پولیسو او دملی اردو ځواګونو د نورونظامی ادارو په مرسته په ارزګان ولایت کی امنیت تامین کړی دخلکو پرمخ تړل شوی لاری خلاصی شوی زموږسره د سمی اوسیدونکو پوره همکاری او مرسته کړی ده
هغوی زیاتوی که چیری زموږ سره په دی برخه کی ولسی وګړی نوره همکاری هم ترسره کړی نو موږ به وکولی شو چی په ډیر لنډ وخت کی ددغه ولایت خلکوته د امن فضا رامنځ ته کړو چی په دی سره به په ارزګان کی د بیا جوړه ونی کارونه ترسره شوی وی او له بلی خوا به مو نوی نسل ته د ښه تعلم زمینه برابره کړی وی
 
 د غوڼدی کډون والو بیا دغی جرکی دلاری د ارزګان ولایت سره ژمنه وکړه چی د سولی ملی یوالی بیا جوړه ونی او معارف په برخه کی به ددولت سره خپلوهمکاریوته دوام وری کوی او دغوندی په پای کی یی د یوه ۱۰ ماده ایزه پریکړلیک کی خپلی غوښتنی دولت ته وسپارلی . د ارزګان ولایت قومی مشر حاجی ظاهر اګا وویل موږ په اوسنی وخت کی د ارزګان ولایت د والی ، امنیه قومندان او د ملی اردو د ځواکونو له قومندان څخه مننه کوو چی ددغه ولایت خلکوته یی دامنیت په تامین او نورو ټولنیزو برخوکی د پآم لرنی وړکاونه کړی دی هغه ژمن شو له حکومت سره به د امنیت په تامین کی همکاری کوی چاته به اجازه ورنګړی چی ددوی لوی لاری ، دخلکوپرمخ وتړی ، دبیاجوړه ونی او معارف په برخه کی خڼد وکرځی.
یو تن دینی عالم مولوی لعل محمد  وویل چه سوله داسلام له نظره ښه بلل سوی ده اوزیاته یی کړه  باید موږ دسولی په پروسه کی له دولت سره مرسته  وکړو ترڅو په دغه ولایت کی دسولی ټغر هوارسی او بیا دغه ولایت سمسور کړو
دارزګان ولایت دولایتی شورا ریس په ولسی جرګه او مشرانو جرګه کی دارزګان ولایت دخلکو استازو وویل چه زموږ دوطن په جرګو جوړیږی باید ټولی ستونزی دجرګو له لاری حل سی .
وروسته له خبرو دجرکی  ټول ګډون وال  په پنځه ګروپونو وویشل سول چه امنیت ،بیارغونه ښه حکومتداری دقانون حاکمیت اقتصاد په دغو ګډون ولو خپل ټول وړاندیزونه او دحل لاری له دولتی چارواکو سره شریک ګړل او له دولت څخه یی وغوښتل چه دغه مشکلات او له حل لاری عملی ګام ولری .
                         #        #      #