
د مسلمانانو د امورو په اړه
بې خبري او لاابالي ګڼل؛
د مسلمانانو په امورو کې او
له هغوی سره همکاري نه کول یا هغوی ته خیراتونه او صدقې ورکول، دا رنګه شخص د مسلمانانو
په اړه هیڅ رنګه التفات نه کوي، د هغوی د ژوندانه په اړه که چیرې پر هغوی ظلم او
زیاتی کیږي، که پر هغوی هر رنګه سړې او تودې راځي پر ده یې کوم باک نه وي او یواځې
د خپلې خیټې په کیسه کې وي. دا د ضعیف ایمان پایله ده ځکه مؤمن داسې نه وي او ددې
ټولو کارونو مخالف دریځ لري. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: د یوه مسلمان
دریځ او حالت د بل مسلمان ورور په اړه یې داسې دی لکه پر بدن کې چې د سر دی، مؤمن
هماغه درد احساسوي چې دده پر نورو مؤمنو ورونو راغلی وي لکه سر چې په درد شي او
ټول بدن ورسره خوږ او درد شروع کړي. مسند
احمد ۵/۳۴۰؛ السلسلة الصحیحة ۱۱۳۷.
د دوه
مسلمانانو ترمنځه د ورورګلوئ د اړیکو پرې کول؛ رسول صلی الله علیه
وسلم فرمایلي دي چې؛ دوه نفره ملګري ندي مګر د الله تعالی د رضا لپاره، مګر ددوی
دغه دوستي او ملګرتوب به ختمیږي په سبب د هغې ګناه چې لومړی یې وکړي، په یوه بل
روایت کې داسې راغلي دي چې دوی به د لومړنۍ ګناه په سبب سره بیل شي. رواه البخاري في آداب المفرد ۴۰۱. احمد، المسند
۲/۶۸، السلسلة الصحیحة ۶۳۷. دا عمل ددې ښکارندویي کوي چې ګناه کول په ملګرتوب او
دوستۍ باندې ډیره بده اغیزه لري او کولای شي ورورګلوي او دوستي له منځه یوسي. دا بیګانګي
که یو څوک له خپل ورور سره احساس کړي نو ښکاره خبره ده چې دا د هغې ګناه په سبب ده
چې ده کړې ده او الله تعالی بیا دی د خلکو تر نظره کم راولي او د مؤمنانو په صف کې
خپل مقام له لاسه ورکوي او د الله تعالی له حمایې او د هغه له ساتنې څخه وځي، او
الله تعالی هغه ذات دی چې د مؤمنینو او مؤمناتو ساتونکی دی.
د اسلام د دعوت
او خپراوي په هکله بې مسؤولیته اوسیدل؛ اصحاب کرام رضی الله عنهم داسې
نه ول او د هغوی مسؤولیت ددغه دین په اړه ډیر زیات وو او کله به چې کوم یو اسلام
ته داخل شو نو سمدستي به یې ددغه دین خپرولو ته مټې رابډوهلې، لکه طفیل ابن عمرو
رضی الله عنه، چې کله یې اسلام راووړ نو بیرته خپلې قبیلې ته ولاړ او د خپلې قبیلې
خلک یې و دغه دین ته راوبلل. هغه نوی مسلمان شوی وو مګر دا یې وپتییله چې باید
خپلې قبیلې ته ولاړ شي او خلک ددغه نور څخه برخمن کړي او همداسې یې وکړل، مګر نن
خلک دیته اړیتا لري چې زیات وخت د خپل ځان په سمولو او اصلاح کښې تیر کړي او ځان
ددې وړ کړي څو نور خلک دغه دین ته دعوت کړي.
د رسول الله
صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام رضی الله عنهم به چې کله اسلام ته داخل شول نو له
کفارو سره به یې د کرکې او دښمنۍ احساس خپل کړ، له هغوی څخه به یې بیزاري اعلان
کړه او خپل صف به یې ورڅخه په مکمله توګه جلا کړ. کله چې ثمامة بن اثال رضی الله
عنه د یمامې سیمې قبیلوي مشر چې بندي ونیول شو نو پر مسجد نبوي کې یې وتاړه او
رسول کریم صلی الله علیه وسلم ورته د اسلام دعوت وکړ، د هغه زړه ته هم د ایمان نور
لاره وکړه او مسلمان شو. د عمرې لپاره مکې ته ولاړ او هلته یې په مکه کې قریشو ته
وویل چې « وروسته لدې به له یمامې څخه تاسو ته یوه دانه غنم هم رانشي مګر دا چې د
رسول کریم صلی الله علیه وسلم اجازه نه وي، (رواه البخاري، فتح ۸/۷۸. له کفارو سره
دده مبارک دغه مقاطعه او د اقتصادي بندیز لګول د قوي ایمان مقتضی ده دا ځکه چې
ایمان عمل غواړي. ( مګر موږ نن ګورو چې په افغانستان، عراق، صومال، سوډان او چیچن
کې پر مسلمانانو څه حالات ندي چې تیریږي، هره ورځ بمباري، هره ورځ وژل، وهل او
ټکول پر دوی د صلیب او صهیون له لوري روان دی مګر یو مسلمان پورته نشو چې له دوی
سره اقتصادي تړونونه مات کړي، له دوی سره هراړخیزه مقاطعه اعلان کړي او حتی هغه
تیل چې دوی یې پر خپلو طیارو او ټانګونو کې اچوي او مسلمانان پرې بمباروي او قتلوي
هغه هم د مسلمانو هیوادونو تیل دي، د ژباړن خبرې).
که کله کوم
تکلیف وررسیږي نو ویره یې پسې اخلي او ډیر رنځیږي. له داسې کسانو سره به په
ژوندانه کې ډیر مخ شۍ چې د یوه تکلیف او رنځ په مقابل کې به ډیر ژر خپل مقاومت له
لاسه ورکړي، سترګې به یې رډې رډې راووځي او هیڅ تصمیم به نشي نیولی چې څه وکړي.
ویرې پسې اخستی وي او نشي کولای چې د سالم زړه له لارې خپله لاره پیدا کړي، دا ټول
د ضعیفې عقیدې او ایمان پایلې دي چې دی یې پر داسې مصایبو اخته کړی، او که چیرې
دده عقیده او ایمان قوي وای نو ده به په ډیرې آسانۍ سره کولای شوای چې ددې ستونزو
په مقابل کې مقاومت وکړي.
بې ځایه بحث او مجادله کول؛
رسول صلی
الله علیه وسلم فرمایي، هغه چا ته چې هدایت وشي هغه نه بېلارې کیږي مګر هغه چې بې
ځایه مباحث شي، یعنې بې ځایه بحثونه او مجادلې کوي. رواه احمد، المسند، ۵/۲۵۲.
صحیح الجامي ۵۶۳۳. بغیر له ثبوت او قانع کوونکي دلیل څخه د بحث کول یو انسان له
خپلې لارې بیلارې کوي، او نن ورځ د اکثرو خلکو بحث او مباحثه پرته لدې چې کوم ثبوت
له قران او حدیثه راوړي ترسره کیږي چې دا هم ناوړه عمل دی. موږ ددغه عمل د مخنیوي
لپاره د رسول صلی الله علیه وسلم په احادیثو کښې ډیر دلایل لرو، هغه مبارک فرمایلي
دي چې: زه په جنت کې د هغه چا لپاره د یوه کور ضمانت ورکوم څوک چې بحث پریږدي سره
لدې چې دی په رښتیا او په حقه وي. رواه ابوداؤد، ۵/۱۵۰، صحیح الجامي، ۱۴۶۴.