وادې خله دنيا، زه وږى ستا د دنيا نه يم

 

دا خبره ډېر تکراري هم ده، خو زموږ نه اصلاح يې راباندې بيا بيا تکراروي، چې موږ په ژوند د چا قدر نه کوو او وروسته له مرګه يې بيا په مرثيو نه مړيږو.
دا دى پښتنو يوه بله ستر هستي مو هم له لاسه ورکړه، مړ شو، خاورې پرې انبار شوې او د ابد پر لور يې خپل سفر پيل کړ، بيا به د هېڅ پښتون غوږونه هاغه ملکوتي غږ ونه تخنوي او نه به يې بيا کمپوزونه او موسيقي پښتنې سندرې د نړيوال سټنډرډ په ډګر کې ودروي.
هوکې، رحيم غمزده يادوم، هاغه غمزده چې مرګ يې پلمه شو او خلکو ته يې په خولو کې ورکړ، کنه مړ خو لا ډېر د مخه و، هيچا د دغه ستر استاد درد درک نه کړاى شو، هيچا د ده په ياد يو سيمينار جوړ نه کړ، هيچا يې دا احوال ونه پوښت، چې ولې دې ځان په ژوند مرګ ته ورکړى او ولې داسې ګوښه شوى  يې، څه لامل يې دى؟.
استاد له ډېرو کلونو راهيسې ژوند په ګوښه کې تېر کړ او هر درد يې له خپل ستوني تېر کړ، خو هيچا ته يې هم ګيله ونه کړه او نه هم چا ورسره خواله وکړه، مرګ يې د ځان پرده وباله او پناه يې ور وړه.
د استاد هغه ستونى چې يو وخت به پرې پښتانه نازيدل، خوند به يې ترې اخيستو او له همدغې ستونې له لارې يې پښتو ته لوى لوى خدمتونه وکړل، ترانې يې وويلې، حماسې يې وکړنګولې، مينه يې پرې خوره کړه، د ژوند پيغام يې دنياوالو ته پرې ورساوه او پښتو موسيقۍ ته يې نوى رنګ پرې ور وبښلو، خو همدغه ستونى، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د درد څړيکو د ده څېره په بله اړولې وه، هېڅ پښتون يې لږ تر لږه پوښتنه هم ونه کړه.
استاد لاړ، دردونه، ارمانونه او ګيلې يې له ځانه سره يووړې، خو د خپل غږ خواږه يې بيا هم هماغه پښتنو ته پرېښودل، چې د بې قدرۍ په ډاليو يې نازولى و.
اوس به يې په ياد سيمينارونه جوړ شي، کتابونه به يې چاپ شي او لروبر به ياديږي، خو هغه به په قبر کې هم وايي، چې : وا دې خله دنيا، زه وږى ستا د دنيا نه يم.
ميوند فدا