ته چی لاړی ژوند مي نشته ـ ارمان نشته هیله نشته کاروان نشته
ټول نور ختم شوو جانانه - زړه می ژاړي سترګی ډکی بهار نشته
رانه مه ځه ښکلی ګله ـ دومره مه بی وفا کیږه
لږ مي وګوره ګریوان ته ـ لږ مي وګوره دي حال ته
زه بي تا اوسیدای نشم ـ بی له تانه به ښه نشم
لکه ګل چی وی بلبل ته ـ لکه لمر چی وی قمرته
ته همداسی یی وماته ـ ژوند باقی می دی وتاته
زما ټولي خوښی ته یی ـ د ژوند هره ګړي ته یی
باور وکړه ته په خدای
ته په ټولو کی یی ښکلی – ته په ټولو نازولی
ستا به هر ارمان زه پوره کړو – ستا د ژوند غوټی به ګل شی
نا امیده نشی ګوره !
زړه می ژاړی قلم ژاړی ساقی نه راکوی تن
ستا د عشق په جدایی کی جنون نه راکوی تن
بس نو لیکو به بیتونه ـ چی پری یخ مو شی دا زړونه
څو به وی داسی ظلمونه ـ چی مو نه اوری څوک غږونه
مونږه ټولو سره مړه کړل ـ بل څوک نه کړی دا کارونه
راځی یو شوو سره وروڼو ـ راځی وکرو ګلونه
دغه ژوند خو به تیریږی ـ ښه او بد یی پاته کیږی
سمون ځی نه پاته کیږی ـ سمون کله حساریږی
سمون
جرمنی بوخوم ـ ۲۰۱۱-۱۲ -۱۲
وروستي