زه خو درنه لاړمه غریب شومه
لاړم مسافر شوم بی طبیب شومه
او
تاباندی څه وشو چی زهیره شوي
اوښکی دي راڅاڅی بي تدبیره شوی
ناسته يی سپوږمئ ته ستوري شماري ته
ګوري د جانان خواته دا وايی ته
چیرته دی هغه چیرته زه اوس زه یمه
لری رانه لاړ غمګینه زه یمه
ولی!
دلته خو اسمان باندی سپوږمي نه وی
ټوله شپه اوریځ وی یوه ګړي نه وی
خو ګورم ستا تصویر ته او یادګارونو ته
ګل یم وغوړیږم بهارونو ته
او
ستا څه حال دی ګله وګړیږه لږ
څنګه دی دا څو شپی تیري شوی دی
نه وایم زړه می بیخی درد کوی
ټول بدن می لړزی سترګی رپ کوی
ته راته یی ګران زه بی له تایمه
نه تیریږی هیڅ وخت بی اشنا یمه
ماباندی خو یوه شیبه هم کال شی اوس
ته چی نه یی هرڅه می ویجاړ شی اوس
دغه می نو حال دی باور وکړه اوس
دا دمیني زور دی طاقت وکړه اوس
هو!
زه هم ستا په یاد کی تل سوځیږمه
شمع یم ویلیږم تل ویلیږمه
ته می یی لیلا زه درپوهیږمه
شونډی دی لعله زه درپوهیږمه
رایی کړه شبنم یمه ورکیږمه
یوه بوسه د سترګو دي جاریږمه
ورکی کړه سمون ته اشنا کیږمه
ښه به مي ساتی زه پری پوهیږمه
صفی الله سمون
بوخوم جرمنی
10/09/2011
وروستي