لدی نه وروسته

لدی نه پس دی شونډی نه ښکلوم ، لدی نه پس درنه خفه خفه یم
لدی نه پس به دي سلام وانخلم ـ لدی نه وروسته هرڅه ختم شولو
لدی نه پس می راکړه وړی زړګی ـ لدی نه وروسته یی بیا نه درکوم 
 لدی نه پس دی سترګی نه ګورمه ـ لدی نه وروسته مینه کله کوم 
 او لدی نه پس دی شونډی نه ښکلوم ـ لدی نه پس درنه خفه خفه یم 
لدی نه پس ته د ګودر په غاړه ـ لدی نه وروسته انتظار ونه کړی 
 لدی نه پس می هدیری ته راځه ـ لدی نه وروسته ته دوعاوی کوه 
 لدی نه وروسته ستا د عشق لیونی ـ لدی نه وروسته پدی ځای کی نشته 
 لدی نه وروسته به ارمان ارمان کړی ـ لدی نه وروسته چی تا وکړه جفا
لدی نه وروسته سمون نشته دلته ـ لدی نه وروسته یی په غمونو ژاړه   صفی الله سمون جرمنی ـ بوخوم